1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اردوغان د کاریکاتور پر ضد سخت اعتراضونه

۱۳۹۹ آبان ۱۰, شنبه

په فرانسوي طنزي مجله «چارلي ابدو» کي د ترکیې د جمهوررئیس رجب طیب اردوغان د کاریکاتور نشرول د پاریس او انقرې ترمنځ شخړه نورهم شدیده کړې ده. اردوغان هغه یوه «نفرت انګیزه حمله»بللې او مسؤلین یې شر اچونکي بللي دي.

Türkei Ankara | Parlament | Recep Tayyip Erdogan, Präsident
انځور: AP Photo/picture-alliance

ارودغان دغه خبري د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۸ مه) وکړې. ترکیې په همدې حال کي د حقوقي او ډیپلوماتیکو اقداماتو اعلان کړی دی. پاریس بیا د انقرې له خوا د «بیرولو هر ډول کوښښ» منع کړی دی.

«چارلي ابدو» د خپلي نوي ګڼي په سر کي یو کاریکاتور رسم کړی دی، چي اردوغان په یوه کمیس او نیکر کي ښکاره کوي او د بیرو قوطۍ یې پلاس کي ده. په کاریکاتور کي اردوغا ښکاري چي د یوې چادرۍ داري ښځي لمن يې پورته کړې او لوڅ ځای یې ګوري. د کاریکاتور په عنوان کي راغلي دي چي «اردوغان» دوه په دوه ډیر«مسخره معلومیږي».

د ترکیې د جمهوري ریاست ماڼۍ اعلان کړی دی چي ددغه «د سپکاوي ډک کاریکاتور» پر ضد به لازم اقدامات وکړي. په خبره یې دغه کاریکاتور د «ترکانو او اسلام سره دښمني» منعکسه کوي.

په همدې حال کي د انقرې لويي څارنوالۍ د جمهوررئیس د توهین په دلیل د «چارلي ابدو» د رهبرۍ څخه د تحقیقاتو د شروع کیدو اعلان کړی دی. پخپله اردوغان ویلي دي چي زه ددغه توهین امیزه او شر اچونکي کاریکاتور له پاره هیڅ الفاظ نسم استعمالولای، کوم چي زما ګران پیغمبر یې په دې اندازه توهین کړی دی.

اردغان وايي چي زه «ډیر خوابدی او نامیده یم»، نه پر ما باندي د حملې په خاطر، بلکي د حضرت محمد(ص) د توهین په خاطر.

له بلي خوا بیا د راسیزم پرضد د فرانسې د حکومت نماینده، فریدریک پوتیر غواړي د «چارلي ابدو» په شخړه کي هم حقوقي اقدامات تر سره کړي. هغه د ترکیې د کلتور د وزیر د مرستیال، سردار جیم هغه تویت ته اشاره کوي چي د«چارلي ابدو» د تحریر هیئت غړي يې د اردوغان د کاریکاتور په دلیل حرام زاده ګان او د سپي زامن بللي وه.

د فرانسې د حکومت ویاند، ګابریل اتال بیا ویلي دي چي فرانسه به «د بې ثباته کولو او بیرولو پر مختلفو کوښښونو» سربیره هیڅ وخت د خپلو «پرنسیپونو او ارزښتونو» څخه تیر نه سي. په خبره یې دا خاصتأ د عقیدې او بیان د ازادۍ له پاره ډیر اعتبار لري.

له بلي خوا بیا په ډیرو اسلامي هیوادونو کي د فرانسې پر ضد احتجاجونه سوي دي. د ایران جمهوررئیس حسن روحاني اخطار ورکړی دی چي په کاریکاتورو کي د اسلام د پیغمبر مسخره کول کیدلای سي «تشدد رامنځته او ویني توی سي.» هغه په یوه ټلویزوني بیانیه کي ویلي دي چي د پیغمبر توهینیدل یو «غیر اخلاقي عمل» دی.

په ډیرو عربي هیوادونو کي هم د اسلام دپیغمبر د کاریکاتورونو پرضد سخت انتقادونه رامنځته سوي دي. په اکثرو هیوادونو کي پر فرانسوي محصولاتو باندي تحریم لګیدلی دی او د دوکانو او مغازو څخه یې مالونه لیري سوي دي.

(AG) ق.ن/ن.ز

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب