1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه له افغانستان سره د ميليونو يورو مرسته کوي

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۳ شهریور ۵, دوشنبه

يونيسف خبر ورکړی دی چې اروپايي اتحاديه د خوارځواکه افغان ماشومانو د درملنې او د زده کړو له برخې سره ۱۳ ميليون يورو مرسته کوي. دې بنسټ ويلي دي چې له دې مرسته څخه به تر ۷۸ زره ډېر ماشومان ګټه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو په حواله د افغانستان نږدې نيمايي نفوس پر بشري مرسته تکیه کوي.
د يونيسف په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې له دې مرستو څخه به ۷۸ زره هغه ماشومان مستفيد شي چې تر بيړنيو شرايطو لاندې ژوند کوي.انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې (يونيسف) د يکشنبې په ورځ د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې له افغانستان سره یې د خوارځواکۍ د درملنې او زده کړې د برخې له پاره د ۱۳ میليون يورو مرسته کړې ده.

د يونيسف په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې له دې مرستو څخه به ۷۸ زره هغه ماشومان مستفيد شي چې تر بيړنيو شرايطو لاندې ژوند کوي.

يونيسف ويلي دي چې په دې مالي مرسته یې ۶۲ زره کارتنه اماده شوي خواړه رانيولي او د هغو ماشومانو چې لا پنځه کلن شوي نه دي، د شديدې خوارځواکۍ د درملنې له پاره به ۱۶۰۰ روغتيايي کارکوونکو ته روزنه ورکړل شي.

په دې خبرپاڼه کې پر دې سربیره دا هم راغلي دي چې يونيسف به د دې مرستې پر مټ په ۲۷۵ درسي ټولګيو کې د زده کړو کيفيت ښه کړي څو ۹۵۰۰ ماشومان چې ۶۱ سلنه یې نجونې دي، وکولای شي لومړنيو زده کړو ته لاره پيدا کړي.

ژمۍ او افغانستان کې د بې وزلو اندیښنې

03:20

This browser does not support the video element.

د يونيسف د معلوماتو په حواله په روان ميلادي کال کې په افغانستان کې ۲۳،۷ ميليونه کسان چې نيمايي یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتيا لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې دې صندوق له خوا زياته شوې ده چې له دې څه نا څه ۲،۹ ميليون ماشومانو څخه چې په ۲۰۲۴م کال کې د شديدې خوارځواکۍ سره مخامخ شوي دي، ۸۵۰ زره یې ژوند ګواښوونکي وضعيت سره لاس او ګريوان دي او درملنې ته به اړتيا ولري.

د اروپايي اتحادیې د بشر دوستانه مرستو د برخې مشر فرانسوا ګومانز، ويلي دي چې په افغانستان کې په ځانګړي توګه په ماشومانو کې د خوارځواکۍ پراخيدل ښيي چې دغه هېواد له بيړني وضعيت سره مخامخ دی.

نوموړي زياته کړې: «اروپايي اتحاديه به د يونيسف په څېر خپلو نږدې شريکانو سره همکارۍ ته ادامه ورکړي څو په بيړنيو حالاتو کې د تغذیې او زده کړو په برخه کې اړينه مرسته ترسره کړي.»

يونيسف زياته کړې ده چې په دې مالي مرسته ۶۹ زره هغه ماشومان چې لا پنځه کلن شوي نه دي، د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې تر دوو کلونو پورې د خوارځواکۍ د درملنې په برخه کې خدمات ترلاسه کړي او په څلورو ولایتونو کې به شا او خوا ۹۵۰۰ ماشومانو او ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

په افغانستان کې د يونيسف استازي ډاکتر تاج الدین اويوواله، د اروپايي اتحادیې دا مرسته وستايله او ویې ويل چې دا مالي ملاتړ يونيسف ته دا توان ورکوي چې د خوارځواکۍ د ښکار ماشومانو درملنې وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب