1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي ټولنې په کابل کې خپل سفارتي فعاليتونه پېل کړي

۱۴۰۰ بهمن ۱, جمعه

اروپايي ټولنې اعلان کړی دی چې افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو کې د آسانتيا رامځته کولو په خاطر یې په کابل کې د خپل «يو څه حضور» له پاره د زمينې په برابرول پيل کړی دی.

Bildgalerie 50 Jahre Römische Verträge I Fahnenmasten mit den Flaggen der EU-Staaten wehen vor dem Gebäude des Europaparlaments in Strasbourg
انځور: Thomas Ruffer/imageBROKER/picture alliance

د اروپایي ټولنې د بهرنيو چارو وياند پيتر ستانو د پنجشنبې په ورځ د يوې اعلامیې په خپرولو سره د دې خبرې اعلان کړی دی. نوموړې د دې اعلاميې په ترڅ کې وويل: «په کابل کې زموږ دې لږ حضور ته باید د [طالبانو] په رسميت پيژندنې په سترګه ونه کتل شي.»

هغه زياته کړې چې دا خبره یې له طالبانو سره هم په واضح توګه مطرح کړې ده.

افغانستان له يوه سخت بشري بحران سره لاس او ګريوان دی. په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې وضعيت نور هم خراب شوی ځکه چې لوېديځو هيوادونو پر افغانستان مرستې درولي او د دغه هيواد په ميلياردو ډالر هم کنګل دي.

تر اوسه هيڅ هيواد هم طالبان په رسميت نه دي پيژندلي او ډېر یې کړنې څاري تر څو وپوهيږي چې طالبان چې په خپله لومړۍ دوره کې له بشري حقونو څخه په سرغړونو مشهور ول، دا ځل د خلکو د آزاديو د محدولو په برخه کې څه ډول عمل کوي؟

د پيتر ستانو تر څرګندونو لږ دمخه د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي هم د تويتر له لارې وويل چې اروپايي ټولنې په کابل کې «د خپل دايمي حضور په موخه سفارت پرانيستی دی.»

اروپايي ټولنې له طالبانو سره د ګډ کار شرايط وړاندي کړي

بلخي د تويتر له لارې زياته کړې: «له پرله پسې ليدنو او له اروپايي ټولنې سره يوې هوکړې ته تر رسېدو وروسته اروپايي ټولنې رسماً په کابل کې د خپل دايمي حضور له پاره خپل سفارت پرانيست او فعاليت یې پيل کړی دی.»

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وياند په خپله اعلاميه کې زياته کړې ده: «اروپايي ټولنې په افغانستان کې بشري مرستو د رسولو په برخه کې د آسانتيا او د بشري وضعيت د څار په موخه د اروپايي ټولنې د نړيوال پرسونل د حضور زمينه برابره کړې ده.»

په داسې حال کې چې طالبان د معتدل کيدو ادعا کوي، ښځې اوس هم په پراخه کچه له ټولنیز ژوند څخه منزوي دي او د هيواد په زياترو برخو کې د نجونو منځني ښوونځي تړل شوي او ډېري ښځي کارکوونکي پر کور ناستې دي.

ځيني هيوادونو چې چين، روسيه، ترکيه، متحده عربي امارات او ايران هم پکې شامل دي تېر کال واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته هم په کابل کې خپل سفارتونه پرانيستي پريښي دي، خو د دغي ډلې حکومت یې په رسميت نه دی پيژندلی.

لوېديځو هيوادونو د ۲۰۲۱م کال په نيمايي کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر بشپړې انخلا وروسته، له کابل څخه د خپلو ديپلوماتانو په ايستلو پيل وکړ.

ب. ص/ ن. ز (AFP)