د پناه غوښتونکو د «بیرته ستنولو د مرکزونو» د طرحې تائيدول
۱۴۰۵ فروردین ۷, جمعه
د اروپايي اتحادیې د پارلمان استازو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶م کال د مارچ ۲۶مه) د ۲۰۶ مخالفو رايو په مقابل کې د ۳۸۹ موافقو رايو په ورکړې سره هغه اصلاحات تائيد کړل چې د اروپايي اتحادیې د پولې دباندې د پناه غوښتونکو د ساتنې له پاره د مرکزونو رامنځته کولو ته لاره هواروي.
اړونده موضوع: سويډن غواړي په سزا د محکومو مهاجرو اخراج ډېر کړي
د دې طرحې پر اساس به هغه کسان چې دې مرکزونو ته له تللو ډډه وکړي له درنو مجازاتو لکه د نيول کيدو او داخليدو د مخنيوي په څېر سزاوو سره مخامخ شي.
د «بیرته ستنولو مرکزونو» طرحه څومره عملي ده؟
د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ په حواله دا طرحه د اروپايي اتحادیې د هېوادونو د يوې کوچنۍ ډلې چې ډنمارک، اتریش، يونان، آلمان او هالنډ، پکې شامل دي، له خوا رهبري کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې فرانسې او هسپانیې د دې طرحې اغیزمنتوب تر سوال لاندې راوستی دی. د بشري حقونو ټولنې هم خبرداری ورکړی دی چې ممکنه ده پناه غوښتونکي د اروپا نظارتي بنسټونو ته د نه لاس رسي له کبله له خپلو حقونو برخې شي.
اړونده موضوع: د اروپا پارلمان د پناه غوښتني سخت قوانین تصویب کړل
د نجات له نړيوالې کمېټې (آې آر سي) څخه مارتا ولندر، وويل: «دا مرکزونه به د اروپايي اتحاديې له قلمرو دباندې وي؛ هغه ځايونه چې د تګلارې يا قوانينو جوړونکي دا نه شي تضمينولی چې د دغو کسانو حقونه رعايت شي.»
په ماضي کې ورته طرحې له قضايي ننګونو سره مخ شوي دي.
روانډا ته د بې مدرکه مهاجرو د انتقال د بريتانيا طرحه په محکمې کې تر اوږد کشمکش وروسته ناکامه شوه.
همدا شان په البانيا کې د پناه غوښتونکو د دوسيو د بررسۍ د ايټاليا طرحه هم د حقوقي مشکلاتو له کبله عملي نه شوه.
د مهاجرو د اخراجولو پر وړاندیزونو د ښي اړخو نفوذ
د دې قانون د لانجمن کيدو دليل یوازې د هغه تر محتوا محدود نه دي بلکې هغه سياسي بهير هم پکې شامليږي چې د دې قانون تصویبېدو ته یې زمينه برابره کړې ده.
د رسنيو د رپوټونو په حواله د دې قانون مسوده د منځني ښي اړخو ګوندونو لکه د اروپا د خلکو ګوند او «اروپا د مستقلو ملتونو ډلې» ترمنځ د واټس اپ او حضوري ناستو په ترڅ کې ليکل شوې ده.
د اروپا د خلکو په ګوند کې د آلمان د صدراعظم د مسيحي ديموکرات ګوند او د بايرن ایالت مسيحي سوسيال ګوند هم راځي او د «آلمان له پاره بديل» ګوند بيا د «اروپا د مستقلو ملتونو ډله» کې شامليږي.
د اروپا په پارلمان کې د زرغون ګوند د غړي اريک مارکوارت، په خبره د دې طرحې مسوده کې شاملې ۳۸ جمله بندۍ د «اروپا د مستقلو ملتونو د ډلې» له خوا وړاندیز شوي.
وروستي ګامونه به څه وي؟
د اروپا په پارلمان کې د پنجشنبې ورځې تر رایې اچونې وروسته دا طرحه نهايي تصويب ته يو ګام نوره هم نږدې شوه.
تر دې وروسته پړاو به د اروپا د پارلمان د استازو او غړيو هېوادونو ترمنځ د دې قانون د نهايي متن په اړه بحثونه وي.