1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صالح: د طالبانو بعضي بنديان دي اعدام کړل سي

۱۳۹۹ دی ۲۹, دوشنبه

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال، امرالله صالح دا وړانديز کړی دی چي د ډيرېدونکو هدفي وژنو په غبرګون کي دي د طالبانو بعضي بنديان اعدام کړل سي.

Afghanistan Kabul | Amrullah Saleh
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

امرالله صالح د دوشنبې (د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ ۱۸مه نېټه) په ورځ وړانديز وکړ چي د مخ په ډېرېدونکو هدفي وژنو په غبرګون کي بايد د طالبانو بعضي بنديان اعدام کړل سي. دا خبر د يک تلويزيون خپور کړی دی.

د ياد تلويزيون د انټرنټپاڼي د راپور پر اساس صالح ويلي دي چي د افغانستان په لويو ښارونو کي ځکه هدفي وژني زياتي سوي دي، ولي چي په وينا يې طالب زندانيان فکر کوي چي دوی به وبخښل سي او جزا به نه وويني.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال زياته کړې ده چي د هدفي وژنو د ستونزي يو حل دا کيدلای سي چي له طالب زندانيانو څخه بعضي اعدام کړل سي چي نور ورڅخه عبرت واخلي.

صالح په داسي حال کي دا څرګندونې کړي دي چي په نژدې وختونو کي پر حکومتي چارواکو، د مدني ټولنې پر فعالينو او پر ژورنالستانو بريدونه زيات سوي دي. په دغه لړۍ کي د يکشنبې په ورځ په کابل کي د افغانستان د ستري محکمې پر ښځينه قاضيانو هم وسله وال بريد وسو چي پکښي دوې قاضياني ووژل سوې.

صالح وويل چي پوليسو د يکشنبې په ورځ يو شمير ماشومان او ژڼکيان له دې راوګرځول چي په پاکستان کې د طالبانو مدرسو ته ولاړ سي. د صالح په وينا د طالبانو اکثره قومندانان د پاکستان په کراچي او نورو ښارونو کي تربيه سوي دي.

ت. ۱/ا.ا.