آيا په اروپا کي هرچا ته غير مشروط بنيادي معاش ممکن دی؟
۱۳۹۹ آذر ۱۰, دوشنبهد ځينو کسانو په فکر د «بې قيد او شرطه بنيادي معاش» مفکوره به په اروپا کي يو نوی سوسيال يا ټولنيز انقلاب رامنځ ته کړي. د دغه معاش پلويان هم په ښی اړخي سياست او هم په کيڼ اړخي سياست کي موجود دي. خو دغه مفکوره شخړيزه ده. يو اروپايي ولسي غورځنګ له اروپايي اتحاديې څخه غوښتنه کوي چي پر دغه موضوع بحث وکړي.
په آلمان کي د «بنسټيز معاش» په نوم يوه پروژه فعاله ده چي غواړي د ۲۰۲۱م کال په لومړۍ ربعه کي يو غير عادي پروګرام پېل کړي. په ټوليزه توګه شاوخوا دوو ميليونو انسانانو په دغه پروګرام کي د برخه اخيستلو له پاره غوښتنليکونه لېږلي دي. د دغه پروګرام په ترڅ کي به ۳ کاله پرله پسې ۱۲۲ منتخب سوو کسانو ته هره مياشت بې له قيد او شرط څخه ۱۲۰۰ يورو ولېږل کيږي.
د اقتصادي څېړنو له پاره د آلمان انستيتيوت (DIW) او د «زما بنسټيز معاش» په نوم ټولنه غواړي د ياد پروګرام په مرسته پر دې تحقيق وکړي چي د بې له قيد او شرطه بنيادي معاش پر ټولنه څه ډول اغېز کوي.
ټولو ته ورکول کيږي خو ټول نه مستفيد کيږي
د دغه تحقيق او پروګرام مسئول مشر او د (DIW) کارپوه، يورګن شُپ وايي: «دغه پروګرام او تحقيق زموږ له پاره يو لوی چانس ځکه دی، چي موږ د بې قيده او شرطه بنسټیز معاش پر سر له درو کالو راهيسي مباحثې کوو، خو اوس يې ټولنيز حقيقت معلومولای سو.»
دغه کارپوه زياتوي: «موږ غواړو چي معلوم کړو چي ايا د غير مشروط بنسټيز معاش ورکول به په اوږدمهاله توګه د اړونده کسانو په احساس او عمل کي ښکاره او د اندازه کولو وړ تغيرات رامنځ ته کړي که نه.»
د غيرمشروط معاش مفکوره په اصل کي ډېره ساده ده: هر انسان ته هره مياشت د دولت له خوا معين سوی مقدار معاش ورحواله کيږي. دا فرق نه کوي چي معاش تر لاسه کوونکو څوک دی يا څه کوي يا يې نه کوي.
د ټولنيزو مرستو په پرتله بنسټيز معاش نه کميږي، نه زياتيږي او نه مشروط کيږي. د دې تر څنګ د دغه معاش ترلاسه کوونکي هيڅ مکلف نه دي چي په بدل کي يې يو څه وکړي. د دغه معاش تر لاسه کوونکي اجازه لري چي تر څنګ يې کار هم وکړي او د کار له لاري نوري پيسې وګټي.
دا چي په کوم اروپايي هيواد کي به د هر کس پر سر کوم مقدار معاش ته اړتيا وي، په هکله يې بېلي څېړني سوي دي. د آلمان د اقتصادي څېړنو انستيتيوت او د بنسټيز معاش د ټولنې له خوا په پېلېدونکي پروګرام کي ۱۲۰۰ يورو مياشتنی معاش په پام کي نيول سوی دی چي د زياتو آلمانيانو په فکر هغه مقدار پيسې دي چي اوسطا ورته په آلمان کي د ژوند کولو له پاره اړتيا وي.
دا چي دولت به د خپل هيواد اوسېدونکو ټولو وګړو ته د دغه غير مشروط معاش ادا کولو امکانات څنګه برابروي، د دې له پاره بېل تيوريتيکي ماډلونه وړانديز سوي دي. د بېلګي په توګه د دغه معاش د په اقتصادي توګه برابرولو له پاره بايد ماليې لوړي سي.
د اکثرو وړانديز سوو طرحو له مخي به بنيادي معاش د دې لامل سي چي په ټولنه کي هغه کسان چي ډېر کم معاش لري تر پخوا زيات معاش ولري، منځنی قشر به د پخوا په شان معاش ولري او لوړ قشر به تر پخوا کمي پيسې ولري.
د بنسټيز معاش يو مقصد دا بلل کيږي چي په اروپا کي پېوستون پياوړی کړل سي. اوس يو اروپايي غورځنګ په بيلو اروپايي هيوادونو کي د لاسليکونو په راټولولو پېل کړی دی چي غواړي په دې توګه اروپايي ټولنه د بنسټيز معاش موضوع او امکانات وڅېړي.
د اروپايي اتحاديې په بيلو غړو هيوادونو کي په سيمه ايزه توګه بېلي پروژې د بنيادي معاش پر طرحه کار کوي. خو دغه ټولې پروژې او څرنګوالی يې زښت ډېر مختلف او جلا دي. د فنلاند حکومت پر دغه موضوع يو روان پروګرام تمديد نه کړ او استدلال يې دا وو چي ګواکي هغه کسان چي ورته په غير مشروطه توګه بنسټيز معاش حواله سوی وو، عمل او فکر يې هغسي لکه چي ورته هيله کېدله تغير ونه خوړی.
د غير مشروط بنسټيز معاش د مفکورې تنقيد کوونکي وايي چي که هر څوک په دې پوه سي چي بنيادي اړتياوي يې د بنسټيز معاش په مرسته پوره کيږي، نو ښايي په زياته هغه کسان چي په کم معاش او سختو کارونو لکه کار کوي، نور په دغو ساحو کي کار کولو ته زړه ښه نه کړي او د بېلګي په توګه د مريضانو او زړو انسانانو د مراقبت او د ټولنې له پاره نور مهم کارونو کولو ته به اړين شمير کسان زړه ښه نه کړي.
م.ب./ا.ا./ن.ز.