1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

ترکيه: کان کې تر چاودنې وروسته د ژغورنې عمليات دوام لري

۱۴۰۱ مهر ۲۳, شنبه

د ترکيې په شمال کې د يوه کان تر چاودنې وروسته د شنبې په ورځ د ژغورلو عمليات دوام لري. په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۴۰ کان کيندونکي ووژل شول.

د کان کيندنونکو د ژغورنې عمليات
ژغورونکي د کان کيندونکو ژغورنې ته وردانګيانځور: Gokhan Yilmaz/AA/picture alliance

په داسي حال کې چې په لومړي سر کې په دغه پېښه کې د ۲۵ وژل شوو خبره شوې وه، چارواکو د شنبې په سهار وويل چې د مړو شمېر ۴۰ ته جگ شوی دی.

د ترکيې د روغتيا وزير، فخرالدين کوجه وويل چې يولس تنه ژوندي موندل شوي او په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. د کورنيو چارو د وزير، سليمان سويلو په خبره کابو ۵۰ تنه لا نادرکه دي. د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۱۴نېټه) تورې بحيرې ته څېرمه پروت د آماسرا ښار په يوه کان کې چاودنه رامنځ ته شوې وه. د ترکيې ولسمشسر رجب طيب اردوغان په تويتر کې وليکل چې »زموږ هيله ده چې انسانانو ته اوښتي تلفات به لا ډېر نه وي او زموږ د کان کيندونکو ژغورنه به ممکنه وي.«ترکیه: په یوه کان کي چاودني۴۰ کارګران وژلي

هغه نن د ناورين سيمې ته د ورتللو اعلان هم کړی دی. د سکرو په کان کې دغه چاودنه له تورې بحيرې سره پروت په آماسرا ښار کې د جمعې په ورځ په ځايي وخت د ماښام تر شپږو بجو لږ وروسته وشوه چې په قربانيانو پسې لټون ټوله شپه دوام وموند. د کورنيو چارو وزير په داسې حال کې چې د انرژۍ وزير، فاتح مونمېز، سره يې د ناورين له ځای څخه ليدنه کوله، وويل: »موږ واقعاً يو ډېر د خفګان وړ ځايي انځور تر لاسه کړ.«

د ځايي چارواکو په حواله تر اويا زياتو ژغورونکو کسانو وکولی شول چې د کان ۲۵۰ متره ژورو تونلونو ته ورسيږي. خو دا لا معلومه نه وه چې تر بندو کارکوونکو پورې هم ورسېدل او که نه. د آماسرا ښاروال، رجايي چاکر، د ترکيې ان ټي وي چېنل ته وويل چې »د کارکوونکو د کابو نيمې برخې تخليه شونې وه« چې اکثريت يې روغ دي، خو ځينې سخت ټپيان هم پکې شته.په ترکیه کې پر بې برخليکه افغانانو څه تېرېږي؟

د انرژۍ وزير وويل چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په کان کې د مېتان ګاز له کبله يوه چاودنه رامنځ ته شوې ده. ځايي څارنوالۍ ويلي چې دغه پېښه د يوې حادثې په توګه تر رسمي پلټنو لاندې راغلې ده. د کار په ځايونو کې ناوړه حادثې په ترکيه کې د امنيتي مقرراتو د نه رعايت له کبله ډېرې پېښيږي، په تېره د ساختمانۍ او کان کيندنې په برخه کې.

آ./ن.ص./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب