1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحادیه: د اقتصادي رکود مخنیوی سوی

۱۴۰۱ بهمن ۲۵, سه‌شنبه

داسي معلومیږي چي د اقتصادي رکود مخنیوي دي سوی وي: نه یوازي په جرمني، بلکي د یورو پولي واحد په ټوله حوزه کي. قیمتونه به هم سږکال ډیر لوړ نه سي. د اروپا لویه کمیساري راتلونکي ته خوشبینه ده.

Duisburger Hafen
د اروپا اتحادیه:د مالونو وارداتو او صادراتو یو تصویرانځور: Rupert Oberhäuser/picture alliance

داروپايي اتحادیې د لویي کمیسارۍ په حواله د تر اوسه پوري د انرژۍ پر بحران باندي د غلبې حاصلولو په دلیل به جرمني په ۲۰۲۳م کال کې په زحمت سره د اقتصادي رکود مخنیوی وکړي.

د بروکسل دغه چارواکي په جرمني کي د لږ اقتصادي ودي، یعني د داخلي ناخالصو تولیداتو د ۰،۲ فیصده ودي څخه ترهغه وروسته خبره کړې ده، کله چي په تیر نومبر میاشت کي یې لا ۰،۶ فیصده شاته تګ او منفي وده کړې وه.

لکه څنګه چي نن دوشنبه داروپايي اتحادیې د لوی کمیسارۍ له خوا په وړاندي سوو ژمني اقتصادي اټکلونو کي راغلي، سربیره پردې به د اروپا په اسعاري حوزه کي په ۰،۹ فیصده سره تر هغه ډېره وده رامنځته سي، لکه څنګه چي يې فکر کیدی.

پدې ارتباط یو بل مطلب ولولی: رپوټ: موږ باید د غوښو مصرف راکم کړو

په تیر مني کي لا کمیسارۍ د فقط ۰،۳ فیصده ودي اټکل کړی وو. په وړاندي سوې نشریه کي د اروپا په اتحادیه کي د ۰،۸ فیصدي ودي پیشبیني سوې ده، چي دا تر مني ۰،۵ فیصده اضافه دي. په دې ډول سره د کال په اخره کي د هغه فني اقتصادي رکود مخنیوی کیږي، کوم چي په اول سر کي یې بیره موجوده وه.

د ګازو د کمیدو خطر لږ سوی دی

د بروکسل د مقاماتو په حواله نظر پوښتني دې ته اشاره کوي چي پر اقتصادي پرمختګ باندي اعتماد تقویه سوی دی. سربیره پردې د اروپا د اسعاري حوزې سره د شلم غړي په حیث د کروشیا تر یوځای کیدو وروسته هم باید د سږکال په اوله ربعه کي د اقتصادي رکود مخنیوی وسي.

د اروپا په اسعاري حوزه کي د یورو چلشانځور: Silas Stein/dpa/picture alliance

د اروپا اتحادیې اقتصادي کمیسار، پاولو ګینتیلوني ویلي دي: «د یوه اقتصادي رکود او ګازو د کمیدو خطر راکم سوی او همدارنګه بیکاري بیخي ډېره لږ سوې ده».

په جرمني کي هم د یوه اقتصادي رکود خطر راکم سوی دی، تر ټولو دمخه د ګازو د کمیدو هغه تشویشونه، چي په اول سر کي د روسي ګازو د قطع کیدو په نتیجه کي موجود ول، نور له منځه تللي دي.

د اقتصادي رکود په هکله یو بل مطلب:  بریتانیا په سختۍ سره د اقتصادي رکود څخه مخنیوی وکړ

کمیسارۍ په ۲۰۲۴م کال کي په اروپا اتحادیه کي د ۱،۶ او یورو اسعاري زون کي د ۱،۵ فیصده اقتصادي ودي اټکل کړی دی: د هغه دلیل یې د ګازو د ذخیرو ډکیدل، په مجموع کي د انرژۍ لږ مصرف او د لا ډیرو ګازو واردات بللی دی.

انفلاسیون لږ سوی دی

په ۲۰۲۳م کال کي به انفلاسیون ډیر لوړ نسي او ګراني به هم چنداني ډېره نه سي، لکه څنګه چي یې مخکي بیره موجوده وه.  د اروپايي اتحادیې کمیساري سږکال په جرمني کي د ۶،۳ فیصده ګرانۍ اټکل کوي، چي په تیر نومبر میاشت کي ۷،۵ فیصده ته رسېدلې وه. د یورو په اسعاري زون کي یې د ۵،۶ فیصده ګرانۍ اټکل کړی دی، چيري چي په تیر نومبر میاشت کي ۶،۱ فیصده ته رسیدلې وه.

د کمیسارۍ په حواله به په ۲۰۲۴م کال کي نور هم حالت ښه سي، چي بیا به يې په خبره ۲،۵ فیصده ګراني رامنځته سي.

زموږ د آرشیف حخه یو انځوریز البوم: