1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحاديه غواړي د پناه غوښتنې مقررات لا پسې سخت کړي

بريښنا صابر | اي پي ډي
۱۴۰۴ آذر ۱۷, دوشنبه

د اروپايي ټولنې د کورنيو چارو وزيرانو د پناه غوښتنې د قانون پر سختولو توافق کړی. په دې توګه د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه د هغو کسانو د پناه غوښتنې عريضې هم ردولی شي کله چې هغوی د خوندي دريمګړي هېواد له لارې سفر کړی وي.

په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو وزيران د پناه غوښتنې د سياست په اړه سلا مشورې کوي.
د اروپايي اتحادیې د کورنيو چارو وزيرانو د پناه غوښتنې د قانون پر سختولو توافق کړی دی. په دې توګه د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه د هغو کسانو د پناه غوښتنې عريضې هم ردولی شي کله چې هغوی د يوه خوندي دريمګړي هېواد له لارې سفر کړی وي. انځور: Dursun Aydemir/Anadolu Agency/IMAGO

 د پناه غوښتنې د سياست په اړه دا او نورې پريکړې په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو وزيرانو په غونډه کې وشوې.

د دوشنبې په ورځ پر دې دوو مرکزي تدابیرو باندې توافق وشو: په اصطلاح د خوندي دريمګړي هېواد مفهوم ته بيا کتنه او د خوندي مبدا يا اصلي هېوادونو د يوه ګډې نوملړ چمتو کول. دا لومړی ځل دی چې د خوندي مبدا هېوادونو يو ګډ نوملړ برابريږي څو د دوسیو د بررسۍ پروسه چټکه کړل شي.

د ډنمارک د کورنيو چارو وزير راموس ستوکلوند، وويل: «هر کال په لسونو زره کسان اروپا ته راځي او د پناه غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې هغوی له خوندي هېوادونو سره تړاو لري.»

اړونده موضوع: مهاجرت او پناه غوښتنه؛ په آلمان کي د مهاجرت سياست کوم لور ته روان دی؟

ډنمارک دمګړۍ د اروپايي اتحادیې د شورا دوره يي مشرتوب پر غاړه لري. ستوکلوند، وويل چې د نویو مقرراتو هدف دا دی چې د پناه غوښتنې پروسې چټکه او اغیزناکه شي.

په راتلونکي کې به د اروپايي ټولنې غړي هېوادونو د پناه هغه غوښتنې په اسانۍ سره رد کړای شي کله چې په يوه غیر اروپايي دريمګړي هېواد کې د پناه امکان موجود وي.

د غوښتنليک وړاندې کوونکي او دريمګړي هېواد تر منځ اړيکه هم نوره لازمي نه ده. د متبادل تصور په توګه دا هم صدق کوي چې کله يوه پناه غوښتونکي د دريمګړي هېواد له لارې سفر کړی وي او يا د پناه غوښتنې د عريضو د بررسي کولو په اړه يو تړون موجود وي.

دا وړاندیز د دې اجازه هم ورکوي چې په اصطلاح د بيرته استولو مرکزونه په دريمګړو هېوادونو کې رامنځته کړل شي.

د نويو مقرراتو پر اساس پناه غوښتونکي هغو هېوادونو ته اخراجيدلای شي چې هیڅکله یې هم هلته سفر نه وي کړی. هغه پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنه یې رد شوي وي، مجاز نه دي چې په پر دې پريکړې د اعتراض پر وخت په اتوماتیک ډول په اروپايي ټولنه کې پاتې شي.

د خوندي مبدا هېوادونو ګډ نوملړ

اروپايي اتحاديې په لومړي ځل د خوندي مبدا يا اصلي هېوادونو يو ګډ نوملړ په نظر کې نيولی دی. په دې نوملړ کې مصر، مراکش، تونس، هند، کوسوو، بنګله ديش او کولمبيا شامل دي.

د اروپايي ټولنې د کورنيو چارو وزيرانو د پريکړې پر اساس به د دې هېوادونو څخه د راغلو پناه غوښتونکو له پاره د چټکې پروسې امکان موجود وي لکه پر پوله او يا د ترانزيت په برخو کې.

د هغو هېوادونو د عريضه کوونکو له پاره هم چې په اروپايي ټولنه کې شامليدو ته نوماند دي، تر څو په دغو هېوادونو کې جګړه او يا له بشري حقونو څخه د ناوړه سرغړونو خطر موجود نه وي، د هغوی اصلي هېوادونه خوندي هېوادونه دي.

د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه اوس بايد په دې تړاو د اروپايي ټولنې له پارلمان سره پر يوې نهايي قانوني پریکړې باندې توافق ته ورسیږي. 

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب