1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« د طالبانو سره خبري، خو په رسمیت پیژندلو کي یې احتیاط»

۱۴۰۰ مرداد ۲۷, چهارشنبه

اروپایي ټولني ویلي چي دغه ټولنه به دې ته اړتیا پیدا کړي چی د طالبانو سره خبري وکړي خو دا د طالبانو د په رسمیت پیژندلو په معنی نه ده. همدارنگه طالبانو په خپل لومړني خبري کنفرانس کي ملایمه او د پخلایني ډکه لهجه وښووله.

Afghanistan I Lage in Kabul spitzt sich zu I 15.08.2021
طالبان د افغانستان د جمهوري ریاست په ارگ کيانځور: Zabi Karim/AP/picture alliance

د اروپایی ټولني د خارجي سیاست مسؤل ، جوزپ بوریل د سه شنبه په ورځ وویل چي دغه اتحادیه به له طالبانو سره خبرو اترو ته ضرورت پیدا کړي خو په افغانستان کي به د نوو حاکمانو سره هر ډول گډ کار په دې پوري مربوط دی چي آیا هغوی بشري اساسي حقوق په نظر کي نیسي او که څنگه.

د اروپایی ټولنی چارواکي د افغانستان د وضعیت په هکله دغه څرگندوني د نوموړي اتحادیی د خارجه وزیرانو سره تر یوې اضطراري جلسې وروسته وکړې.

دغه جلسه په داسي حال کي ترسره سوه چي د طالبانو ویاند ، ذبیح الله مجاهد د اول وار دپاره په کابل کي د حکومت د رسنیو په مرکز کي یوه خبري ناسته جوړه کړه او په هغې کي یې عمومي عفوه اعلان او ټینگار یی وکړ چي هغوی د خپل هیڅ کوم مخالف څخه د غچ اخیستلو په فکر کي نه دي. خو نه یوازي په افغانستان بلکي د نړۍ په سطحه هم دغو اظهاراتو ته د شک په سترگه کتل کیږي.

جوزپ بوزل، د اروپایی ټولنی مسوولانځور: Imago Images/Seeliger

بوریل په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي وویل چي اروپایي ټولنه د بشري موضوعگانو لکه د افغانستان څخه د وتلو پخاطر اجازه ورکول  او یا نورو مسایلو په باب په عملي ډول لاس په کار کیږي خو الزاماً ددغي ډلي حاکمیت په رسمست نه پیژني.

د اروپایی ټولنی د خارجي سیاست مسوول وویل :« طالبانو جنګ وګاټه ، په همدې دلیل به د هغو سره خبري وکړو. موږ به له افغان حاکمانو سره په هغه شکل چي دوی دي ، معامله وکړو  او په عین حال کي به طبعاً د احتیاط څخه هم کار واخلو».

بوریل ټینگار وکړ چي« ما نه دي ویلي چي موږ به طالبان په رسمیت وپیژنو ... ما یوازي ویلي چي موږ به دهغو سره د ټولو مسایلو په هکله خبري وکړو ، حتی د ښځو او نجونو د حقونو د ساتلو پخاطر زموږ د هلو ځلو په اړه. حتی ددې کار له پاره ضرورت دی چي دهغو سره ارتباط ونیسو».

د اروپایی ټولنی دغه چارواکي همدارنګه وویل، :« موږ به د کومکونو د دوام پخاطر شرایط وضع کړو او پر هغوی باندي فشارونه راولو... تر څو د بشر حقوق مراعات سي. زه پوهیږم چي زما دغه اظهارات امیدواري رامنځته کوي خو موږ به د ځینو فشارونو څخه کارواخلو.»

بوریل وویل چي فعلاً دا خبره اولویت لري چي د اروپایي ټولني اتباع او هغه افغانان چي د ناټو په ماموریت کي یې همکاري کړې ده ، د افغانستان څخه راوایستل سي.

د طالبانو د پخلایني ډکه لهجه

طالبانو د قدرت د ترلاسه کولو وروسته په خپل لومړني خبري کنفرانس کي  د عمومي عفوي او د «اسلام په چوکاټ کي » د ښځو د حقوقو د رعایت کولو ژمنه وکړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په لومړنۍ خبري ناسته کيانځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د طالبانو ویاند ، ذبیح الله مجاهد چی د اول وار دپاره د رسنیو د کمرو په مخکي راحاضر سو ، ډاډ ورکړ چي د غچ اخیستلو په لټه کی نه دي ، حتی د هغو کسانو په مقابل کي هم چی د غربي ځواکونو سره یی کار کړی وي. هغه وویل:« موږ ډاډ ورکوو چي هیڅ څوک به د هغوی دروازو ته ورنه سي چي ولي یی » د خارجي ځواکونو « سره کار کړی دی.»

ذبیح الله مجاهد ژمنه وکړه چي د ښځو حقونو ته درناوی کوي:» موږ متعهد یو چي ښځو ته به اجازه ورکړو د اسلامي قوانینو په چوکاټ کي کار وکړي«.

مجاهد همدارنگه وویل چي طالبان غواړي خصوصي رسنۍ «مستقلي پاته سي» خو ټینگار یی وکړ چي خبریالان باید د« ملي ارزښتونو پرضد کار ونکړي.»

GP/MQ/AG