د ورځپاڼې په حواله په دې غونډه کې به د بودیجې په برخه کې د مسئولیت لرونکې کمیټې غړي هم ګډون وکړي. د دې غونډې پسمنظر د یوې محرمې پيرودنې وړاندیز وو چې په هکله یي نوموړي وزارت د دې معاملې د جدي خطرونو په هکله خبرداری ورکړی و.
د امریکايي کمپنۍ «لاکهید مارتین» جوړ جټ الوتکې چې رادار یي نه شي کشفولی، د نړۍ تر ټولو مودرنه جنګي الوتکې بلل کیږي. څو ورځې مخکې د المان صدارعظم اولاف شولڅ ویلي وو چې غواړي په نږدې وخت کې دغه فرمایش عملي کړي.
د «بيلډ ام زونټاګ» المانۍ ورځپاڼې په حواله خبره له اړونده وسلو او تجهیزاتو سره د ۹،۹۹ میلیارده یورو په ارزښت د ۳۵ جنګي جټ الوتکو د پلان شوې پيرودنې ده.
بیربوک سعودي عربستان ته د وسلو د لیږلو دفاع وکړه
په پام کې ده چې د بودیجې کمیټه باید د دسمبر میاشتې تر ۱۴ نیټې پورې د تدارکاتو منظوري ورکړي. خو د دفاع وزارت په دې برخه کې د خطرونو په هکله خبرداری ورکړی دی. د دغه وزارت په خبره د نورو ترڅنګ دا خطر موجود دی چې آیا الماني پوځ به وتوانیږي چې تر ۲۰۲۶م کاله پورې د بوشل هوایي ډګر د اِف- ۳۵ جنګي جټ الوتکو د پرواز کولو له پاره اماده کړلی شي او که څنګه؟
د امریکا امنیتي غوښتنې ډیرې پیچلې دي. د آلمان د دفاع وزیرې کرستینه لامبریشت څخه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې هغې ویلي دي: «د الوتنې له پیلیدو څخه مخکې د وخت په اساس ځنډیدنې او اضافي لګښتونه نه شو ردولی.»
د نړۍ تر ټولو چټکې جنګي الوتکې
جنګي الوتکې تر ټولو ګړندۍ او په عین وخت کې بیه یي هم ډیره لوړه وي. د دغو الوتکو سرعت کیدای شي په هوایي جګړو کې برخلیک ټاکونکی وي. په دې انځوریز رپوټ کې د نړۍ له تر ټولو ګړندیو جنګي الوتکو سره آشنا شئ: انځور: gemeinfrei F-104 Starfighter - "اف ۱۰۴ سټارفایټر" "اف ۱۰۴ سټارفایټر" دا تر صوت یا غږ ګړندۍ الوتکې دي چې له ۱۹۵۶ څخه تر ۱۹۷۵م کاله پورې د لاکهید شرکت له خوا یي ۲۵۷۸ وزره (عدده) تولید شوي وو. د یوې الوتکې بیه یي یو میلیون او ۴۲۰ زره ډالره او اعظمي سرعت یي ۲۴۵۹ کیلومتره في ساعت دی.
انځور: imago/StockTrek Images/T. Ziegenthaler MiG 25 Foxbat - میگ ۲۵ میکویان گورویچ میگ ۲۵ میکویان – گورویچ چې ناټو پرې د "فاکس بت" نوم ایښی دی د تیرې پيړۍ په ۶۰ مه لسیزه کې جوړه شوې وه. د دې الوتکې سرعت ۳۰۹۰ کیلومتره في ساعت دی. میگ-۲۵ په اصل کې د امریکا د بي/۷۰ الوتکو د دفاع له پاره جوړ شوي وو. د دغې ډول ۱۱۹۰ الوتکې جوړې شوي دي.
انځور: Imago/United Archives Eurofighter Typhoon - یورو فایټر ټایفون «یورو فایټر ټایفون» د پنځو اروپایي هیوادونو، بریتانیا، جرمني، ایټالیا، هسپانیې او فرانسې ګډه پروژه وه چې په ۲۰۰۳ کال کې د روسیې د میګ ۲۹ او سوخو ۲۷ سره د مقابلې له پاره جوړه شوې وه. د دغې الوتکې سرعت له (۲۴۹۵ کیلومتره فی ساعت) څخه زیات دی. دغه الوتکې ۲۹۰۰ کیلومتره پورې واټن وهلې شي او ۵۷۱ الوتکې یې جوړې شوې دي چې د سعودي عربستان، عمان، قطر او کویټ په څېر هېوادونو په اختیار کې هم ورکړل شوي دي.
انځور: Imago/Gepa/W. Grebien Northrup F-5 - «نورت روپ-اف ۵» «نورت روپ-اف ۵» جنګي جټ الوتکې په ۱۹۹۵کال کې خپل لومړنی پرواز ترسره کړ او په ۱۹۶۲م کال کې د امریکا په هوایي ځواک کې شاملې شوې. د دغې الوتکې حد اکثر سرعت ۱۷۰۰ کیلومتره في ساعت دی. تر ۱۹۸۷م کاله پورې چې تولید یي پای ته ورسید ۲۲۴۶ الوتکې یي تولید شوې وې.
انځور: Chiang Ying-ying/AP PHoto/picture alliance د شمالي امریکا ایکس ۱۵ په اصل کې یو وزر لرونکی توغندی دی چې د NASA او متحده ایالاتو هوایی ځواک د یوې سري یا پټې برخې په توګه جوړ شوی چې د توغندي له انجن څخه یي استفاده کوله او په ټوله کي ۱۹۹ آزمایشي پروازونه یې ترسره کړي وو. په شپیتمه لسیزه کې، ایکس-۱۵ له ۷۲۷۴ کیلومترو في ساعت سرعت سره د ټولو پیلوټ لورونکو الوتکو په کتار کې د لوړ سرعت ریکارډ جوړ کړ.
انځور: gemeinfrei بوینګ ایکس ۵۱ تر غږ چټک بی پیلوټه الوتکه ده چې د یوې بلې لیږدونکي الوتکې په وسیله هوا ته پورته کیږي او بیا پرواز کوي. د دغې الوتکې سرعت ۶۴۰۰ کیلومتره في ساعت دی او کولی شي د ۲۱ کیلومتره په ارتفاع کې الوتنه وکړي. د دې لومړنۍ آزمایشي الوتنه په ۲۰۱۰م کې ترسره شوې وه.
انځور: Abaca/picture alliance "جنگدو جی ۷" د اف ۷ په صادراتي نوم سره د چین جوړ یوه الوتکه ده چې د میګ ۲۱ په اساس د تیرې پيړۍ په ۶۰ مه لسیزه کې جوړه شوې او تر اوسه پورې یي چین مختلف ماډلونه صادر کړي دي. دغه الوتکه ۲۱۲۰ کیلومتره في ساعت سرعت لري. تر اوسه پورې د دې ماډل ۲۴۰۰۰ الوتکې جوړې شوي دي.
انځور: NOEL CELIS/AFP بوئینګ د ناسا د «هایپر ایکس» پروګرام له پاره د ایکس۴۳ درې الوتکې جوړې کړې. لومړۍ نمونې یې د ۲۰۰۱ کال په جون میاشت کې په ارام اقیانوس کې سقوط وکړ. دویمه نمونه یي بریالۍ شوه او دریمې نمونې یي یوازې په ۱۲ ثانیو کې د ۱۰ زره او ۶۱۷ کیلومتره في ساعت سره د ۳۴ کیلومترو په ارتفاع کې پرواز وکړ.
انځور: gemeinfrei "میراج ۲۰۰۰" د فرانسې د داسو کارخانې جوړ دغه الوتکه د اویایمې لسیزې په وروستیو کې د دې هیواد د هوایي ځواکونو له پاره طرح شوې وه او تر اوسه پورې ۶۱۱ الوتکې یي تولید شوي دي. د دغې الوتکې حد اکثر سرعت ۲۳۹۰ کیلومتره في ساعت ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/Mary Evans Picture Library/P. Jarrett North American F-100 Super Sabre «نورت امریکن اف ۱۰۰ سپوپر سیبر» تر غږ چټکې الوتکې دي چې په ۱۹۵۴ تر ۱۹۷۱م کاله پورې د امریکایي پوځ په خدمت کې وې او تر اتیایمې لسیزې پورې د ترکي او ډنمارکي پوځ په خدمت کې وو. د دې ماډل ۲۲۹۴ الوتکې جوړې شوي دي چې د ۱۳۹۰ کیلومتره في ساعت سره پرواز کولی شي.
انځور: aviation-images.com/Mary Evans/picture alliance د "اف-۱۶ فایټینګ فالکن" تر غږ تیزې الوتکې د جنرال ډاینامکس شرکت له خوا جوړې شوي دي چې د تیرې میلادي پيړۍ په اویایمه لسیزه کې طراحي شوې دي. د دې الوتکې سرعت ۱۴۷۲ کیلومتره في ساعت دی. د ایران شاهنشاهي پوځ د ۱۶۰ دغو الوتکو فرمایش ورکړی و، چې د اسلامي انقلاب په رامنځته کیدو سره دغه تړون د امریکا له خوا لغوه شو. تر ۲۰۱۸م کاله پورې د دې ډول ۴۶۰۴ الوتکې جوړې شوې دي.
انځور: Ssgt. Trevor T. Mcbride/U.S. Air/ZUMA Wire/imago images
سربیر پر دې، د نوموړي ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د دفاع وزارت نه غواړي دا تضمین کړي، لکه څرنګه چې پلان شوې وه، له دغو جنګي جټ الوتکو څخه په المان کې استفاده وشي. د دغه وزارت په وینا د دې خطر موجود دی چې کیدای شي دغه الوتکې پر خپل وخت په ملي کچه د حکومت له خوا د عملیاتي پرواز کولو جواز ترلاسه نه کړلی شي. په اسنادو کې ویل شوي: «په هغه صورت کې یوازې د محدودیتونو په چوکاټ کې پروازونه پيلیدلی شي.»
آلمان له اسرائيله د توغنديزې دفاع سپر اخلي
د دغو انديښنو په پام کې نیولو سره د سوسیال دیموکرات ګوند استازی اندریاس شوارڅ، په غوسه شو. د دفاعي بودیجې له پاره د بودیجوي کمیټې د راپور جوړونکې ډلې مشر د بيلډ ام زونټاګ ورځپاڼې ته وویل: «دا د منلو وړ نه ده چې پارلمان یوازې اوس له مشکلاتو څخه خبریږي. زه له وزارت څخه هر اړخیز وضاحت غواړم چې څنګه غواړي خطرونه تر کنترول لاندې راولي. دلته له مسئولیت څخه د اوږې خالي کولو کوښښ کیږي».
د اِف- ۳۵ جنګي جټ الوتکو د پېرلو مصارف د المان د وسله والو ځواکونو له پاره د ځانګړې ۱۰۰ میلیارد یورویي بوديجې څخه ورکول کیږي. دغه بودیجه د المان صدراعظم اولاف شولڅ د فیبرورۍ په پای کې پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته اعلان کړه.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص