1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ظریف اروپایې اتحادیه د ایران او امریکا منځګړیتوب ته رابللې

۱۳۹۹ بهمن ۱۴, سه‌شنبه

جواد ظریف له سي ان ان تلویزون سره په مرکه کې ویلي چې اروپايي اتحاديه کولی شي اټومي تړون ته د ستنیدنې په برخه کې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي. د هغه په خبره دواړه خواوې کولی شي لومړی ګام هم مهاله پورته کړي.

Indien Irans Außenminister Mohammed Dschawad Sarif in Neu-Delhi
انځور: Reuters/A. Fadnavis

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د سي ان ان شبکې سره په خبرو کې ویلي دي چې اروپایي اتحادیه کولی شي چې د اټومي موافقې په برخه کې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي.

د ظریف په خبره د اروپایي اتحادیي د بهرني سیاست مسئول جوزپ بورل کولی شي اتومي موافقې ته د بیرته راګرځیدو په برخه هم غږي رامنځته کړي.

د سي ان ان خبریالې کریستین امان پور، چې دا مرکه یې کړې ده له ظریف څخه پوښتنه وکړه چې کوم لوری باید اټومي تړون ته د بیرته ستنیدنې په برخه کې لومړی ګام پورته کړي، ایران که امریکا؟ د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ځواب کې وویل «اړین ګامونه کیدای شي هم مهاله او په هغږۍ سره واخیستل شي او دا کار کیدای شي د بورل له خوا هدایت شي.»

ظریف دا د هغه کار یوه برخه وبلله چې جوزپ بورل یي د اټومي موافقې د ګډ کمیسیون د همغږې کوونکي په توګه ترسره کوي. د ښاغلي ظریف په خبره بورل کولی شي تشریح کړي چې کوم ګامونه باید د امریکا او کوم د ایران له خوا اخیستل شي.

ظریف تر یوې ورځې په کمه موده کې د ایران له لوري په لوړ غلظت کې د یورانیمو د غني کولو بهیر درول ممکن وباله، په دې شرط چې امریکا هغه بندیزونه لغوه کړي چې د ترمپ له خوا لګول شوي او بیرته د ۲۰۱۵م کال موافقې ته ستنه شي.

د بایدن حکومت ویلي دي هغې موافقې ته د بیرته ستنیدو اراده لري چې ترمپ ترې په ۲۰۱۸م کال کې وتلی وو، په دې شرط چې ایران د هغې موافقې تعهداتو ته بیرته ستون شي.

ایران له ۲۰۱۹م کال راهیسې په څو پړاونو کې خپلې ژمنې ماتې کړې او اوسمهال د ۲۰ سلنه یوارنیمو د غني کولو او د یورانیمو د فلز د جوړولو په حال کې دی چې دا دواړه د اټومي موافقتنامې په اساس منع دي.

همدارنګه د ایران د اسلامي شورا مجلس د مصوبې له مخې د بندیزونو د دوام په صورت کې، حکومت باید د اټومي انرژۍ د بین المللي آژانس څارونکو ته د ایران د اټومي انرژۍ له تاسیساتو څخه د څارنې اجازه ورنه کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي دي چې لومړی ګام باید امریکا پورته کړي، ځکه دا واشنګټن وو چې له موافقې څخه وتلی دی.

دویچه ویله: ش.ن/ ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل