1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولنې د حجاب د پلوۍ کمپاين غبرګونونه راپارولي دي

۱۴۰۰ آبان ۱۴, جمعه

د تبعيض ضد او په ټولنه کې د تنوع له دلايلو سره پېل شوی د حجاب په پلوۍ يو کمپاين په فرانسه او د اروپا په نورو برخو کې تر سختو نيوکو وروسته ځنډول شوی دی. دغه کمپاين قسماً د اروپايي ټولنې له خوا تمويليدی.

Kampagne gegen antimuslimische Diskriminierung

په اروپا کې د ښځو حجاب يا پوړني پر سر کولو د پلوۍ دا کمپاين په ټوله اروپا کې د بشري او مدني حقونو د «کونسل آف يورپ» په نوم ټولنې پېل کړی وو.

د دې کمپاين موخه دا وه چې په اروپايي هيوادونو کې ټولنیزه تنوع وهڅوله شي او ښځې د دې آزاد حق ولري چې پوړنی پر سر کړي.

ځوانې اروپايي مسلمانانې وايي چې د اروپايي ټولنې له خوا د حجاب په پلوۍ په لاره اچول شوي دې آنلايني کمپاين له منځه وړولو پريکړه «پر بشري حقونو بريد دی.»

په اروپا کې مسلمانو ځوانانو او محصلينو ټولنو له خوا ویل شوي: «پر دې ډول يوه حياتي کمپاين بريدونه په يوه داسې پراخه فضا کې ترسره کیږي چې د مدني حقونو له پاره ځای وار په وار کميږي او په حکومت کې نقش لرونکي د بيان آزادي کله چې د دوی پر سياسي اجنډا برابره نه وي، محدوده او له منځه یې وړي.»

د دې کمپاين په ترڅ کې په خپرو شويو تويتري پېغامونو کې دوې ښځې ليدل کيږي چې د يوې ويښتان ليدل کيږي او بلې پوړنی پر سر کړی دی. د دې دواړو ښځو د عکسونو سره له ليکل شويو شعارونو څخه یې يو دا دی: «ښکلا خو په تنوع کې ده هماغسې لکه د پوړني پر سر کولو کې چې هم آزادي نغښتې ده.»

د حجاب په پلوۍ دا کمپاين په ځانګړي توګه په فرانسه کې له سختو غبرګونو سره مخامخ شوی دی. د فرانسې د ځوانانو وزيرې ساره الحيري د ایل سي آې تلويزيني شبکې ته وويل چې دغو انځورونو ما ته «ژور ټکان» راکړ. هغې وويل چې «فرانسې له دې کمپاين سره شديد مخالفت څرګند کړی دی.»

د اروپايي ټولنې د تبعيض ضد څانګې له خوا چې د دې کمپاين نظارت کوي، ويل شوي: «دغه تويتري پېغامونه پاک شوي دي او موږ د دې پروژې په ښه توګه د وړاندې کولو له پاره پر نویو لارو چارو غور کوو.»

ولې د حجاب په پلوۍ دغه پوستونه لغوه شوي؟

د اروپايي کونسل په نوم ټولنې عمومي مشرې ماريه پژينوويچ بوريک د يوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دا کمپاين «يوه فردي نظر منعکسوي چې د دې کمپاين په يوه ورکشاپ کې یې برخه اخيسته وه او د اروپايي کونسل ټولنې د دريځ استازيتوب نه کوي.»

د نوموړې په حواله په اروپا کې د مسلمانو ځوانانو او محصلينو ټولنې له ځينو نورو مسلمانو او غير مسلمانو ټولنو سره به په ګډه د دې کمپاين برخه وې.

د اروپا د ځوانانو او محصلينو د ټولنې مشر هاندې تانر وويل: «دا يو بل مثال دی چې څرنګه د مسلمانو ښځو حقونه د هغوی له پاره چې د آزادۍ، مساوات او خپلواکۍ د ارزښتونو د دفاع ادعا کوي، هیڅ وجود نه لري.»

د اروپايي ټولنې کمېسیون له خوا چې د اروپا کونسل په نوم ټولنه دا پروژه قسماً تمويلوي، ويل شوي دي چې د کمپاين بصري عناصر د دوی له خوا «نه دي تائيد» شوي او زياته کړې يې ده چې د ورکړل شوي بوديجې د يوې برخې پر بيرته اخیستو هم غور کوي.

په داسې حال کې چې په اروپا کې بحث پر دې راڅرخي چې د پوړني پر سر کول د ښځو حق دی، د اسلامي نړۍ په يو شمير هيوادونو کې یې پر پرسر کولو ټینګار کيږي لکه په ايران، سعودي عربستان، افغانستان او ځينو نورو هيوادونو کې.

د بیلجيم يوه محافظه پال سياستوال تيو فرانکن د اروپايي ټولنې دې کمپاين ته په غبرګون کې په ډېرو اسلامي هيوادونو کې د پوړني پر سر کولو مکلفيت ته په اشارې سره ويلي: «د سوماليا، نايجيريا، بورکينا فاسو او افغانستان د میليونو نجونو څخه وپوښتئ [چې آیا حجاب آزادي ده.]

سویس کې پر برقعې د بندیز پريکړه شوې

فرانسه چې د ۲۰۲۲م کال په اپريل میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته چمتوالی نيسې، دې کمپاين پکې تر ټولو ډېر غبرګون راپارولی. د منځني ښی اړخه جمهوري غوښتونکي ګوند د ولسمشريزو ټاکنو کانديد ميشل بارنير د دې کمپاين په اړه خپل انتقادي غږ پورته کړی دی.

فرانسه د اروپا هغه هيواد دی چې تر ټولو ډېر مسلمانان چې شمیر یې ۵ ميليونو ته رسيږي، پکې ژوند کوي. د اسلامپالو له خوا د بريدونو تر لړۍ وروسته لکه د ۲۰۱۵م کال په نوامبر مياشت کې د پاريس بريد، په دغه هيواد کې له اسلام څخه وېره په څرګند ډول ډېره شوې ده.

په ۲۰۱۸م کال کې د فرانسې په ګډون په بیلجيم، اتریش، ډنمارک او بلغاريا کې د مخ پر پټولو بندیز ولګول شو.

آیا په اروپا کې پر حجاب بندیز دی؟

د ۲۰۲۱م کال په جولای مياشت کې د اروپايي ټولنې محکمې پريکړه وکړه چې هغه ښځې چې د دندې په ترڅ کې یې کار له عموميت سره وي، د حجاب د نه ليرې کولو په صورت کې له دندې ګوښه کيدلی شي.

محکمې دا پريکړه د آلمان د دوو قاضيانو د غوښتنې په ځواب کې کړې وه چې د دوو هغو کار فرمايانو په حق کې یې پريکړه کړې وه چې خپلې دوې کارکوونکې یې د حجاب د نه لیرې کولو له کبله له دندې ګوښه کړي وې. يوې په يوه مغازه او بلې له ماشومانو سره کار کاوه.

ب. ص/ ن. ز (Jack Parrock)

زموږ له آرشيف څخه:

په اندونیزیا کې ولې یوې ښځې حجاب لیرې کړ؟

03:53

This browser does not support the video element.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل