په آلمان کي اوسېدونکی هر شپږم وګړی د بې وزلۍ له ګواښ سره مخاخ دی. د تيلو، ګازو، برېښنا او خوراکي توکو د مخ پر لوړېدونکو قيمتونو له کبله دغه هيواد له نوو ننګونو سره مخ دی.
اعلان
څوک به فکر کوي چي داسي انسانان چي له غربت څخه په کوڅه کي ژوند کوي، يا مېندي د خپلو ماشومانو د مړولو له پاره د يو وخت له ډوډۍ صرف نظر کوي يا متقاعدين چي په ډېرانونو کي په خالي بوتلونو پسي ګرځي صرف په بې وزلو هيوادونو کي وجود لري. خو ياد موارد په آلمان کي هم سته کوم چي د نړۍ يو له تر ټولو بډايو هيوادونو څخه دی.
په دغه هيواد کي په ټوليزه توګه ۱۳،۸ ميليونه انسانان او په دې توګه د بشپړ نفوس شپږمه برخه د بې وزلۍ له ګواښ سره مخامخ دي. دا معلومات د مرستندويه سازمانونو د سراتحاديې په نوي راپور کي رابرسېره سوې دي. م.م: ۵۴ بې وزله هيوادونه د قرضې عاجلې معافۍ ته اړ دي
په راپور کي راغلي دي چي په آلمان کي يو شمير انسانان له يخ او لوږي څخه کړيږي ځکه چي ورته اړينه مرسته نه رسيږي. په دغه هيواد کي يو شمير انسانان له دې کبله هم خپل ژوند له لاسه ورکوي چي و روغتيايي نظام ته لاسرسی نه لري.
دا چي بې وزلي څه شی ده، يا کله څوک له غربت څخه خبر کوي، په تعريف پوري مربوطه خبره ده. يعني د يو تعريف له مخي ښايي يوه ډله انسانان بې وزله وبلل سيو خو د بل تعريف له مخي ونه بلل سي. په داسي حال کي چي د نړۍ په زياتو هيوادونو کي انسانان په مطلقه بې وزلي کي ژوند کوي، په اروپا کي اوسېدونکي يو شمير انسانان د پرتليزي بې وزلۍ سره مخامخ دي.
دغه انسانان مجبوره دي چي په زياتو محدوديتونو کي ژوند وکړي. دغه انسانان خپل ژوند صرف په هغه صورت کي پر مخ بيولای سي چي له زياتو څيزونو څخه صرف نظر وکړي.
په اروپايي اتحاديه کي هغه څوک بې وزله يا د بې وزلۍ د ګواښ سره مخامخ بلل کيږي چي د اوسط عايد له ۶۰ سلني څخه کم عايد لري. څوک چي د اوسط عايد څخه تر ۵۰ سلني لا کم عايد ولري، نو هغه ډېر بې وزله بلل کيږي.
په آلمان کي هغه مجردان چي د مياشتي ۱۱۴۸ يورو په لاس راوړي، هغوی بې وزله تصور کيږي. هغه مور يا پلار چي په يوازي سر یو کوچنی ماشوم لويوي او په مياشت کي ۱۴۹۲ يورو لري، هغوی هم بې وزله اټکل کيږي. ياد مقدار پيسې بايد د هغوی د اپارتمان د کرايې، خوراکو، جامو او انرژۍ د مصارفو له پاره کفايت وکړي. په آلمان کي په ۲۰۲۰ م کال کي تقريبا ۵،۳ ميليونه داسي کسان اوسېدل چي د هارڅ څلور په نوم سوسيال مرستي يې ترلاسه کولې. د دغو مرستو له مخي مجردان د مياشتي ۴۴۹ يورو ترلاسه کوي چي بايد د خوراکو، جامو، نظافتي سامان، انټرنټ، ټليفون او د برېښنا مصارف په پوره کړي.
خو په آلمان کي قيمتونه جګ سوي دي او مرستندويه سازمانونه وايي چي هارڅ څلور سوسيال مرستي د اړمنو انسانانو اړتياوي نه پوره کوي. له دې کبله هغوی غوښتنه کوي چي د يو «باکرامته ژوند» له پاره بايد في کس ته ۶۵۰ يورو په مياشت کي ورکړل سي. د آلمان حکومت غواړي چي د ۲۰۲۳ م کال له پېل څخه سوسيال مرستي في کس ۵۰۲ يورو ته جګي کړي، چي د مرستندويانو په وينا کفايت به و نه کړي.
ز.ک./ا.ا./ن.ز.
ستر ښار هانګ کانګ او په تشنابو کې یې پخلنځايونه
په داسې یوه ځای کې د ژوند کولو تصور کولای شئ چې پخلنځای او تشناب یې يوځای وي؟ دا حالت د هانګ کانګ بې وزله او کم عايد کرونکی قشر تجربه کوي. هغه ښار چې د آسيا تر ټولو مهم سوداګريز مرکز دی خو له طبقاتي سمبولونو ډک دی.
انځور: Benny Lam & SoCo
په تشناب کې پخلی
آیا د ماښام ډوډۍ د خوړولو پلان لرئ؟ مهرباني وکړئ: مرغاوۍ او ترکاري دغلته له کمود څخه د يو څو سانتي مترو په واټن کې پرته ده. مسالې، کاسې، ديګي او د چای لوښي بل لوري ته ولاړې آلمارۍ کې پراته دي. د هانګ کانګ د دغه ډول اپارتمانونو اوسېدونکي د تشناب په دغه ډول ککړه او تنګه فضا کې له پخلي سره بلد دي.