1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې پر وړاندې د اروپایي اتحادیي د قاطع سیاست پریکړه

۱۴۰۰ تیر ۴, جمعه

د آلمان صدراعظمې او د فرانسې ولسمشر غوښتل چې د روسیې د ولسمشر په ګډون د اروپايي اتحادیي یوه غونډې را وبولي. خو د دغې اتحادي په ننۍ غونډه کې د روسیې پر وړاندې د پریکړنده سیاسي تعقیب او بندیزونو د سختولو غوښتنه وشوه.

EU Gipfel Deutschland Österreich Merkel Kurz
انځور: Olivier Matthys/AP Photo/picture alliance

اروپايي اتحاديې ويلي دي چې په بروکسل کې د دغي اتحادیي غړو هیوادونو مشرانو په خپله ناسته کې د روسیې د خصمانه چلند او سیاسي شرارتونو پر وړاندې د دغې اتحادیې د سیاست لا زیات سختولو ته رایه ورکړه.

د اروپایي اتحادیي غړو هیوادونو اعلان وکړ چې وروسته تر دې به د روسیې د «شر جوړونکو» اقداماتو پر وړاندې لا سخت دریځ نيسي.

د اروپايي اتحادیي د غړو هیوادونو مشرانو د روسيې سایبري بریدونه او د هغو له جملې څخه د اروپايي هیوادونو اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه د روسي هکرانو هڅې د دغو خصمانه اقداماتو په توګه و ارزول.

سربیره پر دې ویل شوي دي چې د اروپایي اتحادیي غړي هیوادونه به د دغې اتحادیي په خاوره کې د روسیې د استخباراتي سازمانونو د فعالیتونو پر وړاندې پریکړنده چلند خپل کړي.

بل لور ته اروپايي اتحاديې ټینګار کړی دی چې د روسیې له خوا د اپوزیسیون سرکوبولو سیاست پر وړاندې، د هغو له ډلې څخه د ولادیمیر پوتن منتقد سیاستوال الکسي ناوالني سره د حکومت د چلند د ډول په ارتباط به په لا زیات جدیت سره مقابله وکړي.

په دا ډول مواردو کې د اروپايي اتحادیي له غړو هیوادونو څخه د روسي دیپلوماتانو د ایستلو او همدارنګه د دغه هیواد د سیاستوالو پر وړاندې د نویو بندیزونو وضع کول به د امکان څخه لیري نه وي.

د اروپايي اتحادیې د غړو هیوادونو مشرانو پخپله غونډه کې د روسېې او د دغه هیواد د اقداماتو په مقابل کې پر ګډ دریځ ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل او د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون په دې هڅه کې ول چې د اروپايي اتحادیي سرمشریزې ته د پوتین د رابللو په برخه کې د غړو هیوادونو د مشرانو موافقه ترلاسه کړي.

هغه سیاست چې د نورو هیوادونو، د هغو له جملې څخه د ختیځ اروپايي هیوادونو او همدارنګه هالنډ له مخالفت سره مخامخ شو.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل