بشري سازمان: د سینما پامیر ساحې چاودنه کې ۱۱ تنه ټپیان شوي
۱۴۰۳ آبان ۳, پنجشنبهد اسوشتيد پریس خبري آژانس مخکې ويلي وو چې د کابل د پرونۍ چاودنې دلیل روښانه نه دی او طالبانو هم څه نه دي ویلي.
خو رويټرز په یو تازه خبر کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له قوله ويلي چې په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان دي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع دغه آژانس ته وویل چې «د دغه جنایت د عامل يوه پښه قطع شوې او اوس په توقیف او تر درملنې لاندې دی او د امنيتي ځواکونو تر تحقیق لاندې دی.» خو لا هم روښانه نه ده چې دغه چاودنه یوه حمله وه که نه.
په کابل کې د ایمرجنسي په نامه روغتون ویلي چې چاودنه د سینما پامیر ساختمان په دوهم پوړ کې د کاليو د خرڅلاو په مارکيټ کې شوې ده.
په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتون مرستيال، ستيفن ګينارو سمیرنوف، وويل چې د ټپيانو په ډله کې یو درې کلن هلک او يوه څلور کلنه نجلۍ شامل دي. هغه وویل په چاودنه کې د ټپي شوي یوه نارينه وضعیت نازک دی.
سمیرنوف په دې هکله وويل: «چاودنه د ساختمان په دوهم پوړ کې د کالیو په مارکيټ کې داسې وخت وشوه چې خلاص وو او د خلکو په کې ګڼه ګوڼه وه.»
هغه زیاته کړه: «چاودنه د پامیر سینما په ګاوڼد کې چې د کابل يو تر ټولو مزدحم ځای دی شوې. په دغه پېښه کې اکثره ټپي شوي کسان د فقر په شدید حالت کې ژوند کوي.»
د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي، دغه چاودنه غندلې او او دا ېې «یو تروریستي عمل» ګڼلی دی. پخواني ولسمشر کرزي ویلي چې د سینما پامیر په ساحه کې چاودنه چې د هېوادوالو د شهادت او ټپي کېدو سبب شوې په کلکو ټکو غندم او دا یې یو تروریستي عمل بللی دی.
پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي انځورونه چې ادعا کيږي د کابل د چهارشنبې ورځې د چاودنې دي، ښکاري چې چاودنه د ګڼې ګوڼې په سیمه کې شوې ده.