خواجه آصف: د اوربند ساتنه د طالبانو وړتیا سره تړلې ده
۱۴۰۴ مهر ۲۸, دوشنبه
طالبانو او پاکستان د تېرې اوونۍ په پاې کې په دوحه کې پر یو اوربند موافقه وکړه. دغه تړون د دواړو اړخونو تر منځ تر څو ورځو نښتو وروسته د قطر په منځګړیتوب رامنځ ته شو. دا په ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو راهیسې، د پاکستان او د طالبانو د ځواکونو تر منخ تر ټولو خونړۍ نښتې وې چې د دواړو لورو په کې په لسونو کسان ووژل شول.
طالبان او پاکستان چې یو وخت یې سره نژدې اړیکې لرلې وروسته له هغې د ۲۶۰۰ کيلومتره پولې په اوږدو کې په نښتو کې ښکیل شول چې اسلام آباد له طالبانو څخه وغوښتل چې هغه وسلوالو ته چې په خبره یې په افغانستان کې پټنځایونه لري او په پاکستان کې بریدونه کوي، ځای ور نه کړي. خو طالبان بیا د اسلام آباد دغه ادعا ردوي او ټینګار کوي چې دوی هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د یوه بل هیواد پر ضد استفاده وکړي.
آصف وویل: «د افغانستان له لورې هر څه چې راځي هغه به د دغه تړون نقض وي.» هغه زیاته کړه: «هرڅه [د تړون] له همدې بند سره تړاو لري.»
د پاکستان دفاع وزیر وویل چې د اوربند په هوکړه کې چې د افغانستان، پاکستان، ترکیې او قطر له لوري لاسلیک شوی، روښانه شوی چې چې هېڅ ډول تجاوز به نه ترسره کیږي.
په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر د تازه څرګندونو په هکله په سملاسي توګه د رويترز خبري آژانس پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.