د آلمان سوسیال دموکراټ ګوند شولڅ رسماً خپل نوماند اعلان کړ
۱۴۰۳ دی ۲۲, شنبهپه برلین کې د سوسیال دموکراټانو ګوند استازو په یوه غونډه کې په لوی اکثريت اولاف شولڅ د آلمان د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره خپل مخکښ نوماند وټاکه. د نوماندۍ مخالفين يې کم ول.
اولاف شولڅ د نومبر میاشتې په پای کې د سوسیال دموکراټانو ګوند اجرائيې له خوا صدراعظمۍ څوکۍ ته نوماند شو او نن ېې نوماندي رسمي کړه.
تر دې مخکې دغه ګوند دوه اوونۍ د ګوند پر بل تر ټولو ډېر پېژاندې څېرې، بوریس پیسترویس چې د آلمان دفاع وزیر دی، د نوماندۍ له پاره علني بحثونه وکړل چې نه باید هغه رامخته کړل شي.
ورته نور: سرچېنې: په آلمان کې د فبرورۍ پر ۲۳ انتخابات کيږي
د اولاف شولڅ په مشرۍ د آلمان ائتلافي حکومت په نومبر کې وپاشل شو چې په نتيجه کې ېې آلمان له وخت څخه د مخه انتخاباتو باندې سلا شو. تر دې مخکې د سوسیال دموکراټانو ګوند په جون میاشتې کې په اروپايي انتخاباتو کې هم له ماتې سره مخ شوی و.
اولاف شولڅ د ۲۰۲۱م کال لومړنۍ نوماندۍ برخلاف، دا ځل د صدراعظمۍ څوکۍ له پاره د مخفي رایو له طریقه انتخاب نشو. د سوسیال دموکراټانو ګوند رهبرۍ دا هم واضح کړه چې شولڅ اوسمهال د آلمان صدراعظم دی، نه یو انتخاباتي رقیب.