«لا هم د افغان همکارانو د راايستلو دقيق شمېر نه دی معلوم»
۱۴۰۰ شهریور ۳۰, سهشنبه![Uzbekistan | Durch die Bundeswehr Evakuierte aus Kabul landen in Tashkent](https://static.dw.com/image/58951641_800.webp)
د آلمان خبري آژانس د یوه رپوټ په حواله د دغه هيواد د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د آلماني پوځ او ادارو د سیمه ایزو کارمندانو د راایستلو په اړه د دغه هیواد په پارلمان کې د زرغون ګوند د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي: «د آلمان حکومت له خوا دقیق شمیر په اوس وخت کې تر ارزونې لاندي دی.»
د آلمان حکومت یو وار بیا هغه تورونه رد کړي دي چې د سیمه ایزو کارمندانو د تخلیه کولو پروګرام یې ځنډولی دی: «د آلمان حکومت هدف تل همدا و چې په هر ډول شرایطو کې د خپلو سیمه ایزو کارمندانو پر وړاندې ځانګړی مسئولیت لري.»
د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند فراکسیون، حکومت ته د ۱۱۴ پوښتنو یو لیست وړاندې کړی وو چې په تر۳۰ ډیرو صفحو یا مخونو کې ځواب کړای شوی دی.
د فراکسیون مرستیالې آګنیزکا بروګر او د خارجي سیاست په برخه کې د دغه ګوند استازي امید نوري پور ته دغه ځوابونه د قناعت وړ نه ول: «د آلمان حکومت ځان باسي او ريښتنې دلچسپي نه لري چې دا فاجعه اوره ناکامي ده.»
هغوی یو وار بیا تر پارلماني ټاکنو وروسته د یوه تحقیقاتي کمیټې د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده. د دغو آلماني سیاستوالو په وینا حکومت د سیمه ایزو کارمندانو او تر ګواښ لاندې افغانانو د تخلیې په برخه کې له ناکامې سره مخامخ دی.
د آلمان د حکومت له خوا د ورکړل شویو تازه شمیرو له مخې دغه هیواد د اګست میاشې په نیمایي کې له افغانستان څخه د تخلیه کولو د عملیاتو له پیل څخه تر اوسه پورې ۲۷۲ تنه خپل سیمه ایز کارمندان او ۹۹۲ کسان د هغوی د کورنۍ غړي آلمان ته انتقال کړي دي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز