1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

په کابل کې په یوه ښوونځي او یوه روزنیز مرکز کې چاودنې شوي

۱۴۰۱ فروردین ۳۰, سه‌شنبه

طالب چارواکو او عیني شاهدانو په په یوه ښوونځي او یوه روزنیز مرکز کې د چاودنو خبر تائید کړی دی. دغه چاودنې په دشت برچې سیمه کې شوي چې د کابل په لویدیځ کې موقعیت لري.

Breaking News Paschtu

په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ، د عبدالرحیم شهید په ښوونځي کې چاودنه تائید کړې ده، خو د مرګ ژوبلې د شمیر په هکله یې څه نه دي ویلي. هغه د ټویټر په پیغام کې لیکلي چې «د اتلسمې حوزې اړونده د عبدالرحیم شیهد په لیسه کې د درو بیلابیلو چاودنو له امله زموږ شیعه هیوادوالو ته تلفات اوښتي چې جریان به یې وروسته شریک کړو.»

لا تر اوسه د مرګ ژوبلې په هکله دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د عیني شاهدانو په خبره چاودنې هغه مهال رامنځ ته شوې چې زده کوونکي له ښوونځي څخه د وتلو په حال کې وو او په خبره یې مرګه ژوبله یې اړولې.

دریمه چاودنه د دشت برچي په قلعه نو سیمه کې په یوه روزنیز مرکز کې رامنځ ته شوې ده.

دا خبر د بشپړیدو په حال کې دی...

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل