1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د آلمان حکومت دې له افغانستانه د تخلیې پروازونه پېل کړي»

۱۴۰۰ بهمن ۱۵, جمعه

پروازول د آلمان له حکومته له ګواښ سره د مخامخ افغانانو د ژغورنې له پاره د لا زياتو هلو ځلو غوښتنه کړې. دا ټولنه وايي چې آلمان نه يوازې له خطر سره د مخامخ کسانو د کورنۍ اصلي غړيو ته، بلکې د کورنۍ ټولو غړيو ته پناه ورکړي.

Afghanistan | Evakuierungsflüge vom Flughafen Kabul
انځور: Yonhap/picture alliance

د بشري حقونو د پلوي «پروازول» ټولنې اجرايوي رئيس ګونتر بورکهارت په افغانستان کې له خطر سره د مخامخ کسانو له پاره لا زياتو هلوځلو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده.

بورکهارت د جمعې په ورځ د «آلمان د تحرير اداري شبکې» رسنيزې ډلې ته وويل چې په دې کې په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره د توافقنامې لاسليک کول هم شامليږي څو هغه کسان چې د لوېديځو هيوادونو له خوا د حفاظت ژمنه یې ترلاسه کړې ده، وکولای شي د الوتکو له لارې بهر ته ولاړ شي.

بورکهارت ويلي: «د آلمان د فدرالي حکومت جوړولو له پاره په ائتلافي تړون کې د غېر بيوروکراتیکې پروسې خبره شوې وه.» د نوموړي په خبره اوس هغه کار چې د توافقنامې په ترڅ کې پرې ټينګار شوی وو، بايد عملي شي.

آلمان له افغانستانه یوه بله ډله له خطر سره مخامخ کسان ایستلي دي

هغه ادعا وکړه: «د افغانستان خطرناک وضعيت او له دغه هيواد څخه د خلکو د راایستلو له پاره د آلمان د فدرالي دولت عمل اوس هم ډېره فاصله سره لري.»

بورکهارت د پخوانيو سيمه ایزو کارکوونکو د منلو په برخه کې هم له سره د غور غوښتونکی شو. هغه وويل: «د آلمان فدرالي حکومت بايد نه يوازې د هغو کسانو د کورنيو اصلي غړي ومني چې له خطر سره مخ دي» ځکه چې په غالب ګومان د کورنۍ ټول غړي د طالبانو له خوا له خطر سره مخامخ دي.

رپوټ: آلمان پلان لري په سونو افغانان له افغانستانه راوباسي

د بشري حقونو د دې سازمان د اجرايوي مشر په خبره طالبان د لوېديځو هيوادونو او سازمانونو د کارکوونکو ټول بالغ ښځينه او نارينه اولادونه هم مسئول ګڼي.

بورکهارت له همدې کبله وويل چې «د آلمان حکومت بايد ژر تر ژره د تخلیې پروازونه پېل کړي.» د هغه په خبره دا پروزاونه کولی شي افغانستان ته د خپل سفر پر وخت دغه هيواد ته خوراکي توکي انتقال کړي، ځکه چې سړی نه شي کولی، په داسې حال کې چې تر ګواښ لاندې کسان انتقالوي، له لوږې سره مخامخ کسان يوازې پريښږدي.»

ب. ص/ ن. ز (KNA)