د یوه کال په ځنډ سره د ۲۰۲۱ کال اروپا جام سیالیو د فټبال لومړۍ مسابقه په ۳ پر صفر ګولونو سره ایټالیا د ترکیې څخه وګټله. د اروپا جام دغه مسابقه د ۱۶۰۰۰ تماشاچیانو په حضور کي پرون شپه په روم کی تر سره سوله.
اعلان
د فټبال مسابقې تر نیمايي پوري دواړه خواوي مساوي پاته او هیڅ یوه ټیم هم مقابل طرف ته ګول ورنه کړ. تر تفریح وروسته په ۵۳ دقیقه کي د ترکيې بَیک، میهری دیمیرل پخپله خپلي خواته ګول ورکړ. په ۶۶ او ۷۹ دقیقه کي ایټالویانو ترکیې ته دوه نور ګولونه هم ورکړل.
که څه هم دواړو ټیمونو مسابقه ښه پر مخ وړله، خو ایټالیا په ډیر مهارت او پر ځان باندي متکي والي سره لوبه کوله. همدا د دې سبب هم سول، چي هغوی دوه ګولونه نور هم ولګوي او ترکیه هیڅ ګول ورنکړي.
د اروپا جام د فټبال په مسابقو کي د اروپا ۲۴ ټیمونه برخه لري او د همدې کال د جولای میاشتي تر ۱۱ پوري ادامه لري.
په نړۍ کي د فوټبال تر ټولو گرانبیه ټیمونه
آیا گولونه په پیسو وهل کیږي؟ دې پوښتنی ته سړی هم په هو او هم په نه جواب ورکولای سي. دا ځکه چی د نړۍ په تر ټولو گرانبيه فوټبال کلبونو کي، هم ډیر بریالي ټیمونه سته او هم لږ.
د چمپینز لیگ په فاینل لوبه کي که څه هم دغې لوبډلې د ریال مادرید په مقابل کی ماته وخوړه، خو بیا هم په دغه تورلمنټ کي هغه بریالی وځلید. دغه ایټالوي ټیم د چمپینز لیگ په لوبو کي هم خپلو لویو حریفانو ته ماته ورکړه. خو بیا هم د «فاربیس» په حواله د نوموړي لوبډلې ارزښت درې فیصده یعنی ۱۲ سوه ميليونه یورو ته راکښته سو.
انځور: Getty Images/AFP/F. Monteforte
اتم ځای: اِف سي لیورپول
دلته باید سړی يوه ترخه خندا وکي. ترینر یورگین کلوپ د یو اشاریه ۳۳ میلیارده یورو په ارزښت د یوه ټیم منیجري کوي. اِف سي لیورپول د انگلستان يا پريمر ليگ کي یوازي څلورم مقام تر لاسه او د بريتانيا د جام له سياليو څخه وختي لا ووت. خو بیا هم د تکړه فوټبالرانو سادیو مانې او ایمری کن سره لیورپول د نړۍ د تر ټولو قیمتي مارکو په ډله کي راځي.
انځور: picture-alliance/empics/N. French
اوم ځای: چیلسی لندن
بیا هم د انگلستان یو ټیم. په دغه ټیم کي د نړۍ ډیر گران فوټبالران لوبي کوي. له سترو تلویزیوني چینلو سره یې قراردادونه کړي دي. د چلسي ټیم ارزښت هیڅکله هم نه دی راکښته سوی، دا ځکه چي دغه کلپ په یوه روسي میلیاردر پوري اړه لري. د هغه د پیسو له برکته، په دې ترڅ کي د چیلسي د تیم ارزښت یو اشاریه ۶۵ میلیارده یورو ته رسېدلی او اوس د انگلستان اتل دی.
انځور: picture alliance/C. Wilson/Offside
شپږم ځای: ارسنال لندن
په چمپینز لیگ کي ارسنال لوبډلي ته د جرمني اِف سي بایرن مونشن ټیم دوه واره ۵ پر۱ باندي ماته ورکړه او په خپل لیگ کی یې هم ښه گولونه نه دي وهلي. ددې کار په نتیجه کي د ارسنال د مارکې ارزښت هم یو اشاریه ۷۲ میلیارده یورو ته راکښته سو چي دا د تیر کال په پرتله څلور فیصده لږ دی. خو بیا هم دغه لوبډله په شپږم ځای کي پاته ده.
انځور: Reuters/H. McKay
پنځم ځای: مانچستر سيټي
د مانچستر سيټي کلپ بڼست که څه هم په۱۸۸۰م کال کي ایښودل سوی خو بیا هم له یو څو کلونو راهیسی بیخي نوی دی. دغه عنعنوي کلب د ابودبي په څو شیخانو پوري اړه لري او ډیره پانگونه ورباندي کیږي، خو برعکس د هغوی بریالیتوب دومره ډیر نه لیدل کیږي. د انگلستان په لیگ کي دریم ځای، دغه راز په کپ اخیستلو بریالی نه سو او د چمپینز لیگ په یو پر اتم فاینل کي خارج سو. بیا هم دغه ټیم یو اشاریه ۸۵ میالیارده یورو ارزښت لري.
انځور: Reuters/L. Smith
څلورم ځای: بایرن مونشن
د اِف سي بایرن مونشن لوبډله په اوس وخت کي کال په کال له پلان سره سم اتله کیږي. خو د چمپیینز لیگ په لوبو کي له ۲۰۱۳ کال راهیسی ښه نه ځلیږي. ښايي له همدې کبله نه سي کولای چي د درو سترو لوبډلو په کتار کي راسي. دغه ټیم دوه اشاریه ۴۱ میلیارده یورو ارزښت لري. په دوبی کي به لا نوره ډیره پانگونه هم ورباندي وسي.
انځور: Bongarts/Getty Images
دریم ځای: ریال مادرید
یوازي دریم ځای؟ هو، تاسي یې سم لولئ. د فاربس د مجلې کارپوهانو په چمینز لیگ کي د هغه پر اتل کیدو سربیره نوموړي ټیم ته یوازي دریم ځای ورکړی دی. علت يې ښایی دا وي چي په فوټبالارانو کي یې یو څه میانه ساله یعني په اوسط ډول د ۲۷ کلن کسان سته چي له مالي لحاظه ځوان لوبغاړي نه سي جذبولای. خو بیا هم دغه لوبدله په ډیر ویاړ سره ۳ اشاریه ۱۸ میلیارده یورو ارزښت لري.
انځور: Reuters/C. Recine Livepic
دوهم ځای : اِف سي برسلونا
د بارسلونا ټیم د خپلو خواهشاتو قرباني دی. څوک چي په خپل ټیم کي د نړۍ نامتو ستورو لکه میسی او نیمار ته ځای ورکوی، څو د هغوی په تیم کي لوبي وکړي او په اوړي کي یې خپله لوبډله په ۱۲۳ميليونه یورو نوره هم تقویه کړه، نو له هغې څخه د خلکو توقع هم ډیره وي. خو په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷کلونو کي دغه ټیم دومره ښه ونه ځلید. خو بیا یې هم د درې اشاریه ۲۴ میلیارده یورو په ارزښت دوهم ځای خپل کړی.
انځور: Getty Images/S. Botterill
لومړی ځای: مانچستریونایتد
پخوا یې دغه تیم ته د بایلونکي لقب ورکړی ؤ. خو نن ورځ د اروپا په لیگ کي د هغه ارزښت ډیر سوی دی . له مالي اړخه په چمپینز لیگ پوري تړلی خو بیا هم تر هغه ډیر شاته پاته دی. سربیره پر دې نوموړی ټیم د بډایو پانگه اچوونکو په برکت، د فوټبالرانو د کلوب په سر کي راځي. دغي لوبډلي د درې اشاریه ۲۸ میلیارده یورو په ارزښت یې په نړۍ کی لومړی مقام تر لاسه کړی.