1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رومانیا او بلغاریا د شینگن زون بشپړ غړي سول

ګل غوټۍ پوپل | فرانس پرس، آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۲۲, پنجشنبه

د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیرانو پریکړه وکړه چي د شرقي اروپا دوو هیوادونو ته اجازه ورکړي چي د شینگن د آزاد سفر په ساحې پوري وصل سي. اتریش چی د دغه گام مخالف دی، د رایې له ورکولو څخه ډډه وکړه.

رومانیا او بلغاریا له ۲۰۰۷م کال راهیسي د اروپايي ټولنې غړي دي او د شینگن ساحې ته د ننوتو له پاره لازم شرایط بشپړ کړي .
رومانیا او بلغاریا د شینگن زون بشپړ غړي سولانځور: Cristian Cristel/Xinhua/picture alliance

د اروپايي ټولني غړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۱۲) په بروکسل کي یو له بل سره ولیدل او د شینگن په ساحه کي یې د دوو هیوادونو بلغاریا او رومانیا داخلولو ته رایه ورکړه.

دغه پریکړه د ۲۰۲۵م کال له جنورۍ څخه نافذیږي.

د هنگري د کورنیو چارو وزیر ساندور پینتر، چي د اروپايي ټولني مشري پرغاړه لري وویل: «دا تاریخي شیبې دي چي بلاخره بلغاريا او رومانيا ته ښه راغلاست وایو.»

دغه بهیر مخکي په مارچ میاشت کي پیل سوی وو او له هغه راهیسي د اروپايي ټولني  له نوروهیوادونو سره د هوايي او سمندري سرحدونو له پاره د پاسپورتونو ارزونه پای ته ورسېده.

ولي رومانیا او بلغاریا له شینگن سره وصلیږي؟

رومانیا او بلغاریا له ۲۰۰۷م کال راهیسي د اروپايي ټولنې غړي دي او له ۲۰۱۰م کال راهیسي یې د شینگن ساحې ته د ننوتو له پاره لازم شرایط بشپړ کړي دي. سره له دې په تیرو کلونو کي بیلابیلو هیوادونو د مهاجرت  په اړه اندېښنو له امله، په دغه ساحه کي د هغوی له غړیتوب سره مخالفتونه کړي دي.

له ۲۰۲۲م کال راهیسي، اترش په ځانگړي ډول د دغې پریکړې مخالف ؤ. سربیره پردې ویانا د پنجشنبې ورځي تر رای اخیستنې مخکي اعلان وکړ چي دغه پریکړه به ویټو کړي. دا د هغي هوکړې له مخي ده چي پر اساس یې بلغاريا موافقه وکړه چي له ترکیې سره به په سرحد کي لا ډیر پوله ساتونکي ځای پرځای کړي.

دشینگن  ساحه چي پکې سرحدي کنترول نسته، په ۱۹۸۵م کال کي رامنځته سوه او په خپل ډول کي په نړۍ کي د آزاد سفر تر ټولو ستره ساحه ده. په دغه اتحادیه کي پرته له قبرس او آیرلنډ څخه د اروپايي ټولنې ټول غړي هیوادونه شاملیږي. سویس، ناروې، ایسلند او لیشتن‌ شتاین چي د اروپايي ټولنې غړي نه دي، هم د شینگن  په حوزه کي شامل دي.

ایا المان د مهاجرت له بحران سره مخ دی؟

01:13

This browser does not support the video element.

ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل