1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کې ښايي پرته له بې هوښۍ پر حلالولو بنديز ولګيږي

۱۳۹۹ آذر ۲۸, جمعه

آيا د اروپايي ټولنې هيوادونه يهودان او مسلمانان له دې منع کولی شي چې د خپلې عقيدې له مخې حيوانات پرته له بې هوښۍ حلال کړي؟ د اروپا يوې محکمې اوس دې ته لاره هواره کړې ده.

Frankreich Schlachthof Bordeaux - Schlachten für islamisches Opferfest
انځور: picture-alliance/dpa/PHOTOPQR/SUD OUEST/K. Alexandre

په لوکزمبورګ کې د اروپايي محکمې قاضيانو ويلي دي چې تر حلاليدو د مخه د حيواناتو د بې هوښه کولو مقررات په اساسي ډول د اديانو او مذهبونو له آزادۍ سره په ټکر کې نه واقع کيږي. دا ځکه چې د حيواناتو د بې هوښه کولو دغسې يو قانون د اروپايي ټولنې له خوا هغه ټاکل شوی هدف تعقيبوي چې له ژويو سره د چلن ښه کول او ژغورنه يې هدف دی.

د حيواناتو د حلالولو پر سر دغه قضيه په بلجيم کې له يوې حقوقي شخړې څخه سرچينه اخلي. په ۲۰۱۷م کال کې د فلاندرن سيمې، د حيواناتو د ژغورنې د دلايلو له مخې پرته له بې هوښۍ د ژويو حلالول منع کړي ول.

د يهودانو او مسلمانانو اتحاديو يې د دغه اقدام په وړاندې حقوقي دعوې وکړې. په دواړو دغو دينونو کې د بې هوښۍ پرته د حلالولو داسې مذهبي احکام جاري دي څو غوښه حلاله يا په يهوديت کې «کوشر» وبلله شي.

د دغو اديانو استازو پر ياد حکم سختې نيوکې کړې دي، خو د حيواناتو ژغورونکو يې بيا هرکلی کړی دی.‌ په آلمان کې د يهودانو د مرکزي شورا رئيس، يوزف شوستر، د دين او مذهب پر آزادۍ له يوه شوي بريد څخه خبرې کولې. د هغه په خبره هيله يې دا ده چې د اروپايي ټولنې نور هيوادونه دغه لاره پسې تعقيب نه او د مذهبي دلايلو له مخې ذبح ته له دې وروسته هم اجازه ورکړي.

مسلمانان هم انتقادونه کوي

د آلمان د حيواناتو د ژغورنې اتحاديې د اروپايي محکمې د دغه حکم هرکلی کړی دی چې په خبره يې معنی دا ده چې داسې لارې هم شته چې د دين آزادي او د حيواناتو ساتنه دواړه ممکنوي.‌ په خپل يوه بيان کې د حيواناتو ژغورونکو د بې هوښۍ داسې لارو چارو ته اشاره کړې ده چې په خبره يې ډېرو مسلمانانو ته اوس لا د منلو وړ دي.

د فرانسې او هسپانيې په څېر هيوادونو کې پرته له بې هوښۍ هم د ژويو د ذبح کولو اجازه شته.‌ خو د اروپايي ټولنې په نورو هيوادونو لکه سويډن او ډنمارک کې بيا ورته اجازه نه ورکول کيږي.‌ په آلمان کې د ديني او مذهبي‌ دلايلو له مخې استثنايي اجازه ورکول کېدای شي.

خو په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا په حواله دغسې استثنايي مقررات د آلمان په ځينو برخو کې اوس لا تقريباً هيڅ نه شته او نه هم امکان لري.‌ د دغې شورا مشر، ايمن مازيک، وايي چې په اوس وخت کې لا ليدل کيږي چې له نورو هيوادونو څخه غوښه وارديږي يا دا چې حيوانات په غير رسمي توګه حلاليږي چې د ده په خبره «دا حالت خو اصلا نه غواړو.»

مازيک سربېره پر دې نيوکه هم وکړه دا چې د محکمې له خوا يو جاري شوی حکم د دې ارزونه کوي چې د ديني مراسمو په چوکاټ‌ کې بايد کوم شی امکان لري يا يې و نه لري «غلطه لاره» ده.

nob/rb/ن ص/ن ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل