1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

اروپايي اتحاديه غواړي لا ډېر اوکرایني ځواکونه وروزي

۱۴۰۳ شهریور ۱۰, شنبه

اروپايي اتحاديه غواړي لا ډېرو اوکرایني ځواکونو ته روزنې ورکړې. کیف ويلي امریکا ورسره د ېوې غورځېدلې اف-۱۶ جنګي جیت الوتکې په هکله تحقیقات کوي او مسکو وايي د تلیګرام شبکې له مشر سره چې پاریس کې نظر بند دی، معامله نه لري.

د بلجيم په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه
په بروکسل کې د اګست په ۲۹مه د اوکراین په هکله د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډهانځور: Francois Lenoir/European Union

د اروپايي اتحاديه د بهرني سیاست مشر جوزف بورل د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اګست ۳۰مه) وويل چې دغه اتحادیه غواړي د هغو اوکرايني ځواکونو شمېر زیات کړې چې دغه بلاک ورته روزنې ورکوي. هغه وویل خو پر دې خبره چې دغه روزنې دې په خپله د اوکراین په خاوره کې وشي او که څنګه، په هکله ېې د نظر اختلاف موجود دی.

اروپايي اتحاديې تر دې وړاندې په کال کې د ۶۰زره اوکرايني عسکرو د روزنې هدف ټاکلی، خو د جګړې شدت ته په کتو غواړي دغه شمېر لوړ کړي.

بورل په بروکسل کې د دفاع وزيرانو په غونډه کې له ګډونه مخکې خبریالانو ته وويل: «موږ به پر دې بحث وکړو چې څنګه خپل روزنیز ماموریتونه زیات کړو.»

هغه زیاته کړه: «موږ په اوکراین کې د همغږۍ یو مرکز پر لرلو فکر کوو، خو داسې هېڅ هوکړه نشته چې اروپايي استادان دې اوکرایني عسکرو ته په خپله د اوکراین په خاوره کې روزنه ورکړي.»

د اروپايي اتحاديې ۲۷ غړي د دغې موضوع په هکله پر دوو برخو ويشل شوي دي. د استونیا، فرانسې او سويډن په ګډون ګڼ شمېر غړي د اوکرایني عسکرو د روزنیز پروګرام ملاتړ کوي، خو نور هېوادونه چې په هغو کې هنګري هم راځي، اندېښنه ښيي چې دا ډول یو اقدام کېدای شي شخړې ته لاپسې زور ورکړي.

د اروپايي اتحاديې دغه تر ټولو لوړ ديپلومات زیاته کړه چې وزیران به د اوکرایني عسکرو د روزنې پر ماموریت خبرې وکړي، خو په موجوده متن کې دا نه دي ويل شوي چې دغه ماموریت دې د اوکراین خاورې ته انتقال شي.

اروپايي اتحاديې تر دې وړاندې په کال کې د ۶۰زره اوکرایني عسکرو د روزنې هدف ټاکلی دیانځور: KIRILL CHUBOTIN/Ukrinform/IMAGO

په اوکراین د اف-۱۶ جیت الوتکې رالوېدل

د اوکراین د هوايي ځواکونو قوماندان د جمعې په ورځ وويل چې د یوې اف-۱۶ جنګي الوتکې د سقوط موضوع ېې له خپلو امریکايي شریکانو سره شرېکه کړې ده. 

میکولا اولشچوک پر تلیګرام ليکلي چې له امریکا متحده ایالاتو څخه ېې له خپلو شریکانو غوښتي چې په دې هکله تحقیقاتو کې ورسره مرسته وکړي.

اوکراین د پنجشنبې په ورځ د یوې اف-۱۶ ډوله جنګي جیت الوتکې د لوېدو خبر ورکړ چې پيلوټ ېې وژل شوی دی. اوکراین ويلي دي چې دغه الوتکه د دوشنبې په ورځ د روسيې د سترو هوايي حملو په جریان کې خپل هدف د رسېدو په حال کې لوېدلې ده.

د امریکا متحده ایالاتو یو دفاعي چارواکي وويل داسې نه ښکاري چې دغه الوتکه دې د روسي ځواکونو له خوا ويشتل شوي، بلکې امکان لري د پيلوټ له خوا د تخنيکی تېروتنې په نتيجه کې لوېدلې وي. هغه وويل چې په دې هکله تحقیقات روان دي.

اوکراين: روسي ډرونونه مو راغورځولي

د یو بل خبر له مخې اوکراين د جمعې په ورځ وويل چې تېره شپه ېې د روسيې د ۱۸ ډرونونو له ډلې ۱۲ هغه راغورځولي دي.

دغو ځواکونو په یوه اعلامیه کې چې پر تلیګرام ېې خپره کړې، ويلي دي چې روسیه د ډرونونو علاوه له اسکندر-ام توغنديو هم استفاده کوي.

د کريملین ویاند د جمعې په ورځ وويل چې کريملین د تلیګرام شبکې له مشر پاول دوروف سره چې اوس په فرانسه کې نظربند شوی، کومه معامله نه لريانځور: Tatan Syuflana/AP Photo/picture alliance

هاخوا د کريملین ویاند، دیمیتري پسکوف د جمعې په ورځ وويل چې کریملین د تلیګرام شبکې له مشر پاول دوروف سره چې اوس په فرانسه کې نظر بند دی، هېڅ کومه معامله نه ده کړې او فکر نه کوی چې د دغه شرکت د مشر او د ولسمشر ولاديمیر پوتین ترمنځ دې کومه ناسته شوي وي.

پیسکوف: کریملین د تلیګرام شبکې له مشر سره هېڅ معامله نه لري 

پيسکوف په دې هکله خبريالانو ته وويل: «د دورف او کریملین ترمنځ کوم مذاکرات نه دي شوي.» هغه زیاته کړه: «دا یو واقعیت دی چې هغه روسيې ته راغلی وو، هو، هغه یو روسی دی، هغه آزاد ګرځي، نو هغه په طبيعي شکل روسيې ته راغلی.»

پیسکوف په دې هکله د خبریالانو د لا ډيرو پوښتنو سره مخ شو. هغه ېې په ځواب کې وويل: «د کریملین او دوروف تر منځ هېڅ کومه شتون نه لري.»

د تلیګرام شبکې مشر د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د پاریس له ښاره بهر په  لو بورژه هوايي ډګر کې ونیول شو. فرانسې ويلي چې دورف «د داسې یو آنلاین پلټ فارم په مدیریت کې همغږي درلودلې کومه چې د ېوې سازمان شوې ډلې له خوا پکې غیرقانوني محتویاتو ته اجازه ورکوي.»

(/AFP/Reuters)mks/nz

له آرشیف څخه (06.09.2023 ): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب