د اروپا له یوه کنج څخه بل ته لیږدونکی ریل ۵۰ کلن شو
۱۴۰۱ مرداد ۲, یکشنبه
د هغو کسانو له پاره چې غواړي د ټولې اروپا د منظرو له لیدلو څخه خوند واخلي، د دغې وچې له یوه کنج څخه بل ته رسیدل په تیرو پنځو کلونو کې ډیر آسانه او په زړه پوری شوي دي.
اعلان
د سترګو تر لید پورې ګڼ ځنګلونه، شنه ورشوګانې، فصلونه او مختلفې ونې، د اروپا خاوره د طبعیت پر دغو نعمتونو سینګاره شوې ده. صوفیه کلمپل په اورګاډي کې ناسته او له کړکۍ څخه د دغو منظرو ننداره کوي. د ځمکې د دا ډول ښکلا لیدل انسان ته یو ځانګړی احساس وربخښي. د یورو ریل د سفر په هکله دا وایي: «د ریل سفر د الوتکې له سفر څخه ډیر حقیقي دی، د بیلګې په توګه د سفر په جریان کې تاسې په بهرنۍ نړۍ کې رامنځته شوي تغیرات مشاهده کولی شئ.»
۲۲ کلنه صوفیه چې په ډیر شوق سره د انټر ریل سفر کوي، باید د آلمان له زار بروکن ښار څخه د سلوانیا پلازمېنې لبُلیانا ته ۱۲ ساعته سفر وکړي. هغه دې سفر ته ډیر لیواله ده.
د انټر ریل پنځوسمه کلیزه
د آلمان د اورګاډي شبکې یا «دویچه بهان» د انټر ریل د پنځوسمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام په ترڅ کې د دې اورګاډي د خدماتو ستاېنه کړې ده او ویلي یي دي چې شعار یي: آزاداي، دوستي او ګډ ژوند دی.
د لومړي ځل له پاره په ۱۹۷۲ م کال کې دغه خدمات په آزمایشي ډول پیل شوي وو. انټر ریل ډیر زر وکولی شول چې د اروپا د اورګاډي خدماتو په برخه کې ځان مطرح کړي. له هغه وخت راهیسې تر اوسه پورې نږدې ۱۰ میلیونه مسافرو د انټر ریل پاس یا ټکټ خریداري کړی دی.
د انټر ریل ټکټ په وسیله د اروپا سفر کوونکي مسافر د ۳۳ اروپایي هیوادونو تر ۱۰ زرو ډیرو مقاماتو ته سفر کولی شي. په دې کې د ایټالیا، یونان او ترکیې ترمنځ د بیړیو سمندري مسیرونه هم شامل دي.
د انټر ریل پاس سره د سفر کولو وخت له درو ورځو نیولې بیا تر درو میاشتو پورې دوام کولی شي. د دا ډول ټکټ بیه د سفر کولو مودې او په پام کې نیول شوو ځایونو د شمیر په اساس سنجول کیږي. همدارنګه د فرسټ کلاس ټکټ قیمت هم فرق کوي. تر ټولو ارزانه انټر ریل ګلوبل پاس ۱۸۵ یورو قیمت لري.
انټر ریل ټکټ د سفر په جریان کې د توقف یا پاتې کیدو د ځای امکانات هم برابروي. اروپایان له جون میاشتې څخه نیولی بیا تر سپټمبر میاشتې پورې ډیر زیات سفرونه کوي.
د اروپا تر ټولو ښه ریل سټیشنونه وپیژنی
په واشنګټن کي د مستهلکینو د ملاتړ بین المللي مؤسسې "Consumer Choice Center" په اروپا کي ۵۰ ریل سټیشنونه تر ارزوني لاندي نیولي او ۱۵ یې تر ټولو ښه بللي دي. دا چي هغوی کوم معیارونه پوره کړي، دلته یې انځورونه وګوری.
انځور: picture-alliance/imageBROKER/J. Beck
لاپزیګ، د اروپا د کال تر ټولو ښه ریل سټیشن
لوی حتمأ ښه نه وي. د مسافرینو دپاره د تر ټولو ښو ریل سټیشنو په ارزیابۍ کي د اروپا ځیني ډیر لوی ریل سټیشنونه، لکه مادرید د لمړیو ۱۰ ریل سټیشنو په منځ کي نه لیدل کیږي. د جرمني د لایپزیګ ریل سټیشن د ښو خدماتو او کیفیت د وړاندي کولو پخاطر د اروپا د کال ترټولو ښه ریل سټیشن لقب ترلاس کړی. دغه سټیشن په ۲۰۱۰ م کال کي جوړ او د غربي او شرقي المان تر بیرته یوځای کیدو وروسته په ۱۹۹۰ م کال کي ترمیم او نوی سو.
انځور: picture-alliance/imageBROKER/J. Beck
د ویانا ریل سټیشن
د مستهلکینو د ملاتړ بین المللي مؤسسې د اروپا د ښو ریل سټیشنو په انتخاب کي د ریل سټیشنو د ویب سایټونو او هغوی د انلایني ارقامو او اعدادو څخه هم استفاده کړې ده. د خدماتو کیفیت یا مثلأ ریل ته د معیوبینو لاسرسی د هغو په انتخاب کي رول لري. د ویانا ریل سټیشن چي په دغه ارزیابی کي یې دوهم مقام په لاس راوړی، خپل فعالیت په ۲۰۱۲ م کال کي شروع کړی دی. هغه د اوسپني ۱۶ خطونه یا پټلۍ لري.
انځور: Karl Schöndorfer/picture alliance
د لندن د سنت پنکراس ریل سټیشن
دغه ریل سټیشن د ۱۸۶۸ م کال په اکتوبر کي تأسیس سوی او د اوسپني ۱۵ خطونه لري. د دغه ریل سټیشن څخه د کاله تر ۲۰ ملیونه اضافه انسانان استفاده کوي. د لندن دغه سټیشن دریم مقام په لاس راوړی دی.
انځور: picture-alliance/dpa
د امسترډام ریل سټیشن
د هالنډ د امسترډام او مسکو د کازانسکي ریل سټیشنونه یوځای په څلورم مقام کي راغلي دي. د امسترډام ریل سټیشن د ۱۸۸۹ م کال په اکتوبر کي افتتاح سوی او د اوسپني ۱۱ خطونه لري. د دغه ریل سټیشن څخه په ۲۰۱۸ م کال کي د ورځي ۱۹۲۰۰۰ مسافر تللي او یا ورته راغلي دي.
انځور: ROBINUTRECHT/ANP/picture alliance
د مسکو د کازانسکي ریل سټیشن
د مسکو د کازانسکي ریل سټیشن په ۱۸۶۴ م کال کي افتتاح سوی دی. هغه تر اوسه پوري هم د مسکو لوی ریل سټیشن دی او د یوې خاصي او ډیري ښایسته معماري سبک پکښي کار سوی دی.
انځور: Mikhail Voskresenskiy/dpa/picture alliance
د فرانکفورت ریل سټیشن
د فرانکفورت او مونشن ریل سټیشنونه په ګډه سره په پنځم مقام کي راغلي دي. د فرانکفورت ریل سټیشن د ۱۸۸۸ م کال په اګست کي افتتاح سوی دی. هغه چي د اوسپني ۱۵ خطونه لري، په ۲۰۱۹ م کال کي د ورځي ورڅخه ۴۹۳۰۰۰ مسافر تللي او یا ورته راغلي دي.
انځور: picture-alliance/imageBROKER/M. Moxter
د مونشن ریل سټیشن
د مونشن د ریل سټیشن سالون په ۱۸۴۸ م کال کي افتتاح سوی دی. هغه چي د اوسپني ۳۲ خطونه لري، په ۲۰۱۹ م کال کي د ورځي ورڅخه ۴۱۳۰۰۰ مسافر تللي او یا ورته راغلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa
د مسکو د کورسکي ریل سټیشن
د مسکو د کورسکي ریل سټیشن په ۱۸۹۶ م کال کي افتتاح سوی دی. دغه ریل سټیشن د اوسپني په درو خطو سره د ښار سره وصلیږي او په ۱۹۷۲ م کال کي ورته یو نوی سالون جوړ سو، چي د ۱۱۰۰۰ مسافرو ګنجایش لري. د کورسکي ریل سټیشن د اروپا د ریل سټیشنونو په ۶ مقام کي راغلی دی.
انځور: Tass Mashkov Yuri/dpa/picture alliance
د میلان مرکزي ریل سټیشن
دغه ریل سټیشن په ۱۹۳۱ م کال کي رسمأ افتتاح سو او د اوسپني ۲۴ خطونه لري. د میلان د مرکزي ریل سټیشن څخه هره ورځ ۵۰۰ ریلونه تګ راتګ کوي او د کاله ۱۲۰ ملیونه مسافر لري.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Kalker
د برمنګهم د ریل سټیشن
د بریتانیا د برمنګهم ریل سټیشن په ۱۸۵۴ م کال کي تأسیس سوی او د اوسپني ۱۳ خطونه لري. د برمنګهم ریل سټیشن د کاله ۳۵ ملیونه مسافر لري. هغه په ۲۰۲۰ کي ترمیم او نوی سو.
انځور: Frank Fell/robertharding/picture alliance
د روم د ترمیني مرکزي ریل سټیشن
د روم د ترمیني دغه مرکزي ریل سټیشن په ۱۸۶۷ م کال کي افتتاح او د اوسپني ۳۲ خطونه لري. هغه د اروپا دوهم تر ټولو لوی ستیشن دی او د کاله ۱۸۰ ملیونه مسافر انتقالوي. د روم ترمیني ریل سټیشن د اروپا د ریل سټیشنونو په نهم مقام کي راغلی دی.
انځور: Cecilia Fabiano/Zumapress/picture alliance
د بولونیا مرکزي ریل سټیشن
د ایټالیا د بولونیا او پاریس د مونپارناس ریل سټیشنونه په ګډه سره په لسم مقام کي راغلي دي. د بولونیا ریل سټیشن په ۱۸۶۴ م کال کي افتتاح او د اوسپني ۲۰ خطونه لري. د بولونیا د ریل سټیشن څخه هره ورځ ۸۰۰ ریلونه تګ راتګ کوي او د کاله ۵۸ میلیونه مسافر انتقالوي.
انځور: Michele Nucci/dpa/picture alliance
د پاریس مونپارناس د ریل سټیشن
د پاریس د مونپارناس ریل سټیشن په ۱۸۴۰ م کال کي افتتاح او د اوسپني ۲۸ خطونه لري. د مونپارناس د ریل سټیشن د کاله ۵۴ میلیونه او ۸۰۰ زره مسافر انتقالوي.
انځور: Irina Kalashnikova/dpa/picture alliance
د اروپا ترټولو ښه ۲۶ ریل سټیشنونه
د اروپا د ۵۰ ریل سټیشنو د جملې څخه ۲۶ یې تر ټولو ښه ریل سټیشنونه انتخاب سوي دي. د جرمني د درو ښارونو، دوسلدورف، هانوفر او شټوټګارت ریل سټیشنونه په واشنګټن کي د مستهلکینو د ملاتړ د بین المللي مؤسسې "Consumer Choice Center" لخوا په ګډه سره په ۱۲ مقام کي راغلي دي. ( په عکس کي د هانوفر ریل سټیشن)
انځور: picture-alliance/dpa
د جرمني درې نور ریل سټیشنونه
په دغه ارزیابۍ کي د هامبورګ ریل سټیشن په ۱۴، کولون او نورنبِرګ په ګډه سره په ۱۵ مقام کي راغلي دي. (د هوا څخه د هامبورګ د ریل سټیشن عکس)
انځور: picture-alliance/dpa/M. Scholz
انځورونه1 | 15
په ځانګړي توګه د سیاحت مینه وال د سویلي او لویدیځ یا منځۍ اروپایي هیوادونو ته ډیر سفرونه کوي. په دې توګه د ایټالیا، فرانسې او هسپانیې په ساحلي سیمو کې د رخصتیو تیرونکي کسانو یوه لویه برخه بیا له انټر ریل پاس څخه استفاده کوي.
د صوفیه کلمپل د اټکل له مخې له انټر ریل ټکټ سره سفر کول له یوې خوا ارزانه تمامیږي او له بلې خوا مسافر له داسې یوه ښه احساس سره سفر کوي چې دغه سفر یې چاپيریال او اقلیم ته زیان نه رسوي.
د انټر ریل خدماتو شبکې یوه ویانده دا یو داسې احساس بولي چې یوازې د نقل او حرکت سره تعلق نه لري، بلکې د دې سفر تجربه د انسانانو ترمنځ یو بل ته د نیږدې کیدو او د یوه بل له خوی، خاصیت او کلتور سره د آشنا کیدو یوه وسیله هم بولي.
د انټر ریل ټکټ د خدماتو شبکې د روان میلادي کال په می میاشت کې خپلو مشتریانو ته د پنځوسمې کلیزې په مناسبت د ټکټونو په بیې کې ۵۰ سلنه تخفیف هم په پام کې نیولی وو چې د اروپا د سفر کولو مینه والو ترې ښه استفاده وکړه او د بل هر وخت په پرتله یې ډیر ټکټونه پلورل شوي و.