1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د برتون په ګډون پر پنځو اروپایانو د ویزو بندیز لګولی

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ دی ۳, چهارشنبه

اروپايي اتحادیې د چهارشنبې په ورځ د امریکا له لوري پر پنځو اروپايي څېرو د ویزو بندیز ته شديد غبرګون وښود. آلمان او فرانسې هم د واشنګټن اقدام غندلی دی. د امریکا خارجه وزارت ويلي نور د دغو افرادو سانسوري کړنې نه شي زغملی.

د اروپايي ټولنې د کمیسیون د تکنالوژۍ د برخې پخوانی کمشنر تیري بریتون
اروپايي اتحادیې د چهارشنبې په ورځ د امریکا له لوري د تیري بریتون په ګډون پر پنځو اروپايي څېرو د ویزو بندیز ته شديد غبرګون وښودانځور: Christophe Petit Tesson/AFP/Getty Images

امریکا متحده ایالاتو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د دسمبر ۲۳مه) وویل چې پنځو اروپايي څېرو ته به ویزې ورنه کړي او پر هغوی ېې تور ولګاوه چې هڅه کوي د ټولنیزو شبکو امریکايي شرکتونه د هغو نظریاتو سانسورولو ته «مجبوروي» چې دوی ورسره مخالف دي.

دغه پنځه څېرې د تکنالوژۍ شرکتونو په اړوند قوانینو کې دخیل کسان دي چې په هغو کې د اروپايي ټولنې د کمیسیون د تکنالوژۍ د برخې پخوانی کمشنر تیري بریتون هم شامل دی. د بریتون په هکله ویل شوي چې هغه ډېری وخت د ایلان ماسک په څېر د تکنالوژۍ د سترو شرکتونو له مالکانو سره د هغوی د ژمنو پر سر چې د اروپايي اتحادیې اصول تعقیب کړي، شخړې کړي.

په بندیز کې شامل څلور نور اروپايان د عمران احمد، مېرمن انا لینا، مېرمن جوزفین بالون او په بریتانیا کې د ګلوبل دیس انفارمیش انډیکس شرکت څخه کلار میلفورډ په نومونو ښودل شوي دي. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، بریتون د اروپايي اتحادیې د دیجیتلي خدماتو ادارې (DSA) «طراح» بللی څوک چې په اروپا کې د سترو ټولنیزو شبکو د پلټفورمونو نشراتي محتویات او نور معیارونو تنظیموي.

ډې اس اې اداره وايي چې اصلي پلټفورمونه باید د محتویاتو د خپریدو اړوند وضاحت ورکړي، کاروونکو ته شفافیت رامنځ ته او محققانو ته د ضروري کارونو د ترسره کولو اطمینان ورکړي، چې هغوی د بېلګې په توګه دا درک وشي کړی چې له ناوړه محتویاتو سره د ماشومانو د مخ کېدا کچه څومره ده.     

خو د یادې ادارې دغه دريځ د امریکايي محافظه پالانو له پاره د عطف د ېوې ترخې نقطې په توګه واقع شوی او هغه ته په اروپا او له اروپا ورهاخوا د ښي اړخو پر ضد د سانسور د یوې وسلې په سترګه ګوري کوم څه چې اروپايي اتحادیه ېې په شدید لحن ردوي.

د امریکا خارجه وزير مارکو روبیو پر اکس شبکه وليکل: «د ترمپ اداره به نور له قلمرو بهر د سانسور دا ډول ډیرې بدې کړنې ونه زغمي.»

اروپايي کمیسیون په یوه اعلامیه کې ويلي: «موږ د امریکا متحده ایالاتو له چارواکو د وضاحت او په تعامل کې د پاته کېدو غوښتنه کړې ده. موږ به د اړتیا په صورت کې په چټکه او قاطعانه توګه ځواب ورکړو تر څو د غیرموجه اقداماتو پر وړاندې مو له خپلې نظارتي خپلواکۍ دفاع کړې وي.»

په اعلامیه کې راغلي: «زموږ دیجیتل اصول د ټولو شرکتونو له پاره خوندي، مناسب او د فعالیت متوازنه زمینه برابروي» چې په عادلانه ډول عملي کیږي او له تبعیض پرته دي.

آلمان او فرانسې هم د واشنګټن دغه اقدام غندلی دی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول د چهارشنبې په ورځ پر اکس شبکه ولیکل: «ډې اس اې په دموکراتیکه توګه د اروپايي ټولنې له خوا د اروپايي ټولنې له پاره منل شوې ده – دا له اروپايي ټولنې ورهاخو بهرنی اغیز نه لري. واده فول زیاته کړې چې د پر ویزو بندیز «د منلو نه دی.»  

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون هم د واشنګټن اقدام ته غبرګون ښودلی. هغه پر اکس شبکه لیکلي: «فرانسه د امریکا متحده ایالاتو له خوا د تیري بربیتون او څلورو نورو اروپایي څېرو د ویزو د بندیز اقدامات غندي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب