1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر: راباندي د رشوت تور لگول به د اروپا سره اړيکي متاثره کړي

۱۴۰۱ آذر ۲۷, یکشنبه

قطر وايي چي پر ضد يې د رشوت تورونه او اروپايي پارلمان ته د دغه خليجي هيواد لاسرسی ځنډول له اروپا سره د اړيکو او د طبعي ګازو لېږد ته ګواښ جوړولای شي. شکونه شته چي قطر اروپايي استازو ته رشوت ورکړی و.

EU Parlament | Korruptionsfall
انځور: AFP

بلجيم د هغو تورونو په هکله پلټنې پېل کړي دي چي له مخي يې د قطر هيواد چارواکو په احتمالي توګه د اروپايي پارلمان غړو ته رشوت ورکړی و. خو د قطر هيواد د يکشنبې يا اتوار په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د دسمبر ۱۸ نېټه) خبرداری ورکړ چي پر ضد يې د رشوت ورکولو په تور پلټنې او و اروپايي پارلمان ته د دغه هيواد د لاسرسي ځنډول کېدل به يې پر اړيکو او د طبعي ګاز پر لېږد «منفي اغېزې» ولري.

د قطر د دپلوماتانو له خوا د يکشنبې په ورځ په خپره شوې اعلاميه کي د بلجيم هيواد پر چارواکو تنقيد شوی دی. په اعلاميه کي پر دې ټينګار شوی چي «غير دقيق» معلومات استعمال شوي دي.
«د اروپا پارلمان مرستيالې په پيسو ډکې بوجۍ او بکسونه لرل»

د اروپا په پارلمان کي د اېوا کايلي په نوم استازې تر څنګ درې نور کسان په دې تورن کړل شوي دي چي رشوت يې اخيستی دی. دا د هغه وروسته چي د چاپو په ترڅ کي لږ تر لږه ۱،۵ ميليون يورو نغدي پيسې ورڅخه ونيول شوې.
شک کيږي چي نيول شوي پيسې به د خليجي هيواد قطر سره اړيکه ولري. د اروپا پارلمان تېره اونۍ غوښتنه وکړه چي دغه ادارې ته دي د قطر لاسرسی وځنډول شي.

د اروپايي پارلمان برطرفه کړل شوې يونانۍ مرستيال رئيسه اېفا کايليانځور: Eric Vidal/AFP

د قطر په تړاو دغه افتضاح په داسي وخت کي رابرسېره کيږي چي د اروپايي اتحاديې يو شمېر هيوادونه په دې هڅه کي دي چي له قطر څخه مايع ګاز ترلاسه کړي. قطر هغه هيواد هم دی چي په افغانستان کي د طالبانو د پر واک راتلو سره يې د غربي هيوادونو سره مرسته وکړه چي خپل اتباع له افغانستان څخه راوباسي.
 

د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور په حواله د قطر يو دپلومات څرګندوني خپرې کړي دي. هغه ويلي چي مخکي له دې چي په محکمه کي قضيه څېړل شوې او فيصله شوي وي، پر قطر د داسي تبعيضي محدوديتونو لګول چي ديالوګ محدود کړي، دا به د انرژۍ د نړيوال کمښت په تړاو پر بحثونو او د انرژۍ پر تامين منفي اغېزې ولري.
د اروپا پارلمان مرستیاله نیول سوې ده

په اعلاميه کي راغلي دي چي قطر د ورباندي لګول شوو تورونو په هکله آګاه دی او دا چي حکومت يې په کلکه سره ورباندي لګول شوي دغه تورونه ردوي.
 

په اعلاميه کي راغلي: «قطر يوازنی اړخ نه و چي په دغه پلټنه کي يې نوم راغلی دی خو د هغه باوجوده صرف پر همدغه هيواد تنقيد شوی او هغه هدف ګرځول شوی دی.» د رسنيو د راپورونو له مخي په پلټنه کي د مراکش هيواد لېوالتياوي هم تر غور لاندي دي.
 

د قطر له خوا خپره شوې اعلاميه کي راغلي: «موږ دغه اونۍ په ډېرې اندېښنې سره د دې شاهد وو چي زموږ پر هيواد په هدفمندانه توګه قضاوت وشو.»
 

د بلجيم څارنوالان وايي چي په تيرو لسو ورځو کي يې د چاپو او اشخاصو د نيونو لړۍ د هغه وروسته پېل کړه چي مخکي يې د اروپايي اتحاديې په پارلمان کي د اختلاس پر قضيه تقريبا يو کال پلټنې رواني کړي وې.
قطر او چین د اوبلن ګاز یو اوږدمهاله تړون امضا کړ

قطر په خپله اعلاميه کي خواشيني ښودلې ده چي په وينا يې د بلجيم حکومت د قطر د حکومت سره د حقايقو په موندلو کي د همکارۍ او ګډ کار لپاره هيڅ هڅه نه ده کړې. په وينا يې دا وروسته له هغه چي دغه هيواد د تورونو په هکله خبر شوی دی. په اعلاميه کي د بلجيم سره پر «نژدې اړيکو» هم ټينګار شوی دی. زياته شوې چي د کرونا پانديمي پر وخت او د مايع ګاز د رسوونکي په توګه دواړه ملتونه همکار پاته شوي دي.
 

د يونان سره تړاو لرونکې او د اروپايي پارلمان د رياست مرستياله کايلي د پارلمان غړيتوب لغوه کړل شوی او پر هغې تور لګول شوی چي د درو نورو ملزمانو سره يې په ګډه داسي مجرمه ډله جوړه کړې وه چي په اداري فساد او د تورو پيسو د سپينولو په کارونو کي ښکېله وه. د دغې قضيې په تړاو پلټنې لا ادامه لري.
 

آ./ا.ا./ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب