1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوه: سوریې او افغانستان ته د مهاجرو اخراج لا ستونزمن دی

۱۴۰۳ مرداد ۲۹, دوشنبه

د سياسي چارو کارپوه هانس فورلينډر وايي چې و سوريې او افغانستان ته د مجرمو مهاجرو اخراج لا ستونزمن دی. په وينا يې په دې تړاو لا زياتې پوښتنې بې جوابه پاته دي.

و پلازمېنې کابل ته د افغان مهاجرو د اخراج الوتکې انځور
آرشيف انځور: د طالبانو د پر واک راتلو مخکې کابل ته رسېدلي اخراج شوي افغان مهاجرانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

په آلمان کې د هغو مهاجرو د اخراج په تړاو بحثونه تاوده دي چې د افغانستان او سوريې سره تړاو لري او ورڅخه په آلمان کې د خطر ګواښ موجود وي. د سياسي چارو د کارپوه هانس فورلينډر په وينا هغو هیوادونو ته د مهاجرو اخراج چې ورسره ډیپلوماتیکې اړیکې نه وي يو ستونزمن کار دی. دغه کارپوه چې د مهاجرت د چارو د مشورتي شورا رئیس هم دی وايي چې د افغانستان او سوریې په شان هیوادونو ته د خلکو د اخراج په اړه لا هم زيات مسايل شته چې ورته بايد مخکې حل پيدا شي.

د آلمان د ډریسډن پوهنتون ياد څیړونکی په دې باور دی چې هغو هیوادونو ته د مجرمینو بېرته استول چې د آلمان سره ډپلوماتيکي اړيکې نشته، يوه ډېره مغلقه موضوع ده. نوموړي د "راینیشه پوست" ورځپاڼې ته زياته کړې:"افغانستان او سوریې ته د خلکو د اخراج په اړه لا هم ډېري پوښتنې نه دي جواب شوي."

ازبيکستان ته د افغانانو اخراج

فورلینډر دې ته هم اشاره کړې ده چې ځینو نورو هیوادونو د افغانستان د اتباعو د اخراج لپاره د دغه هيواد ګاونډی ازبيکستان کارولی دی. د دغه کارپوه په وينا: "خو دا د نړیوالو حقوقو له اصولو سره په سمون کې عمل نه دی چې خلک ازبيکستان ته اخراج کړل شي او هيله وشي چې هلته په ازبيکستان کې پاته شي يا افغانستان ته ولاړ شي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت دمګړی د دغو موضوعاتو په هکله څېړنه کوي."

د آلمان حکومت وايي د مجرمو افغانانو د اخراج لارې لټويانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د سياسي چارو دغه کارپوه غوښتنه کړې ده چې د "مصؤن هیوادونو" په اړه د تصمیم نیولو پروسه کې باید روڼتیا زیاته شي. هغه ويلي: "دا باید روښانه وي چې په حقيقي توګه سره امنیتي ستونزې څنګه ارزول کيږي." هغه شورا چې فورلينډر يې مشري پر غاړه لري، وړاندیز کړی دی چې د يادې موضوع د ارزونې لپاره دې په فدرالي اداري محکمه کې یوه مستقله اداره جوړه کړل شي. فورلينډ زياته کړې ده: "خو تر اوسه پورې حکومت دغه وړاندیز ته هیڅ جواب نه دی ويلی."

په آلمان کې هغه وخت د مجرمو افغان مهاجرو د اخراج په تړاو بحثونه تاوده شول، کله چې يو افغان څو انسانان په چړو ووهل او يوه پوليس د چړې په دغه بريد کې تر سخت ژوبل کېدو وروسته ساه ورکړه.

د بشر د حقونو مدافعين وايي چې د بشارالاسد تر واک لاندې سوريه او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د اخراج شوو مهاجرو سره د ناوړه چلند اندېښنه لري.

افغانان له گاونډي هيوادونو ايران او پاکستان څخه هم د اخراج له گواښ سره مخامخ دي. په دې ترځ کې له يادو هيوادونو زيات شمېر افغان مهاجر اخراج کړل شوي دي. آلمان وايي چې هغه افغان مهاجر به اخراج کړي چې مجرم وي او ورڅخه گواښ پېښ وي.

آ./ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور:
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب