1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان په اذربایجان کې د م.م. په اقليمي کنفرانس کې ګډون کوي

۱۴۰۳ آبان ۲۰, یکشنبه

طالبان وايي د ملګرو ملتونو سازمان په اقليمي کنفرانس کې چې د نومبر په ۱۱مه د اذربایجان په پلازمینه باکو کې پېلیږي، ګډون کوي. دا به لومړی ځل وي چې طالبان د خپلې واکمنۍ راهیسې په دغه کنفرانس کې ګډون کوي.

په باکو کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون کنفرانس لوګو
دا به لومړی ځل وي چې طالبان په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د خپلې واکمنۍ راهیسې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون په کنفرانس کې ګډون کويانځور: Sergei Grits/AP Photo/picture alliance

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د نومبر ۱۰مه) وويل چې راتلونکې اوونۍ د اذربایجان په پلازمينه باکو کې د ملګرو ملتونو سازمان په ستر اقليمی کنفرانس کې ګډون کوي.

اذربایجان په ګورتوب د دغه هېواد پلازمینه باکو کې جوړ دغه کنفرانس به د نومبر له ۱۱مې تر ۲۲ ادامه ولري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي وویل چې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي په (COP) کنفرانس کې د ګډون له پاره د آزربايجان باکو ته رسېدلي دي.  

 دا په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په دغه کنفرانس کې د دوی لومړی ځل وي چې برخه اخلي.

طالبان په داسې حال کې د باکو په کنفرانس کې د ګډون خبره کړې، چې ملګرو ملتونو سازمان په عمومي اسمبلې کې د افغانستان څوکۍ په رسمي توګه طالبانو ته نه ده سپارلې او دغه راز د دغه سازمان هېڅ غړي تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندل. د دې دليل تر ډېره د طالبانو د حکومت له لوري پر ښځو لګول شوي محدودیتونه دي چې په هغې کې د ښځو د کار او تعلیم حقونه هم شامل دي.

طالب چارواکو روان کال په دوحه کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو سازمان په کنفرانسونو کې هم ګډون درلود او وزېرانو ېې په تېرو دوو کلونو کې د چين او مرکزي آسیا په فورمونو کې هم برخه اخیستې ده.

خو د ملګرو ملتونو سازمان د اقليمي بدلون کمېټې له ۲۰۲۱م کال راهیسې چې طالبان په واک کې دي په سي او پي کنفرانس کې د دغې ډلې ګډون ځنډولی خو د اذربایجان د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکو ورته بلنه ورکړې ده.

له دغه کنفرانسه یوې باخبره ديپلوماتيکې سرچينې رويټرز خبري آژانس ته وويل چې طالب چارواکي د باکو په (COP29) کنفرانس کې د نظارت کوونکو ګډون او دا به هغوی ته اجازه ورکړي چې په «بالقوې توګه په حاشيوي بحثونو کې ګډون وکړي او په بالقوې توګه دوه ارخيزه غونډې جوړې کړي.»

سرچينې وويل دا چې د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو په سیستم کې د افغانستان د مشروع حکومت په توګه رسميت نه لري، نو طالب چارواکي نشي کولای د بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو په بحثونو کې د ګډون اعتبارلیک ترلاسه کړي.

رويټرز زیاتوي چې د اذربايجان ولسمشرۍ ماڼۍ په دې هکله له نظر ورکولو ډډه کړې ده.

(Reuters,AFP)mks/aa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب