1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کې تر خونړيو بريدونو وروسته د ايستلو پروازونه پيل شوي

۱۴۰۰ شهریور ۵, جمعه

د کابل له هوايي ډګره د خلکو د رايستلو پروازونه تر خونړيو بريدونو يوه ورځ وروسته پېل شوي دي. بريتانيا په همدې حال کې د نورو بريدونو په اړه خبرداری هم ورکړی دی.

Afghanistan | Evakuierungsflug am Flughafen Kabul
انځور: Ministry of Defense of Spain/REUTERS

د پنجشنبې په ورځ (د اګست ۲۶مه نيټه) پرله پسې بريدونو وروسته چې د قربانيانو شمير یې ډېر لوړ دی، له کابل هوايي ډګر څخه د تخليې پروازونه په موقتي توګه درول شوي ول. د رسنيو د رپوټونو په حواله په دغه پرله پسې دوو بريدونو کې لږ تر لږه ۷۲ ملکيان او ۱۳ امريکايي عسکر وژل شوي دي.

په بريدونو کې چې پړه یې د داعش ډلې منلې ده، ۱۸ امريکايي عسکر ټپيان شوي هم دي. امريکا متحده ایالاتو هم ويلي دي چې د اګست د ۳۱ تر ضرب الاجل پورې د نورو بريدونو احتمال هم شه.

د کابل ښاريانو په دې منځ کې ويلي دي چې د جمعې په سهار يو څو پروازونه وشول.

بريتانیا د جمعې په ورځ وويل چې پلان لري له افغانستان څخه تخليه «په يو څو ساعتو کې» بشپړه کړي. د بريتانيا د دفاع وزير بن وېلس « Sky News» ته وويل: «موږ به لومړی هغو کسان ته چې له ځانه سره مو راوستلي دي او په هوايي ډګر کې یې شمیر کابو زرو کسانو ته رسېږي، رسېدګي وکړو.»

هغه زياته کړه: «موږ به هڅه وکړو د خلکو په ګڼه ګوڼه کې خپل نور کسان هم وموندو خو زموږ عمومي پروسه نوره تړل شوې ده او د تخلیې له پاره يوازې څو ساعته وخت لرو.»

وېلس همدا راز د کابل پر هوايي ډګر د نورو بریدونو په اړه هم خبرداری ورکړ. نوموړي وويل: «څومره چې زموږ د وتلو وخت را نزدې کیږي، هومره موږ ته ګواښ زياتيږي.»

هسپانيا هم په دې منځ کې ويلي دي چې خپل ټول پرسونل یې له افغانستان څخه ایستلي دی او د ديپلوماتيکې عملې ټول غړي یې په دوبۍ کې دي. د اِل پايس ورځپاڼې په حواله په دوو پوځي الوتکې کې پاتې ۸۱ هسپانويان د جمعې پر سهار ووتل.

آسترليا هم ويلي دي چې په کابل کې تر بريدونو دمخه یې د رايستلو لړۍ درولې وه. د آسترليا لومړي وزير سکات ميلر د جمعې په ورځ وويل چې خپل پوځي پرسونل یې په هوايي ډګر کې تر بريد يوازې څو ساعته دمخه رايستلی وو.

امريکا متحده ایالات چې د تخلیې پروسه یې لا روانه ده، ويلي دي چې تر پنجشنبې ورځې یې تر سلو زرو ډېر کسان له کابله ايستلي دي خو تر اوسه لا تر زرو ډېر امريکايان او همداراز په لسونو زره افغانان هڅه کوي چې د هوا له لاري له افغانستان څخه ووځي.

د امريکا د مرکزي قومندې مشر جنرال فرانک مک کينزي چې د ایستلو پروسې څارنه کوي، وويل چې د پنجشنبې په ورځ ۵۰۰۰ کسان پرواز ته په انتظار ول.

زموږ له آرشيف:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب