1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه: د کډوالو په هکله له طالبانو سره تماس لرو

احمد حکيمي | اسوشیتید پریس خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۲۹, سه‌شنبه

اروپايي ټولنې ويلي دي چې د افغان کډوالو د اخراج په هکله په افغانستان کې له طالبانو سره په اړیکه کې دي او غړي هیوادونه هڅه کوي چې افغانستان ته د رد شویو افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه کړي.

Deutschland München 2025 | Europaflagge weht vor blauem Himmel
انځور: Matthias Balk/dpa/picture alliance

اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو له له واکمن حکومت سره يې «ابتدايي اړيکې» ټینګې کړي دي، څو د غړیو هیوادونو له لوري د هغو افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شي چې په دغه ټولنه کې د پاتېدو حق نه لري.

د اروپايي ټولنې له لوري دغه اعلان داسې مهال شوی دی چې په افغانستان کې طالبان د بشري حقونو د نقض له کبله په نړیواله کچه منزوي شوي دي. د اروپايي ټولنې غړیو هیوادونو له بروکسل څخه غوښتنه کړې ده چې افغانستان ته د رد شویو افغان کډوالو د لړۍ د چټکولو له پاره له طالبانو سره ګډ کار وکړي.

د اروپايي کمېسيون وياند مارکوس لامرت، په بروکسل کې خبريالانو ته وويل چې د دغي ټولنې د کمېسيون اجرائيوي څانګه هڅه کوي د غړو هېوادونو ترمنځ په دې برخه کې همغږي رامنځته کړي. لامرت خبریالانو ته وویل: «د روان کال په لومړیو کې مو د افغانستان له اوسنیو حاکمانو سره د تخنيکي کچې په سطحه ابتدايي اړيکې پيل کړې دي.»

طالبان له ۲۰۲۱ کال راهيسې، کله چې د امريکا په مشرۍ له افغانستانه بهرني ځواکونه ووتل، بیا ځلې واک ته ورسیدل او واک ته په رسیدو یې په افغانستان کې د اسلامي قانون د شدیدې بڼې پلي کول پیل کړل چې له کبله یې حکومت په نړیواله سطحه منزوي شوی دی.

خو په هغه يوه ليک کې چې د بلجيم هیواد په نوښت ليکل شوی و، د اروپايي ټولنې شلو غړو هېوادونو د اروپايي ټولنې له کمېسيون څخه وغوښتل چې د هغو افغانانو د داوطلبانه او جبري بېرته لېږلو زمينه برابره کړي چې د اروپايي ټولنې په غړو هیوادونو کې د پاتېدو حق نه لري.

د بلجيم د مهاجرت وزيرې انلين فان بوسويټ، په یوه خپاره شوي بیان کې ویلي: «موږ نه شو کولی په غير منظمه توګه کډوال شوي افغان وګړي بېرته [افغانستان] ته ولېږو، ان که محکمې یې د اخراج پرېکړه هم وکړي.»

هغې په دغه اعلامیه کې زياته کړې: «دا د پناه غوښتنې پر تګلارې د عامه خلکو باور کمزوری کوي او زموږ ګډ امنيت اغېزمنوي. اوس د دې وخت دی چې اروپا په ګډه عمل وکړي.» دغه متن د نورو هیوادونو ترڅنګ د اتريش، جرمني، يونان، ايټاليا، هالند، ناروې، پولنډ او سوېډن له خوا هم لاسليک شوی دی.

د اروپايي اتحادیې د «دوبلين قوانين» څه دي؟

01:37

This browser does not support the video element.

په اروپايي ټولنه کې د مهاجرت سیاست

له دغو اروپايي هیوادونو ډېری یې هغه هیوادونه دي چې د مهاجرت سیاست یې د سخت دريځو سیاستوالو او ګوندونو په لاس کې انګیرل کیږي او غواړي په خپلو هیوادونو کې د کډوالۍ په هکله پراخ محدودیتونه وضع کړي.

په ډېرو اروپايي هیوادونو کې د کډوالو په هکله عامه ذهنیت او افکار هم د بدلیدو په حال کې دي چې له کبله یې په یو شمیر هیوادونو کې ښی اړخه سخت دریځه او د کډوالو ضد سیاستوال رامخې ته شوي دي.

د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې، له هغو کسانو څخه چې د بېرته ستنېدو امر ورته شوی، له ۲۰ سلنې لږ کسان یې خپلو اصلي هېوادونو ته لېږل شوي دي.

د سوېډن د مهاجرت وزير يوهان فورسيل، تېره اوونۍ اسوشیتید پریس خبري آژانس ته په يوه مرکه کې وويل چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه کولی شي د افغانانو د بېرته لېږلو له پاره د اروپا په کچه ګډې سرچینې استفاده کړي. هغه وويل: «کېدای شي افغانستان ته په ګډه پروازونه تنظیم شي.» هغه زياته کړه چي «د اروپايي ټولنې يو ټيم په کابل کې په دې هکله تخنيکي خبرې کړې دي.»

فورسيل یادې رسنې ته په خپلو خبرو کې زياته کړې: «موږ بايد دلته ګډې حل لارې پيدا کړو.» اروپايي ټولنه په افغانستان کې خپل ديپلوماتيک حضور لا هم ساتلی دی، خو تماسونه يې محدود دي او يوازې د ځينو برخو لکه بشري مرستو پورې دغه اړیکې محدودې پاتې شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل