1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر خطر لاندې افغانانو د پناه غوښتنې کېسونه ولې ځنډول کیږي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ شهریور ۱۱, شنبه

پاکستان او ایران کې دغه افغان کډوال چې وايي افغانستان کې یې ژوند په خطر کې ؤ، ډېرو یې تر کال هم ډېر انتظار کړی. رپوټونه وايي ددې بې برخلیکه انتظار له امله یوې افغان میرمنې په اسلام آباد کې ځان وژنه کړې.

آرشیف انځور: اسلام آباد کې د هغو افغان خبریالانو اعتراض چې امریکا او اروپا ورسره ژمنې کړي
آرشیف انځور: اسلام آباد کې د هغو افغان خبریالانو اعتراض چې امریکا او اروپا ورسره ژمنې کړيانځور: Shukria Sediqi

د امریکا په ګډون یوشمېر اروپايي هېوادونو افغانستان کې د جمهوریت تر ړنګېدو وروسته زرهاوو افغانانو ته د هغوی د منل کېدو ژمنې ورکړي، دوی دریمو هېوادونو ته ورغوښتل شوي خو له دې ډلې ډېر یې تر کال هم ډېره موده په تمه دي.

دغه افغان کډوال وايي، د کډوالۍ کېسونو چارې یې تر دې بریده ځنډنۍ شوې چې اوس د خپلې کورنۍ او ماشومانو مالي لګښتونو ته حیران دي.

د خوست ولایت اوسېدونکی روح الامین یو له هغو افغان کډوالو دی چې جرمني کې د کډوالۍ منل کېدو په تمه ایران ته غوښتل شوی ؤ، خو تر شپږ میاشتني بې برخلیکه انتظار وروسته بیرته افغانستان ته ستون شوی دی.

ده دویچه ویله ته وویل: «په دغو شپږو میاشتو کې زما هیڅ ډول انټرویو وانه خېستل شوه، خو راته ویل کیدل چې منتظر شئ. ما ډیر انتظار وکړ، د ایران د ویزې موده مې پای ته ورسیده، امکانات راپسې خلاص شول او ډير لګښتونه کېدل.»

دغه افغان کډوال وايي بې برخلیکه انتظار او د چارو ځنډیدو له امله مالي ستونزې دومره ډېرې شوي چې اوس ډېر په رواني ستونزو اخته دي.

لادرکه شوې افغانه ماشومه په قطر کې له کورنۍ سره یو ځای شوه

02:55

This browser does not support the video element.

اسلام آباد کې د یوې افغان کډوالې ځان وژنه

اروپا او امریکا ته د تګ په تمه دریمو هېوادونو کې ددغو افغان کډوالو رواني وضعیت د ځان وژنې تر بریده رسېدلی. وروستۍ پېښه په اسلام آباد کې د مریم سادات په نوم د یوې افغان کډوالې ځان وژنه ده چې په خواله رسنیو کې هم پراخ غبرګون لري.

په اسلام آباد کې د بشري حقونو د ساتونکو ډلې په نوم یوه سازمان ددې پېښې په تړاؤ په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې میرمن سادات له څه باندې یو کال راهېسې د طالبانو له وېرې پاکستان ته کډه شوې وه او هلته د امریکا د بشردوستانه ویزې په تمه له خپلې کورنۍ سره اوسېده. اعلامیه زیاتوي: «هغې د یو کال راهیسې د هغې د P2 قضیې غوښتنلیک ته انتظار ويست چې په پاېله کې د P2 قضیې پروسې اوږد انتظار د هغې مالي ستونزې دومره ډېرې کړې، چې په هغې یې په رواني توګه اغیزه وکړه او پایله یې هم ځان وژنه وه.» 

دغه سازمان زیاتوي چې دا پېښه ډېره دردونکې ده او له ملګرو ملتونو او امریکا غواړي چې پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

تر خطر لاندې افغانانو د کډوالۍ غوښتنلیکونو چارې ولې ځنډیږي؟

د بشري حقونو او کډوالو حقونو د دفاع ډلې وايي، ایران او پاکستان کې د افغانانو د کډوالۍ کېسونو ادارې په خورا ځنډ دا چارې ترسره کوي چې لوی لامل یې زرهاوو غوښتنلیکونه او لږ شمېر کاري پرسونل دی.

اسلام آباد کې د بشري حقونو د ساتونکو ډلې بنسټ مشر قیس یاسیني دویچه ویله ته وویل: «دا یوه جدي ستونزه ده. مونږ وخت ناوخت له دې کډوالو سره کینو او وضعیت یې له نیږدې څارو. دوی ګڼې ستونزې لري، د کیسونو د ځنډ یو لامل دا دی چې پخوا ډیری سازمانونو تر ګواښ لاندې افغانانو د انتقال لپاره عاجلې برنامې لرلې. خو اوس ډیری هېوادونو دغه برنامې یا پای ته رسولي او یا هم د پای ته رسولو په درشل کې دي. اوس دوی خپل فعالیتونه د یوې نورمال پروسې په توګه پرمخ وړي.»

اړوند مطالب:جرمني ته د افغانانو د لېږد بهیر ځنډول شوی دی

د بشري حقونو دغه فعال زیاته کړې چې افغانان لاهم بیړني ملاتړ ته اړتیا لري چې باید ژمنه ورکوونکي هېوادونه ورته پام وکړي. که دغه وضعیت دوام وکړي نو ښايي د نورو زړه بوږنونکو پېښو شاهد هم اووسو.

ددې ترڅنګ ښاغلی یاسیني د ډېر منتظر پاتې کیدو یو بل ستر لامل له بهره د منل کېدو ایمیلونو سره په خپله د افغانانو بې پروايي هم ښيي:«ډیری افغانان چې یو ادرس ته یې خپل غوښتنلیکونه لیږلي د مربوطه سازمانونو په یوه ساده ځوابي ایمیل هم دریمو هېوادونو ته راغلي چې په دې برخه کې هم نړېوال سازمانونه باید د پوهاوي یو روښانه میکانیزم رامنځته کړي.»

اړوند مطالب:زيات شمیر افغانان لا هم په البانيا کې د امريکا ويزې ته په انتظار دي

په سندونو کې جعل او د کډوالۍ کېسونو د وړاندې کولو پرمهال د واقعي مالوماتو نه مطرح کول ددغو چارو د ځنډ بل لامل بلل کیږي.

ایران کې د کډوالو حقونو یوه فعاله آصفه ستانکزۍ په دې اړه وايي: «اداري بیروکراسي او د پرسونل، خدماتو کمښت بل پلو، خو ترڅنګ یې یوشمېر جعلکاری او ټګۍ چې په دې برخه کې شوي، دا پروسه لانوره ځنډنۍ کړې ده.»

ایران کې د کډوالو حقونو  فعالې اصفه ستانکزۍ دویچه ویله ته وویل، په کور دننه او بهر کې بې برخلیکه وضعیت به ددغو کډوالو ترمنځ د روانې ستونزو د لا ډېرېدو سبب شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب