د امریکا د تهاجمي ګمرکي سیاستونو او د نړۍ د سیاسي کړکېچونو په ترڅ کې د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ سوداګرۍ اضافي عاید د نړۍ له نورو هېوادونو سره په جون کې په څرګند ډول کم شوی دی. د اروپايي اتحادیې د احصایې ادارې «یوروستات» د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د اګست ۱۸) خبر ورکړ چې د یورو د سیمې هېوادونو په جون کې اووه میلیارده یورو سوداګریز اضافي عاید ترلاسه کړی دی. دا شمېره د ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې ۲۰،۷ میلیارده یورو وه او د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې ۱۶،۵ میلیارده یورو وو.
د یورو د سیمې صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله په جون کې صفر اعشاريه ۴ سلنه زیات شول او ۲۳۷،۲ میلیارده یورو ته ورسېدل. واردات بیا ۶،۸ سلنه لوړ شول او ۲۳۰،۲ میلیارده یورو ته ورسېدل.
دغه هم ولولئ: امریکا او چین د ګمرکي شخړې په اړه د مهلت غځولو پرېکړه وکړه
د صادراتو اضافي عاید اتو میلیارده یورو ته ورسېد په ټولې اروپايي اتحادیې کې د جون په میاشت کې د صادراتو اضافي عاید اتو میلیارده یورو ته ورسېد. په داسې حال کې چې دا شمېره په ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې ۲۰،۳ میلیارده یورو وه او په ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې ۱۳ میلیارده یورو وه.
یوروستات د سوداګرۍ د اضافي عاید د کمېدو دلیل د کیمیاوي موادو او اړوندو محصولاتو په برخه کې د اضافي عاید کمښت وباله. په مقابل کې د ماشینونو او وسایطو په برخه کې سوداګریز اضافي عاید لږ څه لوړ شوی دی.
په روان کال کې د لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې اروپايي اتحادیې د نړۍ له پاتې هېوادونو سره په سوداګرۍ کې ۸۰،۱ میلیارده یورو اضافي عاید ترلاسه کړی دی. په تېر کال کې په همدې موده کې دا شمېره ۹۲،۹ میلیارده یورو وه.
د افغان کډوالو اخراج د پاکستان پر کرنیز سکټور څه اغېز لري؟This browser does not support the video element.
تهاجمي سوداګریز سیاست د امریکا سره په سوداګرۍ کې اضافي عاید د جون په میاشت کې د تېر کال د ۱۸،۵ میلیارده یورو څخه ۹،۶ میلیارده یورو ته راکم شو. په همدې وخت کې له چین سره سوداګریز کسر د تېر کال د ۲۰،۴ میلیارده یورو څخه ۲۹،۵ میلیارده یورو ته لوړ شو.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له واک ته رسېدو (جنورۍ) راهیسې یو تهاجمي سوداګریز سیاست غوره کړی چې د ټولې نړۍ پر محصولاتو باندې لوړې ګمرکي تعرفې وضع کوي . په ځانګړي ډول د اروپايي اتحادیې د موټرو او د موټرو د پرزو پر وارداتو ۲۷،۵ سلنه ګمرکي محصول ټاکل شوی و. د جولای په پای کې یوه موافقه وشوه چې د اروپايي اتحادیې پر ډېری محصولاتو ګمرکي تعرفه ۱۵ سلنه وټاکي.
د سرو زرو بدیل تجارت: د کانګو جمهوريت د ختیځ له پاره امید؟
په کانګو جمهوريت کې د سرو زرو د سوداګرۍ یوه ډیره شفافه بڼه رامنځته شوې ده. په دې ترڅ کې د متحده عربي اماراتو سره د همکارۍ له لارې د سرو زرو د قاچاق د مخنیوي هڅه کیږي. انځور: Alexis Huguet/AFP/Getty Images د سرو زرو په تجارت کې شفافيت د کانګو په ختیځ کې د سرو زرو د لوهیهی کان په تونل کې يو کان کيندونکی. تر دې دمه، دلته ترلاسه شوي سره زر د پولې له لارې روانډا ته قاچاق کيږي. خو دا څه د «پريیميرا ګولد» په نوم د متحده عربي اماراتو اود کانګو ديموکراتیک جمهوريت د يوه ګډ شرکت له لارې بدلون موندلی شي. هدف د سرو زرو د تجارت د شفاف کولو دی.
انځور: Alexis Huguet/AFP/Getty Images د طلاو غله له سرو زرو څخه کڅوړې ډکوي. د پریمیرا گولډ اجرایوي مرستیال او وياند بنیامین بسیموا په وینا، هره میاشت نږدې یو ټن سره زر د پولې له لارې قاچاق کیږي. په ۲۰۲۲ م کال کې، یوازې ۳۴ کیلوګرامه په رسمي توګه د صادراتو له پاره اعلان شوي. خو برعکس د هغه دشرکت تر رامنځته کيدو وروسته په يوه مياشت کې په رسمي توګه يو تن سره زر صادر کړي دي.
انځور: Alexis Huguet/AFP/Getty Images یو کارګر مایع سره زر په مولډ کې اچوي. بشپړ شوی توکې دوه کیلو وزن لري او له ۱۱۰ زره یورو څخه ډیر ارزښت لري. د سرو زرو د صنعت د کارپوهانو په وینا، د لوهيهي کان سره زر د نړۍ ترټولو خالص سرو زرو څخه دي.
انځور: Alexis Huguet/AFP/Getty Images د Primera Gold شرکت هڅه کوي د کان کیندونکو وضعیت ښه کړي - د بیلګې په توګه، د کارګرانو له پاره روغتیايي بیمه په پام کې ده. په هر حال، اوس هم لا دېر کار بايید وشي: په لوهيهي کان کې اوس هم کار کوونکي د محافظت د کافي تجهیزاتو پرته کار کوي او ځيني یې حتی لوڅې پښې وي.
انځور: Alexis Huguet/AFP/Getty Images د معدن کارکونکو له پاره د بار کمښت ډیر خلک د شرکت د هیلو ملاتړ کوي، خو شکمن هم دي: د بلیس بوبالا له پاره چې په سیمه کې د مدني ټولنې استازی دي لا هم په دې اړه ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاته دي. که څه هم چې د کانګو حکومت د پریمیرا شرکت ۴۵ سلنه ونډه لري خو معلومه نه ده چې ایا دا پیسې به په حقیقت کې هغو بې وزلو ټولنو ته ورسیږي چې ښوونځي، سړکونه او روغتونونونو ته اړتيا لري.
انځور: Alexis Huguet/AFP/Getty Images د يوه ناڅرگند برخلیک په لور نظر په لوهيهي کان کې کان کیندونکي لا هم د خونديتوب له ناکافي تجهیزاتو سره کار کوي. پریمرا گولډ اعتراف کوي چې لاهم اوږده لاره پاتې ده. خو د شرکت ویاند بنیامین بسیموا ژمنه وکړه دا چې دوی به په ګډه دغو ننګونو ته ځواب ووايي. لومړۍ مثبته نښه دا ده چې د می په لومړۍ نېټه په سیمه کې د سرو زرو د ناقانونه سوداګرۍ پر ضد ستره چاپه وهل شوې ده.
انځور: Alexis Huguet/AFP/Getty Images