1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فیسبوک او انسټاګرام شین ټیک په پیسو کیږي

۱۴۰۱ اسفند ۱, دوشنبه

له ټویټر وروسته، فیسبوک او اينسټاګرام هم د پیسو په بدل کي تایید شوي خدمتونه وړاندې کوي.میټا شرکت غواړي د پیسو په مقابل کې د کاروونکو د هویت په تاییدولو سره پر خپلو خدماتو باور زیات کړي.

آرشیف: د فیسبوک د بنسټ ایښودونکي مارک زوکربرګ پروفایل په سمارټ فون کې ښودل شوی
آرشیف: د فیسبوک د بنسټ ایښودونکي مارک زوکربرګ پروفایل په سمارټ فون کې ښودل شویانځور: Cris Faga/ZUMA/picture alliance

میټا د فیسبوک او اينسټاګرام مالک شرکت، د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ګډون پر بنسټ د خدمتونو آزموینه کوي.

دا خدمات به د "Meta Verified" تر سرلیک لاندې د دې اونۍ په پیل کې په آسټرالیا او نیوزیلینډ کې په آزمایښتي ډول وي، او هغه کارونکي چې هویت یې د پیسو په مقابل کې تایید شي پاڼه به ېې شیڼ ټیک ترلاسه کړي.

د میټا شرکت د عامل پلاوې مدیر مارک زاکربرګ وویل په دې خدمت کې د تقلید پروړاندې د کاروونکو له پاره لا ډیر محافظت شامل دی او د پیرودونکو خدماتو ته لومړیتوب ورکوي.

دا میاشتنی خدمت په ویب کې ۱۱.۹امریکايي ډالره او په آې او اس او اندروید سیسټمونو کې ۱۴.۹۹ ډالر لګښت لري.

هغه څه چې اوس یې فیسبوک او اينسټاګرام وړاندیز کوي هغه خدماتو ته ورته دي چې د ټویټر له پاره ایلان ماسک اعلان کړي ول، ځکه د ټویټر کاروونکي کولای شي په میاشت کې د اتو امریکاېې ډالرو په ورکولو سره شین ټیک ترلاسه کړي.

زاکربرګ: فيسبوک د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته جعلي معلومات پيدا او حذفوي يې

زاکربرګ ټینګار کړی دی چې په هغو اکاونټونو کې به کوم بدلون نه راځي چې مخکې له مخکې په فیسبوک او اينسټاګرام کې تایید او شین ټیک ېې ترلاسه کړی وو.

په ۲۰۲۲م کال کي د میټا شرکت د عوایدو کمیدل

د میټا شرکت د ګران بیه متاورس یا د مجازی حقیقت نړۍ پروګرام له امله هم تر فشار لاندي دی. زاکربرګ باور لري چې مجازي واقعیت به په راتلونکي کې د آنلاین ډګر مخکښ وي.

میټا د دې میاشتې په پیل کې د ۲۰۱۲م کال راهیسې د لومړي ځل له پاره د خپلو عوایدو کمښت اعلان کړ. یاد شرکت ویلې دي چې تیر کال یې پلور د ۱ سلني کمښت څخه  ۱۱۶.۶ ميلیارد ډالرو ته راټیټ شوی دی.

پر میلیاردونو ډالرو جریمې سربیره فسبوک مخ پر ودې روان دی

که څه هم په دې وروستیو کې د فیسبوک د کاروونکو د شمېر زیاتوالی ورو شوی، خو دغه شرکت اعلان کړی دی چې د لومړي ځل له پاره یې د ورځني کاروونکو شمېر له دوو میلیاردو اوښتی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب