1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سپين بولدک کي د بند پاتو افغانانو ستونزي

۱۴۰۰ مهر ۹, جمعه

په خپل هيواد کې له ستونزو سره لاس او ګريوان په زرونو افغانان له پاکستان سره پر جنوبي پوله راټول شوي دي. هغوی پاکستان ته اوښتل غواړي خو طالبان ورته له سرحده د تېريدو اجازه نه ورکوي.

Chaman, Afghanistan | Geflüchtete an Grenze zu Pakistan
انځور: Jafar Khan/AP Photo/picture alliance

په سپين بولدک کې د يوه خامه سړک پر غاړه ناست ذاکرالله وايي چې شپږ ځلي یې له سرحده د اوښتو هڅه وکړه خو هر وار بيرته راګرځول شوی او څو ځلي ورسره زور زياتی هم شوی دی.

د دريو اولادونو پلار ۲۵ کلن ذاکرالله له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وويل: «موږ هلته د کار له پاره ځو، ځکه دلته هیڅ کار نه شته. خو طالبان وايي چې يوازې د دې سيمې هغه خلک چې اسناد لري، تللی شي.»

د افغانستان دا نوي واکمنان ټینګار کوي چې افغانان دې په خپل هيواد کې پاته شي او د جګړې له کبله د ويجاړ شوي افغانستان په بيارغونه کې دې مرسته وکړي.

د رحمت دين وردک په نوم يوه بل کس چې پاکستان ته يې د اوښتو هڅه کوله، وويل: «طالبان وايي چې دا مو هېواد دی. تاسې باید خپل هيواد ترک نه کړئ.»

خو د سرحد بل لوري ته په چمن کې د پاکستان امنيتي ساتونکي هم د هغو کسانو مخه نيسي چې له سرحده د تېريدو هڅه کوي.

د طالبانو يوه سرحدي ساتونکي ملا حق يار وويل چې «هره ورځ له اتوو تر نهه زرو پورې کسان هڅه کوي پرته له اسنادو له سرحده تېر شي، خو هغوی درول کیږي او بيرته استول کیږي.»

په کندهار کې د طالبانو يوه چارواکي مولوي نور محمد سعيد هم تائيد کړې چې چارواکي له خلکو غوښتنه کوي چې له هيوادونه دې نه وځي.

انځور: AFP/Getty Images

په سپين بولدک کې يوازې د ورځې مزدورکارانو او سوداګرو ته د هغې تنګې لارې څخه چې دواړو خواو ته یې اغزن سيمونه دي، د تیريدو اجازه ورکول کیږي. يوه بله لاره هم شته چې هغه د مسافرو له پاره ده، خو هغه اوس تشه ده. يوازې زړو او ناروغو نارينه او ښځو ته پاکستان ته د درملنې له پاره د تللو اجازه ورکول کیږي.

دمګړۍ په زرونه افغانان غواړي له هيواده ووځي. د اګست میاشتې په نیمايي کې د طالبانو تر کنترول او د بهرنيو مرستو له بندیدو راهيسې عادي افغانان له سختو مالي ستونزو سره مخامخ دي. ډېرو یې کارونه له لاسه ورکړي او بزګران د وچکالۍ له اغیزو څخه کړیږي. ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان يو پر درېمه برخه نفوس د لوږې له ګواښ سره مخ دی.

ذاکرالله اوس يوازې په پاکستان کې د کار موندنې تمه لري، څو وکولی شي يو څه پېسې خپلې ميرمنې او اولادونو ته واستوي.

پر سرحدي پاټک د موجودو نورو ډېرو افغانانو په څېر د سپين بولدک د سفر په ترڅ کې ذاکرالله هم څه چې لرل، ټول یې مصرف کړي دي.

د محمد عارف په نوم يوه تن د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې هغه په ننګرهار کې خپل کور پريښی ځکه چې د «خپلو اتوو اولادونو د ګيډو مړولو له پاره يې هیڅ هم نه درلودل.»

کرونا وبا او په افغانستان کې تر دې وروستيو بدلونو دمخه به د پاکستان او افغانستان سرحد پر ځينو معمولي محدويتونو سربيره زياتره وخت پرانيستی وو چې له لارې به یې هره ورځ په لسونو زرو کسانو تګ راتګ کوه. خو کله چې طالبانو سپين بولدک ونيو، نو پاکستان دروازې وتړلې او دواړو لوريو ته د بندو پاتو کسانو بیروبار جوړ شو.

دا سرحد هغه وخت بیرته پرانيسل شو کله چې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني حکومت له منځه ولاړ او طالبانو د اګست مياشتې په نيمايي کې قدرت په لاس کې واخیست.

تر دې وروسته ډېرو افغانانو د طالبانو له احتمالي ويرې د پاکستان سرحدونو ته مخه کړه.

د ملګرو ملتونو د مهاجرو چارو ادارې «يو ان ايچ سي آر» تېره میاشت ويلي ول چې د روان کال تر پايه پورې د افغانستان په ګاونډيو هيوادونو کې د ۵۰۰ زرو احتمالي ګډوالو له پاره بيړنی پلان جوړوي. 

په اسلام آباد کې د «يو ان ايچ سي آر» د بيړنيو مرستو مشر برتريند بلينک وويل: «که چېرې په افغانستان کې تغيرات د سترې کچې مهاجرت باعث ګرځيدلی شي نو اړينه ده چې موږ ورته چمتووالی ونیسو او دمګړۍ موږ وضعيت څارو.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: