1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرويشيا د شينګن ساحې برخه شوه، خو بلغاريا او رومانيا رد شول

۱۴۰۱ آذر ۱۸, جمعه

د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو د داخله وزيرانو په کنفرانس کي په شينګن کي د کرويشيا پر غړيتوب توافق وشو. خو د بلغاريا او رومانيا اړونده درخواستونه رد شول.

Warteschlange am Grenzübergang Macelj zwischen Kroatien und Slowenien
انځور: Stipe Majic/AA/picture alliance

په بروکسل کي د اروپايي اتحاديې د ۲۶ غړو هيوادونو د کورنيو چارو وزيرانو پر دې توافق وکړ چي کرويشيا د شينګن ساحې برخه وګرځوي. دا پرېکړه د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د دسمبر ۹) د رايو په اتفاق سره وشوه. بلغاريا او رومانيا هم د شينګن ساحې د غړيتوب له پاره درخواست ورکړی وو، خو د هالنډ او اتريش هيوادونو د مخالفت له کبله د يادو دوو لېوال هيوادونو پر غړيتوب توافق رامنځته نه شو.

د اتريش صدراعظم کار نېهامر لږ وخت مخکي دا خبره په ډاګه کړې وه چي د رومانيا او بلغاريا سره د سرحدي کنټرول له منځه وړل دمګړی هيڅ امکان نه لري. نېهامر د خپل ياد دريځ په استدلال کي وويل چي ډېر زيات غير ثبت شوي مهاجر ورته رسيږي.

هسپانيه: په مؤقتي توگه د شنگن تړون ځنډوو

له بله اړخه د هالنډ مخالفت و بلغاريا ته د غړيتوب ورکولو پر ضد وو. د هالنډ لومړي وزير مارک روته د خپل هيواد د دريځ په استدلال کي وويل چي د بلغاريا د غړيتوب پر وړاندي حقوقي تحفظات لري.

بېربوک پر ويانا انتقاد وکړ

د آلمان د کورنيو چارو وزيري انالېنا بېربوک د اتريش پر دريځ انتقاد وکړ او هغه يې ناهيله کوونکی وباله. هغې وويل: «دا چي د اتريش د وېټو له کبله دغه فيصله مسلطه کړل شوه، زما په فکر د اروپايي سياست او جيو ستراتيژيک اړخه ناسم کار دی.» د آلمان د زرغون ګوند سياستوالي بېربوک دا څرګندوني د آيرلنډ د سفر پر وخت وکړې.

د بېربوک په وينا هغې او د آلمان حکومت تر آخري دقيقې پوري د تليفون له لاري هلي ځلي وکړې چي بلغاريا او په زياته رومانيا د شينګن ساحې برخه وګرځول شي. هغې زياته کړه چي که يادو دوو هيوادونو ته هم د اروپا له پاره په «يو ډېر سخت دغه کال» کي د شينګن ساحې غړيتوب ورکړل شوی وای نو به دا د اروپا د لا ژورېدو لامل شوی وای.

د اروپايي اتحاديې کميسيون د درو واړو کانديدانو ملاتړ کاوه

د اروپايي ټولنې کميسيون تر آخره پوري پر دې ټينګار کاوه چي د کرويشيا تر څنګ بايد بلغاريا او رومانيا ته هم بايد د شينګن ساحې غړيتوب ورکول شي. ياد کمېسيون د نوامبر مياشتي په نيمايي کي ويلي ول چي که ياد درې هيوادونه د شينګن ساحې برخه وګرځي نو دا به نه يوازي دا چي اروپايي اتحاديه به لا خوندي او جذابه کړي، بلکي د لا زياتي اقتصادي خوشالۍ لامل به شي.

ياد درې واړه هيوادونه اوس لا په جزوي توګه د شينګن په اصولو مکلف دي خو پر خپلمنځي پولو  يې کنټرول تر اوسه لا نه دی ليري کړل شوی.

د شينگن ساحې په اړه دغه معلومات بايد ولرئ

کرويشيا د زياتو اروپايانو له پاره د استراحتځي په توګه ډېر جذاب دی. دغه هيواد ته له بيلو اروپايي هيوادونو څخه هر کال ډېر سېلانيان ورځي. سږکال په دوبي کي لا د دغه هيواد پر سرحد د موټرو د قطارونو ډېر اوږده ترافيکي بندښتونه رامنځته شوي ول. دا چي اوس دغه هيواد د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ مياشتي څخه په رسمي توګه د شينګن ساحې غړی ګرځي، نو به يې د نوي کال له پېل څخه د شينګن د نورو غړو هيوادونو سره پر پولو کنټرول نور نه کيږي. خو پر هوايي ډګرونو به د مارچ له مياشتي کنټرول له منځه ولاړ شي. دغه هيواد له راتلونکي کال څخه د يورو پولي واحد برخه هم ګرځي او په دې توګه يورو خپله پيسه ګرځوي.

د شينګن ساحې د غړو هيوادونو پر خپلمنځيو پولو کنټرول نه کيږي او پکښي تګ راتګ آزاد دی. دغه تړون په ۱۹۸۵م کال د لوکزامبورګ په شينګن نومي سيمه کي لاسليک شو او د اروپا د ادغام له پاره يو مهم اقدام بلل کيږي.

هغه بهرنيان چي د دغې ساحې له غړو څخه د يو غړي هيواد ويزه ولري، نو هغه کولای شي چي نورو ټولو هيوادونو ته هم سفر وکړي. رومانيا او بلغاريا له ۲۰۱۱م کال راهيسي په دغه ساحه کي و غړيتوب ته په انتظار دي.

آ./ا.ا./ن.ز.
 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل