د پاکستان د پوځ مشر د خپل ګاونډي او اټومي قدرت هند سره د بحران په مديريت او په افغانستان کي د ممکنه ناامنۍ او نه ټيکاؤ د مديريت په ترڅ کي مهم رول لوبوي.
د نړۍ د نورو پلازمېنو تر څنګ بيجينګ د پاکستان د پوځ سره مستقيمي اړيکي لري. دا له دې کبله چي د چين او پاکستان مشترک دښمن هيواد هند سره سرحد او د خليج و تېل لرونکو هيوادونو ته د پاکستان سمندري لاري مهمي دي.
باندنيو هيوادونو په تکراري توګه د پاکستان د اټومي تاسيساتو پر امنيت اندېښنه ښودلې ده. په دغه تاسيساتو کي اوږد واټن ويشتونکي توغندي هم راځيږ دا وسلې په يو داسي هيواد کي موجودي دي چيري چي حکومت د نړيوال بانک قرضو ته اړ دی او د غربي هيوادونو او هند ضد مليشې او وسله والې ډلې پکښي فعاليت لري.
د پاکستان په پښتون او بلوڅ مېشته سيمو کي داخلي امنيت په دوامداره توګه يوه لويه ستونزه پاته ده. د ټولو ګواښونو باوجوده پاکستان او د دغه هيواد پوځ د بهرنيانو ټولې هغه اندېښنې بېځايه بولي چي د اټومي وسلو د امنيت سره تړلي دي.
د پاکستان پر پوځ له زيات وخت راهيسي تورونه پوري کيږي چي په هيواد کي په ديموکراټيکو پروسو کي لاسوهنه کوي. د پاکستان له ۳۰ لومړي وزيرانو څخه ۱۹ يې ټاکل شوي ول. خو پکښي يو يې هم په دې نه دی توانېدلی چي خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي.
د پاکستان پوځ په نژدې وختونو کي دا ومنله چي په تيرو وختونو کي يې په سياست کي لاس درلود خو ژمنه يې کړې ده چي نور به پکښي مداخلت نه کوي. دا لا نه ده څرګنده چي ايا د پاکستان د پوځ نوی مشر به په پاکستان کي نوي ديموکراټيک تدريجي بدلون لامل شي که نه.
منير په داسي وخت کي د پوځ د مشرۍ دنده پرغاړه اخلي چي په هيواد کي د پخواني لومړي وزير عمران خان احتجاجي کامپاين ادامه لري. خان غواړي چي له ټاکلي وخت څخه تر مخه په دغه هيواد کي ټاکني تر سره شي. خو لومړی وزير شهباز شريف او ټلوالي يې دغه غوښتنه ردوي او وايي چي ټاکني به د پلان سره سم تر سره شي.
نوی پوځي مشر په احتمالي توګه په پاکستان کي د سياسي اوضاع د ارامولو په برخه کي رول لوبولای شي. هغه هم په داسي حال کي چي دغه هيواد تر سخت اقتصادي بحران تيريږي او ورته تاريخي سېلابونو زيات تاوانانو اړولي دي.
د باجوه ميراث
باجوه هيڅه کوله چي د چين او امريکا متحده ايالاتو سره په اړيکو کي توازن وساتي. په داسي حال کي چي اسلام آباد د هغه په دوره کي بيجينګ ته لا ډېر نژدې شو، خو هغه د واشنګټن سره د اړيکو پر بهتره کولو خپلو هلو ځلو ته هم ادامه ورکړه.
هغه د مثال په توګه په ۲۰۲۱م کال په کابل کي د طالبانو د پر واک راتلو وروسته له امريکا متحده ايالاتو سره په انخلا او د خپلو پوځيانو او همکارانو په تخليه کي مرسته وکړه.
باجوه په اقتصادي موضوعاتو کي هم پوره دلچسپي اخيسته او دې ته يې پام کاوه چي په بوديجه کي د پاکستان پوځ ته په کافي اندازه برخه ورسيږي.
باجوه و بيجينګ او منځني ختيځ ته د دې له پاره سفرونه وکړل چي د پاکستان له پاره اقتصادي ملاتړ ترلاسه کړي. هغه نړيوال بانک څخه د قرضه اخيستلو په ترڅ کي په واشنګټن کي هم لابي وکړه. هغه آن د پوځ په مرکزي مقر کي د پاکستان جګپوړي صنعتکاران راوبلل او هغوی يې وهڅول چي دولت ته لا زياتي ماليې ورکړي.
د باجوه د کار په دوره کي د هند او پاکستان تر منځ په ۲۰۱۹ کال هوايي سرحدونو لانجه هم رامنځته شوه. خو هغه د لانجې د لا جدي کېدو د مخنيوي هڅه وکړه. د مثال په توګه کله چي د هند يو راکټ په غلطۍ کي د پاکستان په خاوره کي ولګېد.
د پاکستان د پوځ پخواني مشر باجوه د ۲۰۲۱ کال په پېل کي د کشمير پر سره لانجه باندي د نوي ډلي سره د اوربند غځول تائيد کړل.
خو په هيواد کې پر باجوه تورونه ول چي په سياست کي يې لاسوهنه کول او دا چي ګواکي په ۲۰۱۸ کال يې عمران خان واک ته راوست. خو عمران خان وروسته پر باجوه تور ولګاوه چي په ليري کولو کي يې لاس لاره.
ج.پ. رويټرز/ا.ا./ن.ز.
د پاکستان پېچلی سیاسي تاريخ ته لنډه کتنه
پاکستان لنډ تاریخ لري، خو ډیر بحرانونه یې گاللي دي. کله پوځ په مستقیم ډول او کله د نورو په وسیله واک ته رسیدلی دی. ډیر منتخب حکومتونه ونه توانیدل خپله دوره بشپړه کړي. د پاکستان د پیچلي سیاسي تاریخ ځنې پيښې.
انځور: Getty Images/Keystone/Hulton Archive
۱۹۴۷- آزادي او لومړی جمهوريت
له بریتانيا څخه د آزادۍ ترلاسه کولو وروسته هند وویشل شو او له مسلمان اکثریت درلودنکو سیمو څخه د پاکستان په نوم یو نوی هیواد رامنځته شو. د پاکستان بنسټ ایښودونکی محمد علي جناح د جنرال ګورنر (دولت مشر) او لیاقت علي خان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شول. جناح د نري رنځ (تبرکلوز) ناروغۍ له کبله د پاکستان له رامنځته کیدو یو کال وروسته مړ شو.
انځور: AP
۱۹۵۱ لیاقت علي خان
لیاقت علي خان په راولپنډۍ کې ووژل شو. د راولپنډۍ په کمپني باغ سیمه کې د یوې غونډې پر مهال پر هغه وژونکی برید وشو او تر سخت ټپي کیدو وروسته یې په روغتون کې سا ورکړه. پوليسو هم برید کوونکی وواژه. په دې کړکیچن وضعیت کې خواجه ناظم الدين د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
انځور: OFF/AFP/Getty Images
۱۹۵۸- لومړۍ پوځي دوره
د پاکستان لومړی اساسي قانون(آئين) په ۱۹۵۶م کال کې معرفي شو، خو دوه کاله وروسته (په ۱۹۵۸ م کال کې) ولسمشر سکندر مرزا بیا دغه قانون تعليق او مارشالا یا پوځي حکومت یې اعلان کړ. څو ورځې وروسته د پوځ مشر جنرال ایوب خان، سکندر مرزا له واکه لیري او پخپله یې د چارو واګې په لاس کې ونيولې. په دې توګه نو په پاکستان کې د لومړي ځل له پاره واک په مستقيم ډول د پوځ لاس ته ورغلی.
انځور: imago stock&people
۱۹۶۵
ایوب خان لکه د امریکا په څیر په پاکستان کې صدارتي نظام معرفي او په ۱۹۵۶م کال کې یې د ټاکنو ترسره کولو اعلان وکړ. نوموړی د پاکستان د مسلم لیګ ګوند له خوا د صدارت له پاره نوماند او د دغه هیواد د بنسټ ایښودونکي له خور فاطمه جناح سره یې انتخاباتي سیالي وکړه. فاطمه جناح ډیرې رایې ترلاسه کړې، خو ایوب خان د «الیکټورل کالج» په وسیله د هیواد ولسمشر وټاکل شو.
انځور: imago stock&people
۱۹۶۹
په ټاکنو کې د فاطمه جناح شخړیزه ماته او له هندوستان سره د ۱۹۶۵م کال تر جګړې وروسته د ایوب خان محبوبیت کم او پر ضد یې احتجاجي غورځنګونه پیل شول. ایوب خان واک جنرال یحیی خان ته وسپاره او په دغه هیواد کې یو وار بیا مارشل لا نافذ کړای شو.
انځور: imago/ZUMA/Keystone
۱۹۷۰م کال
په پاکستان کې عمومي ټاکنې ترسره شوې او د شیخ مجیب الرحمن ولسي ګوند د پارلمان له ۳۰۰ څخه ۱۶۰ چوکۍ وګټلې. ذولفقار علي بهټو د ۸۱ چوکیو په ترلاسه کولو سره په دویم مقام کې ځای ونیوه. خو د شیخ مجیب الرحمن عوامي لیګ کوند ته واک ونه سپارل شو.
انځور: Journey/M. Alam
۱۹۷۱م کال
دې جنجال زور واخیست او پاکستاني پوځ د دغه هیواد په ختیځ کې پوځي عملیات پیل کړل. هندوستان هم په دې شخړه کې ښکیل شو او تر جګړې وروسته پاکستان وویشل شو. د ختیځ پاکستان پر ځای د بنګله دیش په نوم یو نوی هیواد رامنځته شو.
انځور: Journey/R. Talukder
۱۹۷۲م کال- دویمه جمهوري دوره
مارشالا ختمه کړای شوه او ذولفقار علي بهټو د هیواد ولسمشر وټاکل شو. هغه په همدې کال د پاکستان اټومي پروګرام پیل کړ.
انځور: STF/AFP/GettyImages
۱۹۷۳م کال
په پاکستان کې نوی اساسي قانون جوړ او له مخې یې په دغه هیواد کې پارلماني جمهوریت اعلان شو. د سنا مجلس او پارلمان تشکيل او مشري یې لومړي وزیر ته وسپارل شوه. بهټو په ۱۹۷۶م کال کې ضاء الحق د پوځ مشر وټاکه چې وروسته ورته هغه په یو مصیبت بدل شو.
انځور: imago/ZUMA/Keystone
۱۹۷۷م - دویمه پوځي دوره
په پاکستان کې عمومي ټاکنې ترسره شوې. په دغو ټاکنو کې د ذولفقار علي بهټو د پیپلز پارټي ګوند په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړ. د بهټو پر ضد په ټاکنو کې د درغلۍ تورونه ولګول شول او احتجاجي مظاهرې پيل شوې. ضیاء الحق له دغه وضعیت څخه په استفادې بهټو له واکه لیري، اساسي قانون یې تعليق او په هیواد کې یې مارشالا اعلان کړه.
انځور: Getty Images/Keystone/Hulton Archive
۱۹۷۸
جنرال ضیاء الحق د پوځ د مشرۍ ترڅنګ د هیواد د چارو سمبالول هم پر غاړه واخیستل. په ۱۹۷۹ م کال کې یې ذولفقار علي بهټو د قتل د سازش په مجرم اعدام کړ. ضیاالحق په همدې کال د «حدود آرډیننس» په نوم قانون اعلان او اسلاميزه کولو تګلاره یې خپله کړه.
انځور: imago/ZUMA/Keystone
۱۹۸۵م کال
په دغه هیواد کې غیرګوندي ټاکنې ترسره شوې. مارشل لا، ختمه کړای شوه او جنرال ضیاء الحق د اتو کلونو له پاره ولسمشر او محمد خان جونیجو یې لومړی وزیر وټاکل شو. تر دې یو کال مخکې ضیاء الحق د خپل اسلاميزه کولو د تګلارې په اړه ریفرینډم ترسره کړی وو او ادعا یې وکړه چې ۹۵ سلنه خلکو یې ملاتړ کړی دی.
انځور: Getty Images/Keystone/Hulton Archive
۱۹۸۸م
د مخ پر ډیریدونکو اختلافاتو په پام کې نیولو سره ضیاء الحق د اساسي قانون د ۵۸ مادې د B دوه بند حق څخه په استفادې لومړی وزیر جونیجو له دندې ګوښه او دواړه مجلسونه منحل کړل. هغه د ۹۰ ورځو په موده کې د دوباره ټاکنو ترسره کولو اعلان هم وکړ، خو د همدې کال د اګست میاشتې پر ۱۷ نیټه هغه له ۳۱ تنو نورو سره د الوتکې په پيښه کې ووژل شو.
انځور: PHILIPPE BOUCHON/AFP/Getty Images
۱۹۹۰
د پاکستان ولسمشر غلام اسحاق خان پر بینظیرې د فساد تورونه ولګول، دا یې له دندې ګوښه او دواړه مجلسونه یې منحل کړل. نوي ټاکنې ترسره شوې او د ضاء الحق په وخت کې د سیاست ډګر ته راغلی نوازشریف د هیواد لومړی وزیر وټاکل شو. په راتلونکي کال کې پارلمان د «شریعت بل» قانون تصويب او اسلامي قوانين د هیواد د عدلي نظام برخه وګرځول شوه.
انځور: imago/UPI Photo
۱۹۹۳
ولسمشر غلام اسحاق خان د نواز شریف حکومت هم فاسد وباله او هغه یې له دندې ګوښه کړ. وروسته یې پخپله هم د ولسمشرۍ له دندې استعفاء وکړه. بیا عمومي ټاکنې ترسره شوې او بینظيره د دویم ځل له پاره لومړۍ وزیره شوه. د همدې له ګوند یعني پیپلز پارټۍ څخه فاروق لغاري د هیواد ولسمشر شو.
انځور: Getty Images/AFP/L. Frazza
۱۹۹۶
لغاري، بنظیر بهټو له دندې ګوښه او دواړه مجلسونه یې منحل کړل. په دغه هیواد کې په یوه لسیزه کې ۴ واره عمومي ټاکنې وشوې. د مسلم لیګ کوند مشر نواز شریف د رایو اکثریت په ترلاسه کولو بریالی شو او د دویم ځل له پاره لومړی وزیر وټاکل شو.
انځور: picture-alliance/dpa
۱۹۹۸
پاکستان د بلوچستان ایالت په چاغي غرونو کې د اټومي وسلو لومړۍ کامیابه آزموېنه وکړه. د اټومي تجربو وروسته نړیوالې ټولنې پر پاکستان ډیر اقتصادي بندیزونه ولګول.
انځور: picture alliance / dpa
۱۹۹۹- د پوځي واک دریمه دوره
له هند سره د کارګل تر جګړې وروسته، نوازشریف د پوځ مشر پرویز مشرف له دندې ګوښه او پر ځای یې جنرال ضیاء الدین د پوځ مشر وټاکه. خو پوځ په بیړه غبرګون ښکاره کړ، نواز شریف یې دستګير او مشرف د هیواد چارې په خپل لاس کې ونیولې.