اروپايي ټولني د روسیې د «غیر دوست هیوادو» پر ليست انتقاد کړی
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۸, سهشنبه
د اروپايي ټولني د بهرنيو مسایلو مسؤل ددې تر څنګ چي دغه ليست یې بې اساسه بللی، دا هم ویلي دي چي دا کار به له روسیې سره بې له هغه خراب روابط نور هم خراب کړي. په دغه ليست کي امریکا او د چک جمهوریت شامل دي.
انځور: Russian Foreign Ministry/REUTERS
اعلان
دغه خبره د اروپايي ټولني د بهرنيو مسایلو مسؤل، جوزیف بوریل په بروکسل کي کړې ده. هغه همدارنګه ويلي دي، چي موږ له روسیې څخه غواړو چي پر دغه تصمیم باندي له سره غور وکړي او د روابطو د نور لا ډیر خرابیدو مخنیوی وکړي.
د غیر دوستو هیوادو په درجه بندي کي شاملیدل په دې معنی دي چي د دغو درو هیوادونو تر منځ به ډیپلوماتیکي نمایندګي محدودي او راکمي سي. داسي چي د چک جمهوریت په خپلو ډیپلوماتیکو نمایندګیو کي يوازي د ۱۹ روسي اتباعو د استخدام اجازه لري او امریکا یې بیا هیڅ نه لري.
دغه اقدام د روسیې پرضد د امریکا او چک جهوریت د متقابلو اقداماتو په چوکاټ کي سوی دی. دغو دواړو هیوادو په دې اواخرو کي یو تعداد روسي ډیپلوماټان له خپلو هیوادونو څخه وایستل.
په تیر اپریل میاشت کي امریکا متحده ایالاتو ۱۰ روسي ډیپلوماټان له خپلي خاوري څخه اخراج کړل. د دې اقدام دلیل د امریکا د تیرکال په انتخاباتو کي د روسیې مداخله او د همدغه هیواد لخوا هکري بریدونه ذکر سوي دي.
د چک جمهوریت هم په ۲۰۱۴م کال کي د نظامي تجهیزاتو د یوه ډیپو په انفجارونو کي د روسیې د استخباراتي سازمانو د لاس درلودلو په دلیل دغه هیواد مقصر وباله او په همدې دلیل یې روسي ډيپلوماټان اخراج کړل. خو مسکو بیا د چک جمهوریت دغه ټوله تورونه رد کړي دي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چي د دواړو هیوادونو پر ډیپلوماتیکو نمایندګیو باندي یې دغه جزايي تدابیر وختي لا اتخاذ کړي دي.