1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين لپاره د روسيې د شتمنيو د کارونې پر لور کوچنی ګام

احمد ولي اڅکزی | فرانس پرس
۱۴۰۴ آبان ۲, جمعه

د اروپايي ټولنې مشرانو له اروپايي کمېسیونه وغوښتل چې د اوکراین د راتلونکو دوو کلونو د تمویل لپاره د انتخابونو د چمتو کولو چارې پرمخ یوسي او دا یې ممکنه کړه چې د روسيې د کنګل شویو شتمنیو په کارولو سره یو ستر پور منظور شي.

د اروپايي اتحاديې سرمشريزه چې په بلجيم کې تر سره شوه
د اروپايي اتحاديې د مشرانو د غونډې يو مهم ټکی د روسيې د کنگل شوو شتمنيو سره د چلن تگلاره وهانځور: Dursun Aydemir/Anadolu/picture alliance

په هغو پراخو او عمومي اعلاميه کې چې د بروکسل له اوږدو خبرو اترو وروسته د اروپايي ټولنې مشرانو تصویب کړه، د ۱۴۰ میلیارد یورو (۱۶۲ میلیارد ډالرو) د «تاواني پور» د تائید لپاره سمدستي پرېکړه ونه شوه. دا مهمه پرېکړه د ډسمبر میاشتې ته وځنډول شوه.

خو دپلوماتانو وویل چې دا متن د احتمالي موافقې پر لور یو ګام بلل کېږي. د بلجیم د سخت مخالفت له امله دغه متن نرم شوی، ځکه په بلجیم کې د روسیې د مرکزي بانک ډېری شتمنۍ چې د ۲۰۲۲ یرغل وروسته کنګل شوې وې، ساتل کېږي.

د اروپايي شورا رئیس انتونیو کوستا وویل چې اتحادیې «ژمنه کړې چې د راتلونکو دوو کلونو لپاره به د اوکراین مالي اړتیاوې پوره کړي». هغه په یوې خبري غونډه کې زیاته کړه: «روسیه دې دا ښه په یاد وساتي: اوکراین به د خپلې دفاع لپاره لازم مالي سرچینې ولري.»

اروپايي ټولنې د روسیې د مرکزي بانک شاوخوا ۲۰۰ میلیارد یورو شتمنۍ کنګل کړې دي او اروپايي کمېسیون وړاندیز کړی چې له دې فنډونو څخه د کیف لپاره یو ستر پور برابر کړي. پرته له دې چې دا شتمنۍ مستقیمې ضبط کړي.

د کوستا ترڅنګ د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا فون دیر لاین وویل چې پر دې پېچلي وړاندیز لا هم سخته پرېکړه پاتې ده. هغې وویل: «موږ پر دې موافقه کړې ده چې څه به کوو، یعنې دا د تاواني پور خبره ده. خو اوس باید پر دې کار وکړو چې څنګه یې عملي کړو.»

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي چې بروکسل ته راغلی و څو اروپايي ملاتړ پیاوړی کړي، د غونډې پایله د «سیاسي ملاتړ» یو څرګند پیغام وباله چې د روسي د شتمنیو د کارولو له لارې د کیف ملاتړ ته دوام ورکړي.

ولاديمير زيلنسکي د اروپايي اتحاديې د سرمشريزې پايلو ته خوشبين وانځور: Yves Herman/REUTERS

«قانوني پوښتنې»

د روسیې د شتمنیو ډېره برخه په نړیوالو مالي زېرمه‌ خونو کې ساتل کېږي چې مرکزي دفتر یې په بلجیم کې دی. بلجيم هغه هيواد دی چې د پلان په اړه تر ټولو ډېر شک څرګندوي، ځکه وېره لري چې دا اقدام به یې د روسیې له لوري له قیمتي قانوني دعوو سره مخ کړي. د اوکراين او روسيې جگړه لا په عيني حال کې ادامه لري.

په بروکسل کې خبرې تر ډېره د همدې اندېښنو د حل پر محور وې.

د بلجیم صدراعظم بارت دې ویور، له ټولو اروپايي هېوادونو غوښتنه تکرار کړه چې تضمینونه ورکړي چې که روسیه دعوه وکړي، خطر په ګډه ووېشل شي. هغه زیاته کړه چې نور هېوادونه هم باید په خپله خاوره کې د روسي شتمنيو سره همداسې چلن وکړي کنه نو بليجم به د دغه توافق مخه ونيسي.

هغه خبریالانو ته وویل: «زه یوازې بېوزلی کوچنی بلجیم یم؛ زما له وسه دا کار کېږي چې ستونزې وښیم او د بنسټیزې ستونزې د حل لپاره په نرمه لهجه حللارې وغواړم.»

خو بلجیم یوازینی غړی نه و چې اندېښنې یې څرګندې کړې. د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ومنله چې دا پلان «قانوني پوښتنې او د خطر وېش موضوعات» راولاړوي، خو زیاته یې کړه چې دا لا هم د اوکراین د راتلونکو دوو کلونو د ملاتړ تر ټولو غوره لاره ده.

د غونډې وروستی پرېکړه‌ لیک چې د هنګري پرته د ټولو غړو هېوادونو له خوا ومنل شو، د پور یادونه په څرګنده ونه کړه، بلکي اروپايي کمېسیون ته یې بلنه ورکړه چې «د مالي ملاتړ د انتخابونو وړاندیز ژر تر ژره وړاندې کړي».  هنګري د اروپايي اتحاديې د ۲۷ غړیو په منځ کې د روسیې نږدې متحد ګڼل کېږي.

یو اروپايي دپلومات دا «یو لوی بری» وباله. بل دپلومات وویل چې د پرېکړې منځپانګه «موضوع نه پای ته رسوي او نه يې هم تېزوي.» یعنې د روسي شتمنیو د کارولو خبره لا هم پر مېز ده.

د اروپا د بیا پوځي کولو سیالي

01:21

This browser does not support the video element.

د «امریکا د تیلو بندیزونه»

د اروپايي ټولنې خبرې یوه ورځ وروسته له هغه تر سره شوې چې اتحادیې د روسیې پر ضد د بندیزونو نولسم پړاو تصویب کړ او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسیې د تيلو پر دوو لویو شرکتونو «روس‌ نېفت» او «لوک‌اویل» بندیزونه ولګول.

زېلېنسکي د امریکا دا بندیزونه وستایل او ویې ویل چې دا د روسیې پر ضد یو «پیاوړی او اړین پیغام» دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ځواب کې وویل چې دا بندیزونه به د هغه د هېواد اقتصاد ته جدي زیان ونه رسوي.

ټرمپ خبریالانو ته په سپینه ماڼۍ کې وویل: «ښه ده، زه خوښ یم چې هغه (پوتین) داسې احساس کوي. شپږو میاشتو وروسته به در وښیم چې پایله یې څه شوه. راځئ وګورو څه پېښېږي.»

د امریکا دا ګامونه د روسیې پر ضد د  اقداماتو د سختېدو څرګندونه کوي او د ټرمپ هغه ناخوښي هم ښيي چې تر اوسه یې ونه شوای کولای پوتین دې ته وهڅوي چې جګړه پای ته ورسوي، سره له دې چې د ده په وینا، د کرملن له مشر سره «شخصي تفاهم» لري.

زېلنسکي هیله وښوده چې د ټرمپ دا بدلون به دا معنا ولري چې امریکا به اوکراین ته اوږده واټن ويشتونکي «توم‌ هاوک» توغندي هم ورکړي. زيلنسکي په داسې حال کې دا هيله څرګنده کړه چې يوه اونۍ مخکې د «توم هاوک» توغنديو په موضوع کې د واشنګټن له غونډې بې ‌نتیجې راستون شو.

په عيني وخت کې د اروپايي ټولنې د بندیزونو نوې بسته کې دا پرېکړه هم وشوه چې د روسیې له مایع طبیعي ګاز (LNG) څخه د وارداتو بندیز یو کال مخکي د ۲۰۲۷م کال له پیل څخه نافذ شي او له مسکو سره تړاو لرونکي د ۱۰۰ څخه زیاتې زړې تېل وړونکې بېړۍ د «سیوري بیړیو» له لېست څخه تور لیست ته واچول شي.


 

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل