په دې اړه د ترکیې او امريکايي چارواکو ترمنځ خبرې اترې هم روانې وې، خو واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، هلته ميشت ترکي ځواکونه هم له افغانستان څخه را ووتل.
د کابل سقوط دغه مخکيني پلانونه له منځه يوړل خو ترکیې له طالبانو سره هم په دې اړه خبرې اترې ترسره کړي چې په کومو شرطونو کولی شي د کابل هوايي ډګر چارې پر مخ يوسي.
اردوغان له امريکايي تلویزيوني شبکې «سي بي اس نيوز» سره په خبرو کې وويل: «په افغانستان کې حکومت ټول شموله نه دی او بېلا بېل اړخونه پکې شامل نه دي. له دې کبله تر څو چې دغه حالت وي، موږ به په افغانستان کې حضور ونه لرو.»
نوموړي زياته کړې: «خو که چېرې حکومت ټول شموله شي، موږ د ترکیې د حکومت په توګه کولی شو هلته حضور پيدا کړو.»
له هغو موضوعګانو څخه یوه یې چې ترينګلتيا یې رامنځته کړې، د ترکیې له خوا د روسیې څخه د دافع هوا سیسټم د رانيولو موضوع ده چې واشنګټن یې لوېدیځ ائتلاف ته ګواښ بولي.
د چهار شنبې په ورځ بيرته خپل هيواد ته تر ستنېدو مخکي، اردوغان له سي بي اس شبکې سره په مرکه کې دې ته اشاره وکړه چې ترکيه به له روسیې سره ورته نورې معاملې هم ترسره کړي.
امریکا متحده ایالاتو شل کاله وروسته په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت د اګست میاشتې پر ۳۱مه نېټه پای ته ورساوه. دا چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې به بیا په افغانستان کې وضعیت څه ډول وي، لا معلومه نه ده.
انځور: US ARMY/via REUTERS
دا د کابل په هوایي ډګر کې وروستي بهرني ځواکونه دي. د اګست د ۳۱مه په شپه د ۸۲ هوایي قطعې ځواکونه ولاړې ترانسپورتي الوتکې ته خیژي چې په دغه هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو پوځي ماموریت او په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ورسره پای ته ورسیده.
انځور: US ARMY/via REUTERS
د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته خبریالان د یوه ترمنیل مخې ته د طالبانو د یوې ډلې او یا په هوایي ډګر کې د پاتې شوو شیانو عکاسي کوي. د امریکایي ځواکونو تر وتلو پورې د کابل هوایي ډګر بهرنۍ نړۍ ته یوازینۍ لاره وه. په لسونو زره کسان په وروستیو ورځو کې وتوانیدل چې له هوایي ډګره نورو هیوادونو ته ولاړ شي. خو ډیری کسان لا هم پاتې دي او له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.
انځور: REUTERS
د کابل د هوایي ډګر په یوه هنګر کې د افغانستان د هوایي ځواک د اې-۲۹ ډوله جنګې الوتکې چې له الوتلو ایستل شوې، ولاړه ده. د افغانستان د ملي اردو ځواکونو شمیر شا او خوا ۱۸۰ زره کسانو ته رسیده چې د میلیاردونو ډالرو په لګښت او د ډیر شمیر مشاورینو په مرسته روزل شوي وو. خو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د ملي اردو راتلونکي هم معلومه نه ده.
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images
طالبان د یوې جنګې الوتکې په کابین کې ناست دي. د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته یو شمیر الوتکې او هیلکوپترې پریښودل شوي دي، چې ظاهرا نور د استفادې وړ نه دي. پاتې شوي شیان یوازې ویجاړۍ نه دي چې تر شا پریښول کیږي، بلکې ولس د طالبانو تر بیا واکمنۍ لاندې د خپلې راتلونکې په هکله هم اندیښمن دی.
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images
نه یوازې د دغه پریښودل شوې څرخي الوتکې له ښيښې څه هر څه تت ښکاري، بلکې د دغه هیواد راتلونکي هم روښانه نه ده. طالبان لا هم د یوه حکومت په جوړولو لګیا دي.
انځور: WAKIL KOHSAR/Getty Images
دغسې انځورونه اوس د ورځنی ژوند برخه دي. د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته له هغوی څخه پاتې شوي هاموي موټر کې طالبان ګزمه کوي. د طالبانو له لوري دوې اوونۍ د مخه د واک ترلاسه کولو وروسته د معتدله چلن پر ټینګار سربیره ډېر افغانان له راتلونکي او غچ اخیستو څخه په ډار کې دي.
انځور: HOSHANG HASHIMI/AFP via Getty Images
په کابل کې د بوغيو یو خرڅونکی. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ماشومانو راتلونکي نامعلومه ده. د ورلډ ویژن، په نوم نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې تر اتو میلیونو زیات افغان ماشومان بیړنیو بشري مرستو او خوندیتوب ته اړتیا لري. د دغه سازمان په وینا هغوی له لوړ خطر سره مخامخ دي.
انځور: HOSHANG HASHIMI/AFP/Getty Images
په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو د حضور او تیرو شلو کلونو په موده کې د ښځو د حقوقو او نورو برخو کې پرمختګونه شوي ول. دا لا معلومه نه ده چې د طالبانو د نوي رژیم پر مهال به کومې لاس ته راوړنې پاتې شي، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې.