د امریکا د حکومت لخوا د کرونا واکسین د امتیاز د حق لغوه کولو غوښتنه د اروپايي ټولني په سرمشریزه کي د شک سره مخامخ سوې. هغوی وايي که د واکسین د امتیاز حق لغؤ سي، نو دا به په نړۍ کي د واکسین د کمبود مشکل حل نه کړي.
اعلان
د تیري جمعې ورځي (د ۲۰۲۱ کال د می ۷مه) په ماښام د پرتګال په پورتو کي د اروپا د اتحادیې د ۲۷ غړو هیوادونو د سرمشریزي پر مهال که څه هم ځینو هیوادونو پردې موضوع باندي بحث کولو ته امادګي ښکاره کړه، خو د اتحادیې ټوله دولتي او حکومتي مشران په دې نظر وه، چي دواکسین د امتیاز حق لغؤ کول به په نړۍ کي د واکسین د کمبود مشکل حل نکړي.
د امریکا د جمهورریس جوبایدن حکومت تیره چهارشنبه زیګنال ورکړ، چي هغه د کرونا واکسین د امتیاز د حق لغؤ کولو ملاتړ کوي، تر څو پدې وسیله ډیر واکسين تولید سي. دغه پیشنهاد وروسته د اروپا د اتحادیې د ځینو غړو لخوا حمایه سو. خو د سرمشریزي تر شروع کیدو دمخه لا د هغه په مقابل کي شک او تردید ډیر سو.
د اروپايي ټولني د شورأ رئیسي، اورزولا فون دیر لاین د سرمشریزي تر شروع کیدو دمخه پرون ماښام وویل، چي د امتیاز د حق لغؤ کول به «نه په لنډ او نه هم متوسط وخت کي مشکل حل کړي او حتی یو واکسین به هم اضافه نسي.»
د فرانسې جمهوررئیس، ایمانوییل ماکرون تاکید وکړ، چي که د واکسین تولیدولو لازمه پوهه موجوده نه وي، نو د امتیاز د حق لغوه کول ګټه نه رسوي. د دې خاطره په ټوله دنیا کي د واکسین د کمبود د مشکل «کیلي» پدې کي ده، چي هغه وویشل او نورو ته توزیع سی.
د جرمني حکومت حتی د سرمشریزي تر دایریدو دمخه په هم هغه جمعې ورځ باندي لا د امریکا د دې پیشنهاد په مقابل کي شک او تردید ښکاره کړ.
د جرمني د صحت عامې وزیر، یېنس شپان وویل، چي «اصلي خبره د امتیاز د حق ورکول نه ده، بلکه د تولید ظرفیت دی.»
شپان دې ته اشاره وکړه، چي مثلأ د موډرنو واکسیونونو لکه بیونتیک فایزر واکسین سړی نسي کولای یوازي د اجازې په ورکولو سره په اسانۍ سره بل ځای تولید کړي.
د فرانسې جمهوررئیس، ماکرون بیا پر امریکا باندي انتقاد وکړ، چي خپل واکسیونونه او د هغه اومه مواد نه غواړي نورو هیوادونو ته صادر او ورکړي. ماکرون اضافه کړه:« نن ورځ په امریکا کي تولیدیدونکي واکسیونونه ۱۰۰ فیصده په امریکا کي پاتیږي او نورو ته نه ورکول کیږي.»
دا هم پداسي حال کي چي اروپا د کرونا په ملیونونو دوزه او پیچکارۍ نورو هیوادونو ته صادر کړي دي.
آ./م.ق./ا.ا.
په آلمان کي کرونا پاندمي حيواناتو ته لوی نعمت ګرځېدلې
د کرونا پاندمي د دې لامل سوې چي آلمانيان ځان ته لا زيات کورني حيوانات را ونيسي او په دغه هيواد کي د کورنيو حيواناتو شمير ۳۵ مليونو ته جګ سي. د دغه برخي تجارانو ۵ مليارده يورو ګټلي دي.
انځور: Fabrice Coffrini/Getty Images/AFP
لوی سترګي لرونکي زيات خريداران لري
د «برک اېنډ مارټر ريټيلرز» په نوم د حيواناتو د اړتيا سامان خرڅوونکي شرکت تېر کال د څلور نيم ملياردو يورو کاروبار کړی دی. په پلورل سوو کي د حيواناتو خواړه، د لوبو سامان او نور توکي شامل دي. که د کرونا پاندمي پر وخت په آلمان کي د ځنګلي مرغانو له پاره رانيول سوې دانه هم وشميرل سي نو په آلمان کي په ټوليزه توګه پنځه نيم مليارده يورو پر حيواناتو مصرف سوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Murat
دوستي يې په موسم پوري نه ده تړلې
آلمانيان په دې نظر دي چي سپيان د انسان له بهترينو دوستانو څخه يو دی. له همدې کبله په آلمان کي د کورني سپيانو شمير ډېر زيات دی. په زياته د کرونا پاندمي پر وخت د سپيانو د قيمتونو د جګېدلو باوجود په دغه هيواد کي د سپيانو شمير لس مليونو ته جګ سوی دی. زياتو آلمانيانو د پاندمي پر وخت د تنهايي څخه د خلاصون له پاره سپيان رانیولي دي.
انځور: picture-alliance/J. de Cuveland
پيشو پر لومړي مقام
په آلمان کي په اصطلاح د «پيشوګانو» پاچاهي ده ولي چي په دغه هيواد کي ۱۵،۷ مليونه کورنۍ پيشياني شته دي. دا شمير په آلمان کي د ټولو کورنيو حيواناتو يو پر دريمه برخه تشکيلوي. ښايي يوه وجه يې دا هم وي چي د نورو اکثرو حيواناتو په پرتله د پيشوګانو ساتنه آسانه بلل کيږي. د پاندمي پر وخت د پيشيانو له پاره د شودو او خوراکو په فروخت کي د تقريبا لسو فيصدو زياتوالی راغلی.
آلمانيان له حيواناتو سره زياته لېوالتيا او مينه لري خو د ۲۰۱۹ کال د شميرو له مخي د کورني حيواناتو په ساتنه کي سويس، فرانسه او بريتانيا تر آلمان لا مخکي دي. د نفوس له مخي په نړۍ کي تر ټولو زيات کورني حیوانات د امريکا په متحده ايالاتو کي ساتل کيږي. امريکا کي د آلمان په پرتله پر حيواناتو دوه چنده زيات لګښتونه کيږي.
انځور: Fotolia/quipu
د حيواناتو له پاره ګران بیه سامان
د کورني حیواناتو بډای مالکان خپلو حیواناتو ته خورا قيمتي څيزونه اخلي. د حيواناتو له پاره حتی موډي جامې او سامان آلات سته چي د مشهورو برانډونو له خوا په خورا جګو قيمتونو خرڅيږي. په دغو کي ورساچې، رالف لورن او مونکر غوندي برانډونه او شرکتونه هم په دغه ډګر کي فعاليت لري.
انځور: picture-alliance/empics/D. Lipinski
ہوم آفس او انلاين سودا
په آلمان کي زيات کار کوونکي له کوره يعني هوم آفس کي کار کوي. له همدې کبله د حيواناتو له پاره د آنلاين سودا رانيولو په کچه کي زياتوالی راغلی دی. په ټوليزه توګه په دغه ډګر کي ۱۶ سلنه خريداري زياته سوې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/I. Fassbender
د لاک ډاون ملګري او اندېښنې
دا چي په پاندمي او لاک ډاون کي د حيواناتو په قيمتونو کي زښت زياتوالی راغلی دی نو داسي اندېښنې هم پيدا سوي دي چي ښايي د حيواناتو ناقانونه کاروبار، قاچاق او غلا هم زياته سي. داسي اندېښنې هم سته چي د لاک ډاون وروسته به زيات انسانان بېرته له خپلو کورنيو حيواناتو څخه مخ واړوي او دغه حيوانات به د بې څښتنه حيواناتو مراکزو ته ولېږدول سي.