1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بن لادن وژل؛ له خطره ډک عمليات

۱۴۰۰ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

د سي آی ای پخوانی مشر د اسامه بن لادن د نيولو عمليات د خپل مسلکي ژوند تر ټولو «سخت، محرم او ښه سنجول شوي» عمليات بللي دي. بن لادن د مي پر دويمه نیټه د امريکا د ځانګړو ځواکونو په دغه عملياتو کې ووژل شو.

Osama Bin Laden Porträt
انځور: picture-alliance/dpa

د امريکا د داخلي استخباراتي ادارې پخواني مشر جان برينن، د سپتمبر د يولسمې د پېښو د نهمې کلیزې په ماښام د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما ته ويلي ول چې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د موندلو په ترڅ کې دوی له کلونو راهيسې بهترينه مشرتابه درلودله.

د بن لادن د موندلو له پاره امريکا د القاعدې يو لوړپوړی پېغام رسوونکی د هغه د موندلو په تمه د پاکستان په ايبټ آباد کې تر يوه کوره تعقيب کړ او بيا ثابته شوه چې بن لادن همدلته اوسيږي.

جان برينن چې د ترهګرۍ ضد چارو کې د پخواني ولسمشر اوباما ستر مشاور هم وو، د فرانسې خبري آژانس سره د اسامه بن لادن د وژل کيدو د عملياتو په تړاو د خبرو په ترڅ کې دا د هغه د ژوند تر ټولو «شديد، محرم او ښه پلان شوي» عمليات وبلل.

ځانګړو امريکايي ځواکونو د ۲۰۱۱م کال د مي پر دوېمه نېټه د اسامه بن لادن د نيولو له پاره عمليات چې له خطره ډک وو ترسره کړل، چې په ترڅ کې نوموړی ووژل شو.

د جان برينن په خبره سي آی ای تر عملياتو د مخه خبرداری ورکړی وو چې دوی لا ډېرو اطلاعاتو او تائيد ته اړتيا لري خو په دې اړه غونډه کې بالاخره د امريکا متحده ایالاتو د دغه تر ټولو ډېر مطلوب کس د نيولو په اړه ډېر هيجان موجود وو.

امریکا د اسامه بن لادن د زوی پر سر جایزه ایښې ده

برينن زياته کړه: «موږ د دې سړي موندلو او د سپتمبر د يولسمې نیټې قربانيانو په برخه کې هغه عدالت ته چې هغوی یې حقدار ول، ډېر ليوال وو.»

د سي آی ای پخوانی مشر جان بريننانځور: Getty Images

تر دې را وروسته میاشتو کې د سي آی ای څارونکي په دې ډاډه شول چې لوړ قد او ږيره لرونکی تن چې دوی «Pacer» باله او په ودانۍ کې ګرځي را ګرځي، اسامه بن لادن دی، که څه هم چې دوی یې څېره په سمه توګه نه شوای ليدلی.

د عملياتو پلان

د دسمبر په وروستيو ورځو کې پخواني ولسمشر اوباما عمليات ته چمتو وو. په ډېره محرمانه توګه د سپينې ماڼۍ چارواکو د دغه ودانۍ پر ماډل باندې د عملياتو د ډول په اړه مشورې پېل کړې چې بن لادن پکې اوسيده.

لومړی انتخاب د توغنديو يو ډېر دقيق بريد وو خو تر دې عملياتو وروسته به دوی د هغه د وژنې هیڅ ډول ثبوت نه درلودلی.

دوېم انتخاب په يوه داسې شپه د څرخي الوتکې له لارې بريد وو، چې سپوږمۍ په اسمان کې نه وي. له دې انتخاب سره ډېر زيات خطرونه مل ول.

امريکايي عسکر به کيدای شي مړه شوي او يا هم د پاکستاني ځواکونو سره د مخ کيدو پر وخت چې د دې عملياتو په اړه یې خبر نه درلود، نیول شوي وای.

کله چې د ۲۰۱۱م کال په سر کې چمتووالی پر مخ ولاړ نو د سي آی ای د بن لادن يو معتبر پيژندونکی ۷۰ سلنه ډاډه وو چې همدا د دوی مطلوب کس دی.

دا په داسې حال کې وه چې د «سرې ډلې» په نوم د يوې پلټنې ډاډمنتوب ۴۰ فيصده وو.

عمران خان اسامه بن لادن «شهيد» وباله

خو تر دغه وخت پورې د هغه هويت سل په سلو کې لا معلوم نه وو.

برينن په دې اړه وايي: «موږ هومره معلومات نه درلودل څومره مو چې غوښتل ويې لرو.»

هغه زياتوي: «خو هيڅ هم د دې نظريې خلاف نه وو چې دا بن لادن دی. او دا هغه څو وو چې موږ يې لټه کوله، يعني داسې يوه نخښه يا اشاره چې« Pacer» دې بن لادن نه وي.»

د ۲۰۱۱م کال د اپريل پر ۲۸ نېټه چې د پنجشنبې ورځ وه، اوباما د سپينې مانۍ په تکاوۍ کې د «Situation Room» په نامه ځانګړې خونه کې له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل.

جان برينن هغه ورځ را په يادوي او وايي: «اوباما غوښتل د ټولو نظر واوري.» د څرخي الوتکې له لارې د بريد په مخالفينو کې د هغه وخت د دفاع وزير رابرت ګيتس او مرستيال ولسمشر جو بايدن هم شامل ول خو زياتره چارواکي د دې بريد طرفدار ول.

په ايبټ آباد ښار کې د اسامه بن لادن د استوګنې د ودانۍ ويجاړۍانځور: picture-alliance/dpa/S. Dogar

په داسې حال کې چې برينن د پلان ارزونې ته دوام ورکړ، اوباما په بل سهار د امريکا په وخت د يکشنبې په ماسپين د ځانګړو ځواکونو د دې عملياتو د پيلولو اجازه ورکړه.

برينن د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وويل: «سړی پرې په بيا بيا فکر کوي او غواړي اطمنان ترلاسه کړي. نه یوازې دا چې تر ټاکل شوې نیټې به څه کیږي، بلکې دا هم بايد وسنجول شوي چې يوه ورځ وروسته به څه پيښيږي. سړی بايد ډاده وي چې هر ممکنه اړخ یې په نظر کې نيول شوی دی.»

له افغانستان څخه بريد

د يکشنبې په ورځ د سپينې مانۍ په تکاوۍ کې د دفاع او امنيتي برخې لوړ پوړي چارواکي سره د چتووالي نيولو له پاره راټول شول.

کله چې څرخي الوتکې له افغانستان څخه د ايبټ آباد پر لور خپل د ۹۰ دقيقو پرواز پېل کړ نو چارواکي يوې بلې ګوټې ته ولاړل چېرې چې بريد جنرال براډ ويب دا هر څه پر يوه ليپ ټاپ څارل او د عملياتو له مشر بريدمن بل مک راون سره نيغ په نیغه د عملياتو په اړه غږيده.

د سپینې ماڼۍ يوه مشهور عکاس يو عکس اخيستې چې اوباما، بايدن، برینن او نور چارواکي اوږه په اوږه له بريد جنرال ويب څخه راتاو دي او په ډېره وارخطايۍ سره د بريد پېليدل نیغ په نيغه څاري.

انځور: The White House/Pete Souza/Getty Images

د کيښناستو پر وخت يوې څرخي الوتکې سقوط وکړ خو ځانګړي ځواکونه بيا هم ودانۍ ته په داخليدو وتوانیدل. د ودانۍ له داخل سره هیڅ ويديويي تماس نه وو. برينن وايي چې کابو شل دقيقې وروسته «مک راون د عملياتو له ځایه دا جمله واوريده «Geronimo Geronimo» چې دا د دې عملياتو له پاره کاريدونکی کوډ وو او دا چې بن لادن وژل شوی.

د برينن په خبره ټولو د آرام سا واخيستله. هغه زياتوي: «هیچا هم چکچکې ونه کړې او نه هم د خوښۍ کومه ننداره ترسترګو شوه، بلکې د کاميابۍ يو احساس وو.»

برينن دې نتیجې ته رسېدلی چې دا دېر خطرناک عمليات ول. هغه وايي: «خو لکه څنګه چې ولسمشر [اوباما] ويلي ول چې که د بريا چانس که څه هم پنځوس په پنځوسو کې وو خو دا يوه ډېره ښه موقع وه چې امريکا د بن لادن د نيولو يا وژلو له پاره هیڅ کله نه وه لرلې.»

برينن زياتوي: «دا يو داسې خطر وو چې په سم وخت کې پر ځان ومنل شو.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب