اروپایان ښايي اوکراین ته تر ۱۵ زره سرتېري واستوي
۱۴۰۴ دی ۱۰, چهارشنبه
د رسنیو د يو راپور له مخې، څو اروپایي هېوادونو د اوکراین لپاره د احتمالي اوربند د خوندي کولو پلانونه چمتو کړي، چې پکې د لسو تر پنځلسو زرو سرتېرو لېږل شامل دي.
د آلمانۍ ورځپاڼې (Die Welt) د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د دسمبر ۳۱مه) په بروکسل کې د دیپلوماتیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په لومړیو شپږو میاشتو کې ښايي «۱۰ زره تر ۱۵ زره» سرتېري له اروپایي هېوادونو اوکراین ته واستول شي. د راپور له مخې دا پلانونه په اساسي ډول د بریتانیا او فرانسې د وسله والو ځواکونو د پوځي کارپوهانو له خوا د بروکسل په همکارۍ چمتو شوي دي.
راپور وايي چې داسې ښکاري چې فرانسه او بریتانیا د دې لپاره چمتو دي چې اوکراین ته د «پیاوړو امنیتي تضمینونو» ژمنه وکړي. د معلوماتو له مخې، دا به دوی ته دا توان ورکړي چې په بیړني حالت کې د سولې د ساتنې لپاره د ځمکنيو ځواکونو په وسیله جګړه هم وکړي. د «دي ويلټ» آلمانۍ ورځپاڼې د دیپلوماتیکو سرچینو په حواله لیکي چې دواړه هېوادونه چمتو دي، حتا د ملګرو ملتونو یا د اروپایي اتحادیې له رسمي ماموریت پرته هم، د اوربند د څارنې په بهیر کې برخه واخلي. د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو لپاره به د اوکراین بلنه بسیا وي.
د راپور له مخې، د اوربند څارنه له هوا او سمندر څخه باید د اوکراین د ګاونډیو هېوادونو له لارې یقیني شي. د پلانونو له مخې، په دې بهیر کې ترکیه هم رول لري او انقره ښايي د تور سمندرګي سیمه وڅاري.
د يادې ورځپاڼې د راپور له مخې، د اروپایي اتحادیې هېوادونه د فبرورۍ په میاشت کې، چې د روسیې د برید پر اوکراین د څلورمې کلیزې سره سمون خوري، د روسیې پر ضد د شلم بندیزي پکېج د تصویب پلان لري. د راپور له مخې، پکې د نورو اشخاصو او سازمانونو پر وړاندې د سفر محدودیتونه او د شتمنیو کنګلول شامل دي.
راپور وايي چې په ځانګړي ډول هغه کسان به په نخښه شي چې د ماشومانو د تښتونې او ایډیالوژیکې بیا روزنې مسؤلیت لري. همدارنګه د انرژۍ او بانکي سکتورونو کې نور بندیزونه هم پلان شوي دي. سربېره پر دې، باید هغه تشې هم وتړل شي چې د پخوانیو بندیزونو د مخنیوي لپاره کارول کېږي.
د يادې ورځپاڼې د راپور له مخې، په بروکسل کې دا هم تر غور لاندې ده چې د روسیې د یورانیمو واردات بند شي او په دې توګه د روسیې د اټومي انرژۍ فدرالي اداره هم تر بندیز لاندې راوستل شي. خو د راپور له مخې تر اوسه د فرانسې او بلجیم په څېر هېوادونو له لوري پر دې موضوع مخالفت موجود دی.
روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړ. اروپایي اتحادیه وروستی ځل د اکتوبر په میاشت کې د روسیې پر ضد د بندیزونو د لا سختولو هوکړه وکړه چې پکې تر ۲۰۲۷ کال پورې د اروپایي اتحادیې له خوا د روسیې د مایع طبیعي ګاز د ټولو وارداتو د پای ته رسولو پلان هم شامل و.