په اروپایي اتحادیې، ناروی او سویس هیوادونو کې د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې د پناهندګۍ د نوو غوښتنلیکونو په شمیر کې د پام وړ کموالی لیدل کیږي.
د اروپايي اتحادیې آژانس د روان کال له پیل څخه د جون میاشتې تر پایه پورې ۴۰۰ زره د پناه نوي غوښتنلیکونه ثبت کړی دي. دغه شمیر د ۲۰۲۴م کال د لومړۍ نیمايي په پرتله ۱۱۴ زره کم دی او ۲۳ سلنه کمښت ښيې.
دا په وروستیو څو کلونو کې لومړی ځل دی چې المان د تازه راتلونکو پناه غوښتونکو له پاره یو لومړنی هدف هیواد نه و.
په دغو شمیرو کې د ناروی او سویس په ګډون چې د اروپايي تولنې غړي نه دي، د اروپایي اتحادیې ټول ۲۷ غړي هیوادونه شامل دي. په مجموع کې په دغو ۲۹ هیوادونو کې ۳۹۹ زره د پناهندګۍ غوښتنلیکونه ثبت شوي دي.
فرانسه له ۷۸ زره، هسپانیا له ۷۷ زره، المان له ۷۰ زره او ایټالیا له ۶۴ زره غوښتنلیکونو سره په ترتیب د پناه غوښتنې تر ټولو لوړ شمیرې لري.
تر ټولو ډیر پناه غوښتونکي له ونزیویلا څخه دي
د اروپايي اتحادیې د پناه غوښتنې آژانس چې مقر یې په مالتا کې دی دغه کمښت ته د تیر کال په دسمبر کې د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد حکومت له نسکوریدو سره ارتباط ورکوي.
په تیره یوه لسیزه کې د پناه غوښتونکو تر ټولو ډیر شمیر د سوریې هیواد اتباع ول، خو سږ کال ۲۵ زره سوریایي او ۴۹زره ونزیویلایې پناه غوښتونکي ثبت شوي دي.
انځورونه: هغه مهاجر چې د کثافاتو د تخلیې په ځای کې ژوند کوي
د بوسنیا هرزګوینا په خاوره کې شاوخوا ۱۰۰۰ مهاجر اړ دي، په داسې ځای کې ژوند وکړي چې تر دې مخکې په کې کثافات تخلیه کیدل. دغه مهاجر د بیهاچ ښار په وچیاک سیمه کې په ډیرو سختو شرایطو کې ژوند کوي. نړۍ یې یوازې ننداره کوي.
انځور: DW/D. Planertوچیاک، د کثافاتو د تخلیې پخوانی ځای
د بوسینا چارواکو د جون میاشتې پر ۱۵مه نیټه له ښارونو څخه مهاجر اخراج او په دې سیمه کې چې له ښاره لس کیلومتره واټن لري، د هغوی د ځای پر ځای کولو بهیر پیل کړ. ډیر وخت افغان، پاکستاني او سوریایي ځوان نارینه مهاجر هڅه کوي چې د اروپايي ټولنې له پولې واوړي. له همدې کبله پولیس څه نا څه هره ورځ دې سیمې ته نوي مهاجر ورولي.
انځور: DW/D. Planertد بیهاچ د سره صلیب کمیته په ورځ کې دوه وارې د مهاجرو له پاره ډوډۍ برابروي. سهار هغوی ته یوه ټوټه ډوډۍ او ماښام ورته ډوډۍ او سوپ ورکول کیږي. خو په یوه ورځ کې دومره ډوډۍ کافي نه وي. د ملګرو ملتونو د مهاجرت او بې سرحده ډاکټرانو په څیر لوی سازمانونه دې سیمې ته ورغلل او تر څیړنو وروسته یې هغه بیرته پریښوده او مهاجر یو وار بیا یوازې پریښودل شول.
انځور: DW/D. Planertد ښځو او نارینه و له پاره جلا ځایونه
ښځې او ماشومان په بیهاچ کې نورو کمپونو ته استول شوي دي. وچیاک ته یوازې نارینه او تنکي ځوانان راوستل کیږي. د دې ځای تر ټولو وړوکی اوسیدونکی یوازې یوولس کاله عمر لري.
انځور: DW/D. Planertپولیس نیول شوي مهاجر بیرته همدې سیمې ته راولي
مهاجر پر ځکه خوب کوي. که خیمي ډکې وي نو تازه مهاجر باید بهر او د کثافاتو په منځ کې ویده شي. که څوک اروپايي ټولنې ته د تلو هڅه وکړي نو پولیس یې بیرته همدې سیمې ته راولي.
انځور: DW/D. Planertد شخصي رضاکارانو ابتکارونه
آلماني خبریال دیرک پلانرت، د مهاجرو له حاله خبر شو او ژر هغې سیمې ته ولاړ. هغه یو سیار کلینیک جوړ کړی چې په ورځ کې په کې د تر ۲۰۰ مهاجرو درملنه کیږي.
انځور: DW/D. Planertد مهاجرو له پاره طبي مرستې
یو سلوانیایي د طب مجصل اوس د رضاکار په توګه د یوه کلینیک سرپرستې کوي. د اتریش او آلمان ډاکټران د څو ورځو له پاره وچیاک ته ورغلل او په دې ځای کې یې ناروغان ولیدل. بیا وروسته دوه آلماني نرسان هم دې ځای ته د مرستې له پاره ورسیدل.
انځور: DW/D. Planertناروغان د خیمي مخې ته په انتظار دي چې درملنه یې وشي. دې سړي ایټالیا ته د تللو هڅه وکړه خو پر لاره بیا د سلوانیا د پولیسو سپي وداړه. د سلوانیا پولیسو بیا هغه د کرواسیا پولیسو ته وسپاره. دې وایي چې پولیسو وهلي او بیا یې د بوسنیا پولې ته استولی دی.
انځور: DW/D. Planertد پولیسو له خوا د تاوتریخوالي په اړه رپوټونه
دغه سړی د کرواسیا د پولیسو په یوې برقي ډنډې ټپي شوی دی. ټول مهاجر د پولیس له ناوړه چلن څخه شکایت کوي. پولیسو له ډیرو مهاجرو څخه تر اخراج مخکې آن د هغوی بوټان هم اخلي.
انځور: DW/D. Planertیوه ځوان نارینه خپل پښتورګی د ۲۰۰۰ یورو په بدل کې وپلوره چې خپلې ښځې او درو ماشومانو ته خوراکي توکي او نور اړین مواد راونیسي. ځيني پاکستاني مهاجر د افغانستان پر پوله د جګړو کیسې کوي.
انځور: DW/D. Planertپه کلینیک کې څه نا څه ۸۰ سلنه ناروغان د جلدي خارښ او یا د جلدي دانو ستونزې لري. دغه ناروغي د درملو په مرسته له منځه تلی شي خو په وچیاک کې نه. ځکه باید جامي او کمپلې پاکې شي. خو په دې کمپ کې د کالیو د پاکولو اسانتیا نه شته.
انځور: DW/D. Planertد اروپا په لور د ۱۰۰۰ یورو پورو په مقابل کې پیاده قاچاقي سفر
کرځنده تلیفونونه د مهاجرو او د هغوی د کورنیو د ارتباط یوازیني وسیلې دي. پر دې سربیره ځیرک تلیفونونه له مهاجرو سره مرسته کوي چې د اروپايي ټولنې پر لور خپله لار ومومي. خو اوس ډیری مهاجر تلیفونونه نه لري ځکه د کرواسیا پولیسو ترې اخیستي. یو مهاجر اروپايي ټولنې ته د پیاده رسیدو له پاره ۱۰۰۰ یورو او په موټر کې د تلو له پاره بیا ۳۰۰۰ یورو ته اړتیا لري.
انځور: DW/D. Planertاحتیاط وکړئ، د ماین خطر موجود دی!
د وچیاک په کمپ کې د ماینونو د ګواښ یوه لوحه نصب شوې ده. په اروپا کې د ماینونو بله سیمه له دې ځایه څه نا څه زر متره لیرې پرته ده. ماین پاکوونکي وايي چې مهاجر یې له ماینونو په ډکه سیمې کې د ګرځیدو پر مهال لیدلي دي. تر اوسه د ماین چاودنې له کبله کومه پیښه نه ده رامنځ ته شوې.
انځور: DW/D. Planert ۴۲ زره افغانانو د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي او په دې ترتیب سره د پناه غوښتنې د ټولو غوښتنلیکونو ۱۰ سلنه یې د افغانانو له خوا وړاندې شوي دي.
دغه شمیرې ښیې چې بې له فرانسې څخه په نورو ټولو هیوادونو کې د پناه غوښتنلیکونه کم شوي دي. په المان کې د پناه نوي غوښتنلیکونه ۴۳ سلنه، په ایټالیا کې ۲۵ سلنه او په هسپانیې کې ۱۳ سلنه کم شوي دي.
نږدې ټولو ونزیویلایي پناه غوښتونکو په هسپانیې کې چې ژبه یې سره یوه ده، د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي. بریتانیا له اروپایي اتحادیې څخه تر وتلو وروسته نور په دغو شمیرو کې په پام کې نه نیول کیږي.
یوازې یو پر څلورم غوښتنلیک منل شوی
د اروپايي اتحادیې د پناه غوښتنې آژانس په حواله د پناه غوښتونکو د منل کیدو کچه تر ټولو تیټې سطحې ته رسیدلې ده، یعنې له هرو څلورو ابتدایي غوښتنلیکونو څخه یو یې منل شوی دی.
په همدې منځ کې په دغو ۲۹ هیوادونو کې ډیر شمیر د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه تر ارزونې لاندې دي. د جون میاشتې په پای کې تر ۹۰۰ زرو ډیرو غوښتنلیکونو ته لا رسیدګي نه وه شوې، یا په بل عبارت د ارزونې بهیر یې نه و بشپړ شوی.
د لسیزو راهیسې له پناه غوښتونکو سره چلند د اروپا په سیاست کې یو تر ټولو زیات د بحث وړ موضوع پاتې شوې ده. اروپايي اتحادیه اوسمهال د افریقا له شمال هیوادنو سره همکاري کوي، څو اروپا ته د پناه غوښتونکو د هجوم مخه ونیسي.
د مدیترانې سمندر له لارې د پناه غوښتونکو د تیریدو هڅې چې ډیری وختونه له کوچنیو کښتیو په واسطه وي، د خونړیو پيښو رامنځته کیدو سبب کیږي.
د اروپايي اتحادیې د «دوبلين قوانين» څه دي؟
This browser does not support the video element.