1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان ناټو کې د سويډن او فينلنډ غړيتوب مخه نيسي؟

۱۴۰۱ مهر ۱۰, یکشنبه

ترکيه د رجب طيب اردوغان په خبره هغه مهال د سويډن او فينلنډ غړيتوب ته مثبته رايه ورکول غواړي چې دغه هېوادونه »خپلې ژمنې پوره کړي.« د اردوغان اشاره کردي ډلو ته ده.

اردوغان او چاوس اوغلو د مادريد په غونډه کې
اردوغان او چاوش اوغلو د مادريد په غونډه کېانځور: Dursun Aydemir/Anadolu Agency/picture alliance

اردوغان په انقره کې د پارلمان په وړاندې وويل »تر څو چې يې ژمنې پوره نه شي، موږ پر خپل دريځ ولاړ يو.« د هغه په خبره ترکيه په دقيقه څاري چې آيا سويډن او فينلنډ د ترکيې له خوا وړاندې شوې غوښتنې پوره کوي او که نه.

سويډن او فينلنډ د روسيې له خوا پر اوکراين تر يرغل وروسته خپل د لسيزو اوږد د پوځي بې طرفۍ اصل مات کړ او د روان میلادي کال په می مياشت کې يې په ناټو کې د غړيتوب غوښتنليک وړاندې کړ.په ناټو کي د فنلندد او سوېډن د غړي کیدو پروسه پېل سوه

ترکيې له اوله د دغو دواړو سکانديناوي هېوادونو د غړيتوب په سر د خبرو اترو مخه نيولې وه. دا ځکه چې ترکيه ورباندې تور پورې کوي چې د منع شوي کردستان د کاګرانو ګوند يا پي کې کې له غړو څخه ملاتړ کوي.

د جون مياشتې په پای کې په مادريد کې د ناټو په سرمشريزه کې اردوغان د دواړو هېوادونو په وړاندې له مخالفت لاس اخيستی او ويلي يې ول چې دغه دوه هېوادونه بايد د سوريې په شمال کې د کردي سازمانونو پر ضد په مبارزه کې »خپله ونډه« ادا کړي. ترکيه د نورو تر څنګ د لسګونو مشکوکو »ترهګرو« د ورتسليمولو غوښتنه کوي.«سویډن په ناټو کې د غړیتوب له پاره د ترکیې اندیښنې لیري کوي»

د ناټو هر غړی هېواد بايد د نوو غړو جذب ته مثبته رايه ورکړي. يوازې هنګري او ترکيې لا د سويډن او فينلنډ په هکله دغه شين څراغ نه دی ورکړی.

آ./ن. ص./خ. ح.

   

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل