1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه د پناه غوښتنلېکونو د چټک پروسس ځانګړی مرکز جوړوي

۱۴۰۱ بهمن ۲۸, جمعه

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دې مرکز لومړېتوب هغه افغان میرمنې او خبریالان دي چې افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

اسلام آباد کې د افغان خبریالانو لاریون
اسلام آباد کې د افغان خبریالانو لاریونانځور: Shukria Sediqi

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوې ویناپاڼې کي راغلي دي چې په کابل کې د سفارتي فعالیتونو د نشتوالي له امله په اسلام اباد او تهران کې د پناه غوښتنلیکونه پروسس کوي.

ویناپاڼه زیاتوي د کار د چټکتیا له پاره راتلونکې میاشت د یوه داسې ځانګړي مرکز جوړېدل په پلان کې دي چې د پناه غوښتنې ډېر غوښتنلېکونه به پروسس کړي.

ویناپاڼه لیکي: «زموږ ډېره پاملرنه به د هغو افغان خبریالانو او مېرمنو وضعیت ته وي چې ژوند یې په ځانګړي ډول له خطر سره مخامخ دی.» 

د رپوټونو له مخې دا مهال په زرونو هغه افغان خبریالان، میرمنې، د بشري حقونو فعالان، بهرنیو ځواکونو او بنسټونو پخواني کارکوونکي په اسلام اباد او تهران کې د ویزو په تمه دي چې د فرانسې په ګډون یوشمېر نورو لویدیځي هېوادونو ورته د مرستې او ملاتړ ژمنه ورکړې.  

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په تهران او اسلام اباد کې یې د ادارې کارکوونکو شمېر هم ډېر کړی دی چې د هغو افغان ښځو او نارينه وو مرسته وکړي چې غواړي خپل هېواد پریږدي.

زموږ له آرشيف څخه:

پاکستان کې افغان کډوال: د کورونو نه موندلو مو ژوند تریخ کړی

03:09

This browser does not support the video element.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل