یو پخوانی طالب قوماندان په امریکا کې په ابدي بند محکوم شوی
۱۴۰۴ اردیبهشت ۶, شنبه
د امریکا متحده ایالاتو عدلیې وزارت یو پخوانی طالب قوماندان په ابدي بند محکوم کړی دی. دغه ۴۹ کلن کس حاجي نجیب الله نومیږي او په ۲۰۲۰م کال کې د رویټرز خبري آژانس د خبریال ډیوډ روهده، په برمته نيونې تورن شوی و.
حاجي نجیب الله مخکې تر دې په خپل دې جرم اعتراف کړی و. خو په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ م کلونو کې د امریکایي سرتیرو د وژنې په قضیه کې یې خپل اعتراف بدل کړ.
د متحده ایالاتو عدلیې وزارت هغو بیلګو ته اشاره کړې ده چې طالب جنګیالیو، د حاجي نجیب الله تر رهبرۍ لاندې د امریکایي پوځ ځواکونه په نښه کول. د امریکا د عدلیې وزارت همدارنګه د فرانسوي او امریکایي ځواکونو د په نښه کولو د څرنګوالي په هکله له فرانسوي خبریال سره د یوې پخوانۍ مرکې پر مهال د نجیب الله څرګندونو ته هم اشاره کړې ده.
په دې قضیه کې د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې مرستیال کریستوفر جی رایا، وویل: «دغو ترهګریزو بریدونو د انسانانو ژوند ته په بشپړ ډول بې توجهې وښودله او بالاخره نجیب الله زمونږ د اتباعو په قتل کې په لاس درلودلو اعتراف وکړ.»
د نیویارک په سویلي ناحیه کې امریکایي څارنوال جی کلایتون، وویل چې د هغه دفتر به د هغو کسانو تعقیب ته چې د ترهګریزو اقداماتو له لارې امریکایانو ته تاوان رسوي [د دې خبرې په نه پام کې نیولو سره چې دوی د نړۍ په کوم ځای کې دي] ادامه ورکړي.