په افغانستان کي د طالبانو پرمختګونو ته په کتو سره اروپايي ټولني هغوی د قدرت د په زور نیولو په صورت کي په بین المللي انزوا باندي تهدید کړل. ټولني د افغان حکومت سره د سولي د جدي خبروغوښتنه هم وکړه.
انځور: Michel CHRISTEN/EP/European Union
اعلان
د اروپايي ټولني د خارجي مسایلو نماینده، جوزیف بوریل پرون پنجشنبه ماښام ( د ګست میاشتي ۱۲ مه) غوښتنه وکړه، چي طالبان باید د افغانستان د حکومت سره د دغه هیواد د راتلونکي په باب جدي او اساسي خبري وکړي او ډیر ژر د قدرت د په زور نیولو څخه لاس واخلي.
بوریل اضافه کړه، خو که طالبان قدرت په زور ونیسي او یو اسلامي امارت جوړ کړي، بیا به نو د بین المللي ټولني لخوا په رسمیت ونه پیژندل سي. په خبره یې «هغوی به د انزوا سره مخامخ او هیڅ نوع بین المللي کومکونه به په لاس رانه وړي.»
په می میاشت کي د افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو د شروع راهیسي طالبانو د افغانستان ډیري سیمي او ښارونه نیولي او ترخپل کنټرول لاندي یې راوستلي دي.
انځور: Unicef
اوس هغوی په دې منځ کي خپله توجه د کابل نیولو ته رااړولې ده. پرون هغوی د کابل په ۱۵۰ کیلومترۍ کي د غزني ولایت او دریم لوی ښار، هرات تر خپل کنټرول لاندي رواستل. همدا راز د کندهار ښار او غور ولايت مرکز فيروزکوه د نيولو خبرونه هم ورکړل شوي دي.
بګرام هوايي اډه له کابو شلو کلونو راهيسې د امريکايي ځواکونو د قومندې مرکز وو. اوس له څه مودې راهيسې د دغي اډې خالي کول پيل شوي دي. ډېر توکي ويجاړ او غورځول شوي دي. ځيني په دې ويجاړو کې خپل بخت آزمايي.
انځور: Adek Berry/Getty Images/AFP
هر څه ايستل اچول شوي؟
تاريخ ليکونکي کيدای شي يو وخت پر دې اختلاف سره ولري چې په افغانستان کې د امريکا له پوځي ماموريت څخه څه پاته شول؟ خو اوس لا روښانه ده چې څه چې عملاً «پاتيږي» هغه ډېر کباړ يا زاړه توکي دي.
انځور: Adek Berry/Getty Images/AFP
دا کثافات به څه کیږي؟
کابو شل کاله د بګرام هوايي اډه د امريکايي ځواکونو د قومندې مرکز وو. اوس په داسې حال کې چې د امريکايي پوځ بشپړ وتلو ته تقریباً ۱۱ هفتې پاتې دي، هغوی ډېر وسايل يا خو له ځان سره وړلی شي او يا یې هم افغان امنيتي ځواک ته سپاري. خو ډېر هغه توکي چې نه انتقاليږي، ويجاړ کړل شوي دي.