1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د روسیې د ګازو کمښت او د اروپا بیړنی پروګرام

۱۴۰۱ مرداد ۴, سه‌شنبه

د روسیې د ګازپروم شرکت اعلان کړی چې د نورد سټریم ۱ نل لیکې له لارې د ګازو لیږد له اوسني ۴۰ سلنه کچې ۲۰ سنلې ته را کموي. اروپایي هیوادونه په بشپړ ډول د روسیې د ګازو د بندیدو په صورت کې پر بیړني پروګرام موافقې ته رسیدلي.

Deutschland | Die Erdgasverdichterstation Mallnow der Gascade Gastransport GmbH
انځور: Patrick Pleul/dpa-Zentralbild/picture alliance

د روسیې د انرژۍ ستر شرکت ګازپروم د دوشنبې (د جولای میاشتې ۲۵ نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې د یوه بل توربین د جوړیدو له امله، باید آلمان ته له دغې تر ټولو مهمې نل لیکې له لارې د ورځې یوازې ۳۳ میلیونه متره مکعب ګاز ولیږدول شي.

مخکې تر دې د ګازپروم شرکت په بالتیک سمندر کې د نورد سټریم ۱ ګازو نل لیکې له طریقه د خپل د ګازو لیږد ۶۰ سلنه را کم کړی و او اوس غواړي دغه کچه لا پسې راکمه کړي، یا په بل عبارت ۲۰ سلنې ته، هغه څه چې په تړون کې یې وړاند وینه شوې وه، را ټيټه کړي.

د اروپايي اتحادیې کمیسیون د ګازپروم اعلامیه د اروپا له پاره د ګډ بیړني پروګرام جوړولو ته د اړتیا لامل بولي.

د دوشنبې په ماښام په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې یوه ویاند وویل: «دقیقا دا ډول سناریو د دې سبب شوې چې د اروپایي کمیسیون مشره میرمن اروزولا فون دیر لاین د ګازو د سپما په برخه کې د پیوستون له پاره د یوه ګډ اقدام وړاندیز وکړي. اوسنی وضعیت زمونږ خپل تحلیل تائیدوي او هیله ده چې د اروپایي اتحادیې شورا په دې سه شنبې کې د یوه مناسب ځواب په اړه پریکړه وکړي.»

پر بیړني پروګرام د اروپايي اتحادیې د هیوادونو توافق

د اروپايي اتحادیي غړي هیوادونه د ګازو د مصرف کمولو او سپما پر یوه بیړني پروګرام موافقې ته رسیدلي دي. د دې پروګرام هدف په بشپړ ډول د ګازو صادراتو بندولو په صورت کې، د روسیې د احتمالي اقدام د اغیزو کمول دي.

د آلمان خبري آژانس (dpa) د سه شنبې په ورځ د دیپلوماتیکو چارواکو په نقل رپوټ ورکړی دی چې د دې طرحې په اساس د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه خپل د ګازو مصرف د ۲۰۲۲م کال د اګست له لوموړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۳م کال د مارچ تر ۳۱ نیټې پورې په دواطلبانه شکل ۱۵ سلنه را کموي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، همدارنګه د ټولې اروپایي اتحادیې په کچه باید د خبرداري ورکوونکي میکانیزمونه رامنځته کړای شي، چې په پراخه کچه د ګازو د کمښت په صورت کې سپما یي الزامي کړای شي.

د آلمان خبري آژانس زیاته کړې ده چې په دې موافقتنامه کې د کمیسون د پخوانۍ طرحې سخت ګیرانه شرایطو کې د پام وړ تغیرات رامنځته شوي او له دغه کړکیچ څخه د وتلو له پاره بیلا بیل وړاندیزونه هم شوي دي.

دغه طرحه ټاکل شوې ده د سه شنبې ورځې په اوږدو (د جولای میاشتې پر ۲۶مه) کې په رسمي ډول اعلان شي.

آژانسونه: ش.ن/ خ. ح